بورسونو لپاره تحصیلي هدف Study Object څه دی؟

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
Jul 06, 2023
2 years ago
975 views
بورسونو لپاره تحصیلي هدف Study Object څه دی؟

7. د بورسونو لپاره تحصیلي موخه یا هدف څه دی؟

What is a Study/Research Objective?
له هغه ځایه چې تحصیلي موخه (هدف تحصیل/تحقیق) د ماسترئ بورسونو د غوښتنلیک یا اپلیکیشن له خورا مهمو برخو څخه شمیرل کیږي، نو ومې غوښتل چې په دې برخه کې یو لنډ لارښود او یوه بیلګه درسره شریکه کړم.
د تحصیلي موخې لیکل آسانه کار ندی ځکه له یوې خوا کافي وخت ته اړتیا لري او له بلې خوا په خپله څانګه یا رشته کې باید ژوره مطالعه ولرو. د تحصیلي موخې د لیکلو او چمتو کولو لپاره باید لږ تر لږه شپږ میاشتې مخکې آمادګی ونیول شي.
ډیری نوماندان چې کله د بورسونو په هکله خبر شي، نو سمدستي او پرته له مخکینۍ مطالعې څخه د تحصیلی موخې پر لیکلو پیل کوي او داسې عمومي او غیر عملي سرلیکونه غوره کوي چې د هغوی د غوښتنلیک د ضعیفه کیدلو لامل ګرځیدی شي. د بورسونو د ټاکنې کمیټې له مسلکې کسانو څخه جوړه شوې ده او کچیرې ستاسو تحصیلي موخه ورته روښانه نه وي، نو په لومړئ مرحله کې یې رد کوي.

څنګه کولی شو یوه ښه تحصیلي موخه ولیکو؟

که څه هم د تحصیلي موخې د لیکلو لپاره کوم ځانګړی فارمت یا جورښت شتون نه لري، خو د دې لپاره چې چمتو شوې موخه مو د لوستوونکي لپاره واضیح وي، باید په څو مشخصو برخو (پاراګرافونو) وویشل شي:

لومړئ برخه: په دې برخه کې باید د شته ستونزې په هکله او همداراز د خپل تحصیلي هدف یا موخې په هکله په واضیح ډول معلومات ورکړۍ. یاده برخه لوستوونکي ته ستاسو د تحصیلي موخې په هکله باید پوره او کافي معلومات وړاندې کړي. (د بیلګې لومړی پاراګراف).

دویمه برخه: په دې برخه کې ستاسو د څیړنې موضوع پورې اړوند پخوانۍ زده کړې او کاري تجربه شامله ده. پدې برخه کې تاسو باید د خپلو زدکړو او کاري تجربې په هکله وغږیږئ او دا چې ستاسو علمي او کاري تجربې د تحقیق موضوع پورې څنګه تړاو لري، مفصل معلومات وړاندې کړۍ. (د بیلګې دوهم پراګراف).

دریمه برخه: دا برخه باید خنډونو او نوي سرچینو ته د لاسرسی نشتوالي باندې ډیر تمرکز وکړي او دا چې یاد خنډونه او ننګونې څنګه د دې لامل شوي تر څو موجوده ستونزې (د تحقیق موضوع) ته د حل لاره پیدا نشي، هم وغږیږۍ. همداراز په دې برخه کې د خپلې تحصیلې موخې د اغیزمنتیا په هکله او د هغې په مرسته د شته ستونزو د هواري په برخه کې مفصل معلومات وړاندې کړۍ. (د بیلګې دریم پاراګراف).

څلورمه برخه: پدې برخه کې، تاسو باید د ماسترئ د برنامې د بشپړولو څخه وروسته خپل کاري اهداف تشریح کړۍ. ستاسو د راتلونکو اهدافو پلي کولو څرنګوالی خورا مهم دی او پدې برخه کې باید تفصیلي معلومات ورکړل شي. (د بیلګې څلورم او پنځم پاراګرافونه).
د بورسونو نوماندانو ته ښه چانس !
____________________________

سکندر ځدران استاد پوهنتون کابل

نامزاد دوکتورا جرمنی

Related Articles

Oct 04, 2020
17,073 views

کوم ډول خلک بايد کېله ونه خوري

که څه هم کېله ځيني ګڼې ګټي لري خو دغه ميوه ځينې عورايض او تاووانونه هم لري.چې په لاندي ډور ورته اشاره کوو. دغه خوږ ميوه د خپل ځانګړي خوند، او نرموالي له امله په ټوله نړۍ کې مشهوره ده. ګېله کوم ډول زيانونه لري. ۱: د وزن زياتوالی دـ ځينو نورو خوړو...

Dec 02, 2021
2,700 views

د يو ښه ژوند لپاره ۱۳ ارزښتناکه لارښوونې!

کله ناکله موږ د مختلفو دلايلو له امله ژوند په خپل ځان تريخووو او يا هم په مناسب ډول ژوند نه کوو؛ خو ځينې لارښوونې شته چې کولای شو په عملي کولو سره يې ښه ژوند تجربه کړو. ۱- دا زده کړئ چې خپلې تېروتنې بايد ومنئتل په ياد ولرئ چې له خپلو تېرونو درس واخل...

Apr 17, 2021
6,012 views

هټلر ولې يهودان وژل؟

ژباړه ـ ریاض مقامزی تاسو به په ښوونځي، پوهنتون او یا هم د نورو له خولې د هټلر نوم او د یهودانو د وژلو کیسې اورېدلي وي. خو په دې به په نه پوهېدئ، چې هټلر ولې یهوادن وژل؟ ددې لیکنې په دوام کې به د هټلر په اړه لاډېر پوه شئ.    هټلر څوک و؟ هټلر په ات...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,299 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,293 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,475 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...