په سرک کې جرۍ جوړېدنه (Ruttings)

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
Dec 14, 2023
2 years ago
1,075 views
په سرک کې جرۍ جوړېدنه (Ruttings)

په سرک کې جرۍ جوړېدنه (Ruttings)

جرۍ(ruts) د چرخ مسیر (wheel path) په امتداد د سطحې کېناستنه(depression) ده، چې د ترافیکي بارونو له سببه د فرش د طبقاتو یا په بستر کې د شکل د تغیر څخه وروسته رامنځته کیږي. د جرۍ په څنډو کې غوڅېدنه او یا د اسفالټو را پورته کېدنه(uplift) واقع شي. جرۍ د باران د اورېدو وروسته چې د باران د اوبو پواسطه ډکیږي، په ښه ډول مشاهده کیږي. جرۍ په اساسي ډول په دوه ډوله دي.

* د مخلوط له امله جرۍ کېدنه(mix rutting): دغه ډول جرۍ هغه وخت رامنځته کیږي چې د فرش په سطحه کې د تحکیم کارۍ(compaction) او مخلوط(mix) د مشکلاتو له امله کېناسته (depression) رامنځته شي, خو پدې حالت کې په بستر کې لا هم جرۍ نه وي رامنځته شوي.

** د بستر جرۍ کېدنه (subgrade rutting): دغه ډول جرۍ د فرش په بستر کې کېناستنه ده ، چې د ترافیکي بارونو له امله رامنځته کیږي( بستر کافي اندازه زغم وړتیا نلري).

جرۍ د هغوی اندازې ته په درې ډولونو باندې ویشل کیږي.

۱) په کمه اندازه(low): چې د چرخ مسیر په اوږدو کېناستنه د 1/8 انچ څخه کمه وي.

۲) منځنۍ(Moderate): چې د چرخ مسیر په اوږدو کېناستنه د 1/8 - 1/4 انچ پورې وي.

۳) په لویه اندازه(High): چې د چرخ مسیر په اوږدو کېناستنه د 1/2 انچ څخه زیاته وي.

#ممکنه لاملونه(Possible causes)

۱- د مخلوط نامناسب ډيزاین(Improper mix design): یعنې د قیر ډېر زیات مقدار، په زیات مقدار سره منرالي ډکونکي مواد( کوچني ذرات) او د زوایوي اګرېګېټو نامناسبه اندازه.
۲- کمزوري تقویه(Insufficient support)
۳- د ډیزاین بار څخه زیات د ترافیکو بارونه (Heavy traffic load)
۴- د جوړونې غیرمناسب پروسیجرونه(Improper construction prosedures)
۵- د ګرمو اسفالټو غیر مناسبه تحکیم کاري( insufficient compaction of HMA ): کله چې د جوړونې په مرحله کې اسفالټ په ښه شان سره تحکیم نشي، نو د ترافیکي بارونو له امله د وخت په تېرېدو سره متکاثف (dense) کیږي (جرۍ رامنځته کیږي).

#درملنه (Treatment)
1) Chip seal
2) Mill
3) Thin cold mix overlay
4) Thin hot mix overlay

Rutting in roads refers to the formation of deep, longitudinal grooves caused by repeated traffic loads. It can result from various factors, including poor road design, inadequate materials, or heavy traffic. Proper road maintenance and design improvements are crucial to address rutting issues.

Related Articles

Jan 12, 2022
2,095 views

که دا ځانګړنې مو خپلې کړې حتما بریالي کېږئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی په اراوپوهنه کې د پرمختګ او بریا لپاره فکري بلوغ (Maturity) ډېر اړین بلل کېږي؛ هغوی چې فکري پوخوالي ته ورسېږي، د پرمختګ اوږدې لارې په ډېر کم وخت کې طی کوي. نو که تاسو هم غواړئ بریالی ژوند ولرئ او پخپل ژوند کې چټک پرمختګ وکړئ، نو...

Jul 16, 2025
1,050 views

!!!!ناآشنا دوسته

ته زما د ژوند يو غوره او ښکلي فصل وي هغه فصل چي هيڅکله مي نه غوښتل پاي ته ورسيږې، خو بدبختانه د ليکلو په وخت کي د قلم رنګ خلاص شو او زموږ د ملګرتيا کتاب نيمګړي پاتي شو، ريښتيا غوښتل مي ووايم ما اميد درلوده زموږ کيسه داسي پای ته ونه  ورسيږي، اصلا دا ه...

Feb 25, 2024
996 views

ځلیدونکي کانکریټ

ځلیدونکي کانکریټ –ډولونه ،کارول او ګټې . Burnished Concrete – Types, Uses and Benefits انجینر فرید عاطفځلیدونکي کانکریټ دودیز کانکریټ دي چې له دوه ځلې زیات ګلماله کیږي څو د کانکریټو سطحه سخته جوړه شي –داسې کانکریټ مداومت لرونکې وروستی پوخ او ځلیدونک...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,257 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,283 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,436 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...