زکام د مخنیوی لپاره ۵ اسانه لاری

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
Dec 26, 2023
2 years ago
1,842 views
زکام د مخنیوی لپاره ۵ اسانه لاری

د زکام د مخنیوی لپاره ۵ اسانه لاری!

د زکام عام اعراض تبه، د سر درد، وچ ټوخۍ، د عضلاتو درد،  بندو درد، د ستونې درد او د پزې څخه د افرازاتو بهیدل دی، هر کال په میلینونو انسانان په زکام اخته کیږی چی د یوی هفتی په جریان کی دوباره جوړیږی مګر د یوشمیر خلکو د مرګ سبب هم کیږی.

هغه ۵ لاری چی د زکام په مخنیوی کی مهم رول لری:

#واکسین
هرکال د زکام ضد واکسین اخستل د زکام او د زکام د اختلاطاتو د مخنیوی تر ټولو ښه لار ده. دا واکسین د حامله میندو لپاره ډیر مهم دی، هغه ماشومان چی د ۶ میاشتو تر ۵ کالو عمر ولری او د پاخه عمر لرونکو خلکو او د طبي خلکو لپاره هم مهم دی.

پیاد ولری کچیری د زکام د واکسین له تطبیق وروسته مړه تبه او کم سر دردی ولری نو په واکسین کوم مشکل نسته ځکه دا نورمال عکس العمل د واکسین دی او د یوی یا دوه وروځو وروسته دا مشکلات لمنځه ځی

#لاسونه_پاک_ومینیځئ
د لاسو پاک پرېولل نه یوازی دا چی د زکام په مخنیوی کی رول لری بلکی ددی ترڅنګ د نورو انتاناتو په لمنځه وړلو کی هم مهم رول لری نو لاسونه په منظم ډول په صابون او اوبو باید و مینځل سی.

#په_پزه_خوله_او_سترګو_لاس_او_ګوتي_مه_وهئ!
زیاتره انتانات چی زموږ وجود ته داخلیږی هغه د سترګو، خولي او پزی د لاری داخلیږی نو کچیری منتن لاس ددی درو ځایو سره په تماس کی راځی، انتان ډیر ژر وجود ته داخلیږی. تر خپله وسه باید کوښښ وسی چی لاس د پزی، سترګو او خولي سره په تماس کی را نسی، بیا هم که ضرورت یی وی پدی حالت کی باید لاس پاک و مینځل سی او بیا استعمال سی.

#هغه_شخص_چی_زکام_وی_د_هغه_څخه_لېری_اوسیدل“
زکام ساری مرض دی، په ډیری اسانی سره د ناروغ څخه روغ شخص ته انتقالیږی نو هغه اشخاص چی په زکام اخته وی د هغوی څخه باید لېری اوسئ.
په زکام اخته اشخاص چی کله وترنجي او یا وټوخي پدی وخت کی په زیات شمیر د زکام ویروسونه محیط ته خپروی او دا ویروسونه چی کله روغ شخص تنفس کړي هغه هم په زکام اخته کوی.

#کچیری_ناسم_احساس_کوی_استحراحت_وکړئ“
نه یوازی په زکام بلکی په ډیرو نورو امراضو کی هم باید استحراحت وکړئ تر څو وجود مو د د مرض عامل په اسانی سره لمنځه یوسی.

Related Articles

Feb 18, 2021
3,812 views

د ملاریا نښې، لاملونه او درملنه

ژباړه ـ ریاض مقامزی لکه څرنګه چې تاسو پوهېږئ د اوړي په نږدې کېدو سره د ملاریا ناروغۍ پېښې هم ډېرېږي. موږ هم درک کړه، چې تاسو ته د دې ناروغۍ په باره کې اړین معلومات چمتو کړو، ترڅو د خپل ځان او خپلې کورنۍ روغتيا  ته ځانګړی پام وکړئ. د لیکنې ترپایه به...

Jan 02, 2021
3,219 views

پښتانه او ناسم تعبیرونه، څومره يې د پښتنو په شخصیتونو ناوړه تاثیر کړی؟

ولې پښتانه او په ټوله کې افغانان تل د بدبختیو او ناخوالو سره لاس او ګریوان دي؟ ولې مو د یو نسل نه بل نسل ته دا ناخوالې وغځېدې او نسلونه نسلونه مو په بدبختيو کې رالوى او ختم شول؟ ولې د نړۍ یو بل هیودا له داسې نه ختمیدونکي ناورین سره ندی مخ شوی؟ ایا دا...

Jun 02, 2021
3,711 views

د ممیزو روغتيايي ګټې

ممیز د وچو مېوو په ډله کې یوه خوندوره مېوه ده؛ له چایو سره د خوړلو ترڅنګ په ګرمو سیمو کې ترې خوندور شربت هم جوړېږي. دا مېوه ګڼې روغتيايي ګټې، له ځينو به یې دلته یادونه وشي. ممیز تر یوه بریده ګلوکوز لري. نو ځکه د وینې لوړ فشار ټيټولای شي او ستاسو د ز...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,983 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,204 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,192 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...