نوبل؛ د نړۍ تر ټولو ارزښتناکه جايزه

R
Riaz Muqamzai
Author
Nov 15, 2020
5 years ago
2,689 views
نوبل؛ د نړۍ تر ټولو ارزښتناکه جايزه

نوبل د نړۍ تر ټولو ارزښتناکه جايزه ده، چې له (۱۹۰۱ م) کال را په دې خوا هر کال د سويډن هېواد له خوا پياوړيو او نوښتګرو علمي، ادبي او سياسي څېرو ته د دغه هېواد د پاچا په لاس ورکول کېږي. د دې جايزې بنسټ سويډني نامتو کيمياپوه آلفرډ نوبل ايښی دی. د هغه د وصيت سره سم دغه جايزه هر کال هغو کسانو ته چې خلکو ته يې ډېر خدمت کړی وي، ورکول کېږي. نوموړي وصيت په دې ډول کړی و:

( (زما ټوله شتمني دې د کلنۍ جايزې په توګه هغه چاته ورکړل شي، چې انساني ټولنې ته يې ستر خدمت کړی وي. دغه جايزه دې په پنځو برخو ووېشل شي؛ يوه برخه دې هغه چاته ورکړل شي، چې د فزيک په برخه کې يې مهم کشف يا علمي څرګندونه کړې وي، بله دې هغه چاته ورکړل شي، چې د کېميا په برخه کې يې اوچت خدمت کړی وي، بله دې هغو ته ورکړل شي، چې په ادبياتو کې يې غوره اثر پنځولی وي، همدارنګه هغه چاته ورکړل شي، چې د طب په ډګر کې يې مهمه هڅه کړې وي او وروستۍ برخه دې هغو ته ډالۍ شي، چې د سولې او بشري تفاهم لپاره يې هلې ځلې کړي وي.))

هېرده دې نه وي، چې په (۱۹۶۹ م) کال کې د سويډن هېواد له خوا د اقتصاد برخه هم ور زياته شوه.

 که څه هم د ښاغلي نوبل وصيت د دې جايزې بنسټ دی، خو دا چې طرحه يې بشپړه نه وه، نو دغه کار پنځه  کاله وځنډېد، چې بالاخره په (۱۹۰۱ م) کال کې لومړۍ جايزه ورکړل شوه.

په دغه جايزه کې، يو د سرو زرو افتخاري مډال، شخصي ديپلوم او نغدې پيسې شاملې دي. د سرو زرو مډال يې تقريباً نيم پاونډ وزن لري او دوه نيم انچه اوږدوالی او پلنوالی لري. له (۲۰۰۰ م) کال را په دې خوا په هره برخه کې ګټونکي ته لس ميليونه کرونه ورکول کېږي. البته يادې پيسې د وخت له شرايطو سره سمې ټاکل کېږي.

د ګټونکو د ټاکلو پړاو

په لومړي سر کې، هغه کسان چې د نوماندانو ورپېژندنې واک لري، د نوماندانو نوملړ د هماغه کال فبرورۍ تر لومړۍ نېټې بشپړوي او سپاري يې. البته د نوبل کميټې غړي د نوماندانو د ور پېژندنې لپاره ډېر وخت لري. بيا د کمېټې غړي له څېړنو وروسته يو لنډ نوملړ برابروي، چې تقريباً ۲۰ يا ۳۰ تنه په کې وي. ورپسې د نوماندانو په اړه څېړنې کوي او د همدې څېړنو پر مټ د نوماندانو شمېر نور هم کموي. وروستۍ پرېکړه په يوه ګډه غونډه کې چې معمولاً د سيپټمبر په اخره او يا هم د اکتوبر په لومړيو کې ترسره کېږي، کوي.

Related Articles

Aug 27, 2021
4,644 views

انګور مو له زړښت څخه ژغوري

ژباړه ـ ریاض مقامزی  انګور یو له خوندورو مېوو څخه ده، چې د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې پيدا کېږي. ددې مېوې یوه ښه ځانګړنه دا ده، چې په بېلابېلو بڼو وده کوي او ګڼ شمېر اقسام لري. همدارنګه که انګور وچ کړای شي، نو ممیز ترې لاسته راځي. تاسو به په دې لیکنه د...

Jun 20, 2022
1,595 views

How to Build Wealth

5 key steps to building wealthThese five simple rules will help keep your retirement savings on track and growing for the long haul — and that means a Future You who’s financially secure. Who doesn’t like the sound of that? Automate your savingsLife...

May 26, 2022
5,629 views

ناول څه ته وایي؟

ناول څه ته وایي؟ لیکنه او راټولونه: شکېبا نادري په ټوله کې ادبیات په دوو سترو برخو ویشل شوي چې یوه یې منظومه او بله یې منثوره برخه ده. په منظومه برخه کې یې شعر، نظم او داسې نور راځي او په منثوره کې یې لنډه کیسه، ناول، رومان، داستان او داسې نور چوکا...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,230 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,278 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,419 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...