سوال:- :د پلستر ورکولو په اړه څه پوهیږئ، ویې وایاست؟
پلستر د دیوالونو د ښایست،همواروالي او د یو ښه عایق په صفت پکار وړل کیږي
د پلستر مواد شګه،سیمنټ او اوبه دي
پلستر لمړی باید له چت څخه پیل شي، په چت کې د استعمالیدونکي مصالې مارک باید د دیوالونو دمصالې د مارک څخه لوړ وي معمولاً 1:3 مارک د چتونو لپاره پکار وړل کیږي
پلستر کړل شوې سطحې ته باید تر 10 ورځو پورې اوبه ورکړل شي
یو ښه پلستر هغه دی چې په دریو طبقو کې ترسره شي لمړنۍ طبقه چې 10mm ضخامت لري (Rendering) نومیږي،بیا ورپسې بله طبقه چې 6—10 mm پورې ضخامت لري(Floating) نومیږي او دریمه(وروستۍ) طبقه هم تر 6mm ضخامت په درلودلو (Finish) نومیږي
د پلستر کولو اصلی ترتیب داسې دی چې لومړی طبقه مساله په پاک او لوند دیوال باندی وپاشل شي، او تر دوو ورځو پورې دی لمده وساتل شي،بیا دویمه طبقه د لرګي ګز پواسطه همواریږي داسې چې زیږوالی ولري او بالاخره وروستۍ طبقه د ګلمالۍ پواسطه تکمیلیږي څو ښویه او کاملاً همواره سطحه لاسته راشي
کله چې پلستر زیات وي او راتلونکو ورځو ته پریښودل کیږي،د کار پریښودو په وخت وروستۍ څنډه باید زیږه او وتوږل شي او ددیوال په منځ کې کار متوقف شي نه په کنجونو کې باید له کنجونو څخه 15cm واټن ولري او د پلستر د مصالې لپاره بیلابیل مارکونه شته چې په عبارت دي له
1:3 1:4 1:5 1:6
لمړی عدد یې شګه او دویم عدد یې سیمنټ دي
سوال:- : په پلستر کې د خلاصو ساحو کمونه د کومو قوانیو په اساس ترسره کیږي؟
په پلستر کې د خلاصو ساحو د کمونې لپاره باید تل دا څلور خبرې په یاد ولرو:-
د ګاډر اخري برخې،پاېې،تمبې او داسې نور د پلستر څخه نه کمیږي
هغه کوچنۍ ساحې چې (0.5m2) مساحت ولري د پلستر څخه نه کمیږي
هغه کوچنۍ ساحې چې مساحت یې د (0.5m2)څخه زیات او د (3m2)څخه کم وي، یو طرف سطحه کمیږي او یو طرف جمع کیږي
هغه خلاصې ساحې چې د (3m2) څخه زیاتې وي،نو د سطحې په دواړو طرفونو کې کمبود صورت نیسي،او باید څنګونه لاندی باندی جمع او ورعلاوه شي
سوال:- : د هغه کوچنیو ویښته ماننده درزونو علت ذکر کړئ،چې په پلستر کې منځ ته راځي؟
په شګه کې د خاورې موجودیت یا په اوبو کې د مالګې د موجودیت له امله منځ ته راځي همدارنګه د پلستر څخه د نه مراقبت او په مصالح کې د اوبو د زیاتیدو له امله هم منځ ته راځي
سوال:- : د پلستر ضخامت په دیوالونو او چتونو کې څومره وي؟
د پلستر ضخامت باید (1.5cm—2.5cm) حدودو کې وي
سوال:- : د هر 100m2(سل متر مربع) سنکارۍ د انګاف لپاره څومره مصالې ته ضروت دی؟
1.2m3 (۱.۲ متر مکعب)
Related Articles
د کمپیوټر لنډمهاله ذخیره یا ریم RAM
اوله برخه: د کمپيوټر د لنډمهاله ذخيرې (RAM) په اړه په زړه پورې مالومات رَم - RAM د کمپيوټر لومړنۍ حافظه او لنډمهاله ذخيره ده. د انګلېسي ژبې RAM کلمې بشپړ حالت Random access memory ده. رَم - RAM د کمپيوټر پر اصلي دړه يا مادر بورډ باندې وي. د ما...
۲۳۴ کلنه امریکا
۲۳۴ کلنه امریکا عمران اختر هر کال د جولای څلورمه د امریکا متحده ایالات د ازادۍ ورځ په مناسبت لمانځل کیږي. د امریکا متحده ایالات، 50 ایالتونه لري او په امریکا کې څه باندې ۳۳۰ میلیونه خلک اوسیږي چې دا د نړۍ دریم ډیر نفوس لرونکی هیواد دی. امریکا هم...
د اولاد تربیه او کورنی چاپېریال
زمونږ په ټولنه کې زیات مور و پلار په لوی لاس خپل اولاد د بې لارېتوب لوري ته کشوي، هغوی خپل اولاد ته خبرې د پېغور په ډول کوي. د مثال په ډول که کوم بچی یې له کوم تکړه ډاکتر څخه متاثره شوی وي او د پلار یا مور پر وړاندې ووایي چې که لوی شم زه به هم ډاکتر...
Recommended For You
وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه
وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...
د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه
هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...
که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ
ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...