انلاین خریدارۍ جالب معلومات

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
Jun 10, 2023
2 years ago
1,593 views
انلاین خریدارۍ جالب معلومات

ډیر جالب معلومات:

په انلاین خریدارۍ یا ځینو مارکیټونو کې به مو لیدلي وي چې د یوه څیز قیمت ٩٩ یا ٩٩٩ روپۍ وي، پوهېږئ چې ولې؟ دې ته تاق قیمتونه "Odd pricing" وایي او دا قیمتونه نېغ په نېغه د انسان په روان باندې اغېز کوي. 

د بېلګې په توګه، که د یوه څیز قیمت ٩٩ او د بل ١٠۰ روپۍ وي؛ نو ماغزو ته به ٩٩ ارزانه او ١٠۰ ډېر قیمتي ښکاره شي. حال دا چې ترمنځ یې یوه روپۍ توپیر دی؛ 

دا یو حقیقت هم دی، که یو څوک په ازموینه کې ٩٠ او بل ٨٩ نمرې واخلي؛ نو ٨٩ نمرو والا ته خپلې نمرې ډېرې زیاتې کمې ښکاري، حال دا چې له ٩٠ سره یوه نمره فرق کوي.
 
مارکیټونو او انلاین خریداریو والاوو د انسان روان مطالعه کړی وي، ځکه نو داسې قیمتونه ټاکي چې اخیستونکي ته ارزانه هم وبرېښي او دوی پکې ګټه هم وکړي.

______________________________________
#All_information #pashto
(زمونږ #صفحه درسره #لایک او نورو ته #انویټ کړی
مونږ د #نړی هر کونج څخه هر رقم #معلومات #پښتو ته #ترجمه بیا تاسو سره #شریکوو.
تیر #پوسټونه مو کتلی شی.
که #خوښ مو شول نو #شیر کړی.)#فریدون #نیازی #دلسوز #faridon #Niazai

Faridon Niazai

Related Articles

Jan 18, 2021
2,684 views

له ګاونډیانو سره په اړيکه کې کومو ټکو ته پام وکړو!؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی موږ ټول انسانان ټولنيز ژوند لرو؛ پخپل ورځني ژوند کې تل له نورو سره په اړيکه کې یو. په کورنۍ، کلي، ولسوالۍ، ولایت، کارځای، مکتب، پوهنتون او ګڼو نورو ځایونو کې اړ یو، چې خبرې وکړو او اړيکې وپالو. یو له هغو خلکو سره چې موږ ورسره ډې...

May 06, 2022
2,287 views

وچه مېوه

لیکنه ـ وړانګه اکبر   وچه مېوه هغه مېوه ده چې په کې د شته اصلي اوبو ډېری برخه یې یا په طبیعي ډول یا د لمر د وړانګو په واسطه او یا دځانګړو وچوونکو ماشینونو په کارولو سره له مېنځه وړل کېږي. وچه مېوه د کارولو له مخې یوه اوږده مخینه لري او له میلاد څخه...

Sep 28, 2021
2,946 views

د دروغجنو کسانو نښې

  لېکنه:شکېبا نادري، د دروغجنو کسانو نښې  په ژوند کې موږ له بېلابېلو انسانانو سره مخ کېږو، لکه ښایسته، بدرنګ، لوړ، ټېټ، رښتیني، دروغجن، ښه او بد. د انسان پېژندل دومره اسانه کار نه دی، که موږ له یو کس سره کلونه کلونه وخت هم تېر کړو نه شو کولای هغه وپ...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,297 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,292 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,472 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...