هکینګ لاره Hacking Road Map

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
Nov 06, 2023
2 years ago
1,988 views
هکینګ لاره Hacking Road Map

د هکینګ شروع یعنې پیل Road map یا تګلاره؟  
هکینګ څنګه شروع او زده کړه یی پیل کړو❗

دا چې زیاتره دوستان دا پوښتنه کوی چې موږ ته دهکینګ کورس راکه یا هکینګ را زده کړه یا دهکینګ ویډیو ګانې راته ولیږه یا فسبوک څنګه هک کیږي طریقه یی راوښیه . 

ګوری دوستانو هکینګ دا ډول نه چې هر څوک دی راشي یو ویډیو دې ووینی او سمدستی دې هملته هکینګ وکړي.
 هکینګ خپله تګلاره لری. ما چې څومره بهرني دسیکیورټي کورسونه یا ویبسایټونه چې ددې برخې زده کړې وړاندې کوي. ټول یی همدا تګلاره پېشنهاد کوي نو تاسو هم که غواړي قدم په قدم په همدې لارې ورروان شی. 
چې دلته به یی په اړه معلومات درکړم 

🔰1:لومړۍ هغه څوک چې غواړي هکینګ زده باید دکمپیوټر سره ښه بلدتیا ولري مثلا وینډو باید ښه زده وي همدا شان افیس پروګرامونه او نور.
انګلیسي باید ښه وي ځکه چې مکمل کار په انګلیسي کیږی درسونه هم په انګلیسي وی که چیرې انګلیسی لږ ضعیفه هم وی بیا هم نه شی کول ددې کار لپاره باید لومړۍ انګلیسي قوي کړي .

🔰2:هغه څوک چې غواړی هکینګ زده کړي لومړی باید شبکه وپیژني په شبکه کې څه نا څه ابتدایی معلومات ولری لکه انټرنټ څنګه کار کوی په انټرنټ کې معلومات څنګه رد او بدل کیږيږي.
IP/TCP څه ته وایی
موډلونه وپیژني لکه /Osi
او شبکه په څو ډوله ده او داسې نور ..... 

🔰3: د (CEH (Certifide Ethaical Hacking 
دا داخلاقی هکینګ یوه نړیواله اداره ده چې په همدې نوم یو مشهور کتاب لری لومړی باید دغه کتاب ولوستل شي په دغه کتاب کې دهکینګ په اړه مکمل معلومات او دهکینګ مکمل اصطلاحات ددې کتاب دزده کړې نه  وروسته زده کولی شی.
په کتاب کې چې کوم کارونه ښودل شوی په هغه باید عملي کار ورسره وکړي په کمپیوټر کي.
او په هعه کې کوم مثالونه دي دهعه عملي کول دهکینک دابتدا لپاره مهم ګڼل کیږی 
په دې کتاب کې

⭕ Crypto Graphy 
⭕Web hacking 
⭕Application Hacking 
⭕System Hacking 
⭕Viruse
⭕Google Hacking 
⭕Information Gathring
⭕Exploit Tools
⭕Physical Hacking 

ددې پورته موضوعګانو پیژندنه او ابتدایی معلومات دي
دغه کتاب په انګلیسی ژبه دی خو فارسي ته هم ژباړل شوی او انګلیسی او فارسي ویډیویی زده کړه هم لري 
خو پښتو کې متاسفانه نه ویډیویی زده کړه او نه هم کتاب ژباړل شوی  
نو تاسو کولی شی دا نګلیسی یا فارسی منابعو څخه یی زده کړی

:🔰:4:د Kali Linx(کالی لینکس )     
کالی لینکس یو افریټینګ  سیستم دی مثلا لکه وینډوز خو دغه سیستم یوازې دهک امنیت او امنیت کارانو لپاره جوړ او ډیزاین شوی تاسې که غواړی چې هکینګ وکړی نو دکالی لینکس سره باید پوره بلدتیا ولری او په مکمل ډول یی زده کړی دا چې یو څه مشکل دی خوباید په دې سیستم کې پوره بلدتیا ولری 
دغه افریټینګ سیستم په واسطه کولی شی چې سیستم سکېن کړی په یوه سیستم کې اسیب پزیری پیدا کړی،دغه اسیب پزیری اکسپلویټ کړی، دیوه 
سیستم په هکله معلومات راجمعه کړی، اوداسې نور  .

🔰5:که تاسې پورته کارونه تر سره کړه نو دهکینګ ابتدایات مو ختم کړی وروسته ددغو پورته موضوع ګانو دزده کړې څخه تاسو یو تخصصي محیط ته داخلیږی 
اوس باید څه وکړو؟
هکینګ زیاتې حوضې لری چې  هره یوه حوضه یی پراخه، او کافي معلومات په کې لرل زیات مشکل کار دی نو تاسو باید اوس ځانته مسیر وټاکی چې تاسو په کوم حوضه کې کار کول غواړی دهکینګ لاندې مهمې برخو نومونه او څېړنه 
Web Hacking 
Application Hacking 
Android Hacking
System Hacking
Wirlses Hacking 

البته نورې هم زیاتې حوضې دی اوس باید په دغو برخو یوه دځان لپاره انتخاب کړی او دهمعې حوضې په هکله معلومات ترلاسه کړی دهمدعې موضوع کورسونه تعقیب کړی او په همدعه حوضه کې کار وکړی او مخته لاړ شی.
زه په  هره لیکنه تیارولو باندې زیات وخت لګوم یا یی دنورو ژبو څخه را ژباړم تاسو څخه هم یو هیله کوم چې پوسټ شریکوی ستاسو له ادرسه چې یو کس هم ددې برخې مینوال پیدا کیږي یا یوه هیوادوال ته پوهاوی رسیږي دا هم لویه خبره ده او ټول هیواد په ګټه ده ځکه په دې برخه کې دافغانانو پوهاوی ډېر کم دی نو هیله پوسټ شریکوی او نظر په کمینټ راسره شریکوی.

 

https://www.facebook.com/groups/778237890290858/permalink/1045297386918239/

Related Articles

Jul 08, 2020
4,778 views

د کورني کتابتون اغیزې

کتابتون د مختلفو چاپي اثارو د مجموعې او ټولګې ځای دی. په کتابتون کې د مختلفو لیکوالانو هر ډول لیکنې او خپرونې شتون لري، چې د هر ډول ذوق او سلیقې لرونکو لوستونکو لپاره پکې د لوستنې توکې موجود وي. کابتونونه ډېر زیات ډولونه لري، چې مشهور هغه یې عامه او...

Jul 23, 2023
1,166 views

ساحی انجینر ته اړین ټکی

هغه ترټولو اړین ټکي چې د ساحې انجینریې باید پام کې یې ونیسي . 1. هغه سیخان چې قطر یې له 36mm زیات وي پیوند کولو اجازه یې نشته .2. د نښلونکی یا ډاول سیخ قطر باید لږترلږه 12mm وي .3. په تهداب کې د کانکریټو په هر مترمکعب د سیخانو اندازه 56 kg څخه تر 89...

Feb 02, 2021
2,605 views

طنز یا په چاکلیټو کې مرچ!؟

طنز یوازې ټوکه نه ده، شعار نه دی، ساعت تېري هم نه ده او خبر هم نه دی، بلکې د سمون په موخه د نقد داسې ژبه ده چې روایت او کرکټرونه یې انساني دي طنز یوه عربي کلیمه ده چې د مکیز نخرو او ناز مانا لري او طناز هم له همدې کلمې څخه اخېستل شوی، چې زړه وړونکي...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,267 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,284 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,446 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...