To start downloading books

Please sign in or create an account.

ویټامن B12

ویټامن B12

⭕️ ویټامن B12 !

د ویټامین B12 په اړه په څه پوهیږي؟  
د ويټامین  B12 زموږ په بدن کې دننه څه دندی پرمخ وړي؟
د ويټامین  B12 د کمښت نښې نښانی او درملنه يې څه ده؟  
دا او دې ته ورته پوښتنو ځواب لاندنۍ لیکنه کې ځوابیږي.

 ویټامین B12 زموږ د بدن لپاره ډيرې دندې برابروي
لکه زمونږ د بدن د ویني تولیدولو حجرات یا Red blood cell جوړوي همدارنګه زمونږ د بدنDNA ترتيبوي.

هغه خواړه کوم چې د  ویټامین B12 څخه غني دي 
حيواني خواړه:  ټول حیواني محصولات په کافي اندازه  ویټامین B12 څخه برخمن دی  مستی، شيدې،هګۍ،غوښه،ماهي دا هغه خواړه دی کوم چی  ویټامین B12 ورپکې شته.

د  ویټامین B12 د کمښت 
د متحده ایالاتو وګړي په کافي اندازه ویټامین B12 اخلي مګر که تاسې چرته شکمن ياست چې ویټامین B12 اندازه مو کمه ده یا چیک کړي نو يو ډاکټر ته مراجعه وکړئ ترڅو ستاسو د ویني ټیسټ وکړي او اندازه یې درته  معلومه کړي د عمر په زیاتوالي سره دا ستونزمنه کیږي چې دغه ویټامین په بدن کې جذب شي او یا خاص پروسیجرونو سره هم لکه عملیاتونو یا د معدې یوې برخی لرې کولو سره او یا هم د نشیه موادو زیات استعمال سره د دغه ویټامین پر کمبود اخته کیدای شو.
ځنو ناروغیو کې هم دغه ویټامین کمښت رامنځته کیږي لکه کرون ،سيلیاک،ګاسټرايټس په نومنو ناروغیو کې هم رامنځته کیږي.

ویټامین B12 د کمښت نښې نښانې.
د کمزورۍ احساس کول 
د  ستړیا احساس کول 
تنفس او زړه ضربان زیاتېدل
د پوستکي.خړ پړ کېدل 
د ژبې همواریدل
د اشتها کمزوري کېدل
قبضیت یا اسهالات پيښيدل
په غوږنو کې بنګهاری اوازونه او پر پوستکي باندې ستنو چوخیدل،څړیکو وهل.
د سترګو د دید خړ پړ کیدل.
د حرکاتو ستونزه .
د يادښت کمزوري.
عصبي پريشاني.

ویټامین B12 د کمښت درملنه 

کله کې د ویټامین B12 د کمښت تشخيص وشو نو درملنه يې د خولی دلارې ویټامین B12 درمل استعمال.یا هک د غوښي فيشکاریو پواسطه ویټامین B12 درملنه کیدل.

ویټامین B12 د کمښت مخنوي 

د حیواني.محصولاتو زیاته استفاده لکه هګۍ، ماهي،شيدې، غوښه،کولای د دغه خوړو په استعمال سره د ویټامین B12 د کمښت مخنوي وکړو.

Related Articles

ولې پر اپينو يا ترياکو روږدي کېږو؟

دا ځکه چې مورفین تریاک او مخدره مواد عصبي ریسپټورونه لري. مونږ ورته اخذه یا آنټن وایو نو ځکه دستي په نیم ساعت کې اغیزه کوي. اوپیوییډ په درېيو برخو ویشل شوي درمل دي. یو چې خالص د بوټو څخه جوړ شوي وي، لکه: مورفین او کوډیین.  دوهم نیمه عضوي یعنې چې طبیعی مالیکیول په لابراتوار کې لږ بدل شوي وي. لکه: هیرویین یا اوکسې توسین، او درېیم کاملاً غیر طبیعي، چې...

پر ځان باور

پر ځان باور یا Self-confidence په ټولنه کې ډیر خلک وینو چي په لوړ موقف یا ډیر بریالې دي.بریالیتوب او خپلو موخو ته رسېدل ډیر زحمت،او د بیلابیلو لارو چارو استفاده کول غواړي، چي یوه مهمه او بنسټیزه لاره یې په خپل ځان باور دی. پر ځان باور یا ډاډمنتیا چې په انګلیسې کې (Self-confidence) او فارسي ژبه کې (اعتماد به نفس) بلل کیږي ،په خپلو وړتیاوو او ځانګرت...

د پښو د ګرميدو علت څه شی دی؟

خبريال ويبپاڼه/ په عمومي توګه د پښو د ګرميدا علت په بدن کې د ځيني عصبنو (عصبي رشتو) ته د زيان رسيدو له امله وي.چي ډيری وخت دغه ناروغي د شکري ناروغۍ پوري هم تړاو لري. چې د پښو په ځينو برخو کې ضربه يا زخمي کيدا هم کيدای شي د پښو.د ګرميدا سبب شي. هيره دې نه وي چې په دغه مقاله کي د پښو د ګرميدا په اړه څو لنډ مواريد مو راټول کړي دي. که څه هم د پښو د ګ...

Recommended Articles

کوم ډول خلک بايد کېله ونه خوري

که څه هم کېله ځيني ګڼې ګټي لري خو دغه ميوه ځينې عورايض او تاووانونه هم لري.چې په لاندي ډور ورته اشاره کوو. دغه خوږ ميوه د خپل ځانګړي خوند، او نرموالي له امله په ټوله نړۍ کې مشهوره ده. ګېله کوم ډول زيانونه لري. ۱: د وزن زياتوالی دـ ځينو نورو خوړو په څير کېله هم پريمانه کالوري لري چې د وزن د زياتوالي لامل کيږي په هره متوسطه کېله کې ۱۰۵ ګرامه کالو...

د وينا پر مهال د وېرې او فشار ختمول

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا چې موږ انسانان ټولنيز ژوند لرو، نو اړ یو چې د خپلو اړتياوو او مفکورو د وضاحت لپاره وغږېږو. خبرې کول زموږ د ژوند په هره برخه کې لیدل کېږي. په کور، کلي، دکان، ښار، مکتب، ښوونځي او ګڼو نورو ځايونو کې موږ خبرې کوو او خپل پپغام نورو ته رسوو.   ځينې خلک بیا د خبرو او وينا پر مهال تر وېرې او فشار لاندې وي. نه شي کولای خپل پيغام او...

خرمهره؛ تاسو یې په اړه څومره پوهېږئ!؟

 لیکوال: لطیف یاد په پخوانیو وختونو کې به خرو ته اوربشې ورکول کیدلې، چې ددغو اوربشو د خوړلو په پایله کې به تر څو کلونو وروسته د خرو د ژبې لاندې  وینه ټینګه  او غلیظه شوه او د یوه مرغېړي (غُدې) بڼه به یې ونیوله. وروسته به یې دغه مرغېړي (غُده) د خرو د ژبې د لاندینۍ برخې نه  د جراحي عملیاتو (آپریشن) په تر سره کولو وویستله او په جوشو شیدو (پیو) کې به...