ستاسې دخوښې وړ تشناب ډیزاینولو لپاره  لس عناصر 1

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
Feb 25, 2024
2 years ago
1,179 views
ستاسې دخوښې وړ تشناب ډیزاینولو لپاره  لس عناصر 1

ستاسې دخوښې وړ تشناب ډیزاینولو لپاره  لس عناصر 10 Elements for Designing Your Ideal Bathroom:  
د فعال تشناب ډیزاینول.Designing a Functional Bathroom  
کله چې ستا د کور خبره راځي نو هلته یو شمیر ځایونه شته چې خصوصي دي لکه تشناب.دا یوازې د فعال ضرورت خبره نه ده،دا د یو کس خصوصي حریم دی.چیرته چې هره ورځ ځې.دیو داسې تشناب جوړول چې انساني ضروت لپاره مناسب وي او هم د خوښې او ذوق برابر وي  ځینې سپارښتنې باید په پام کې ونیول شي..دلته به د یو خوښې وړ تشناب لپاره اساسي عناصر لږ تشریح کړو.
 لومړی. د ذخیرې حل لارې. په ترتیب برابر او شوقي. . Storage Solutions: Declutter and Delight
هیڅوک ګډوډ او بې ترتیبه تشناب نه خوښوي. په تشناب کې ښکلې المارۍ ،ښکلي روکونه اود خپلو اړینو شیانو د ساتلو لپاره په کې  په ښکلي انداز تاقچې   جوړې کړۍ .کله چې ځای کم وي  د شیانو ستتلو لپاره عمودي تاقچې ستاسې لپاره مهم وي.منظم او په ښه ترتیب جوړ شوی تشناب یو سولیز چاپیریال دی .
دوییم .د ځای په ځای کولو مسله:تشناب د مثلث په شکل کار کوي. . Layout Matters: The Bathroom Work Triangle.
ایا تاسې اوریدلي چې تشناب د مثلث په شکل کار کوي؟،ددې مانا ده چې په تشناب  کې د بیلابیلې برخو موقیعتونو داسې ځایونه غوره شي او   ترتیب شي چې هلته په کې حرکت اسانه وي.د لاس وینځلو لوښې ،خپله کمود او شاور داسې ترتیب سره ځای په ځای شي چې یو نه بل ته د ضرورت په وخت کې  غیر ضروري قدمونو اخستو ته اړتیا نه وي.
دريیم .د ستر جوړول. . Privacy Revamp: Your Personal Haven  
په تشناب کې ستر مراعتول زیات مهم دي.د کمود خونې او شاور لپاره ګلداره ښیښه وکاروۍ .ددې سره سربیره پردې هم واچوۍ  او ورسره ورسره د په دروازو او کړکیو کې د اواز نیوکي مواد وکاروۍ.
څلورم. تازه هوا تازه ماغذه : تهویه مهمه ده. . Fresh Air, Fresh Mind: Ventilation is Key 
تهویې ته کله ناکله  لږه پاملرنه کیږي خو باید په یاد ولرو چې د د تشناب د ښه روغتیايي چاپیریال لپاره د اغیزمن اګزاس نصبول اړین دي. که شونې وي کړکۍ ته داسې موقعیت غوره کړۍ چې طبیعي هوا وردننه شي.د اګزاس په نصب سره به په تشناب کې نم کم شي او بدبويي به ورکه شي.
پنځم : خپله فضا روښانه وساتۍ : پوښ لرونکي رڼا  . Light up Your Space: Layered Lighting Magic 
خپل تشنابونو په ښه شکل روښانه کړۍ . د روښنایي لپاره مناسب ګروپونه ولګوۍ چې هم   لیدل په کې اسانه وي او ډیر ځای ونه ونیسي ورسره په څنګ کې ټول د روښنایي ګروپونه مناسب پوخونه ولري .د تشناب ټول اړخونه او کونجونه باید روښانه وي.
شپږم.د موادو مسله.مداومت باید د ښکلا سره برابر وي. . Materials Matter: Durability Meets Aesthetics  
د تشناب مواد په احتیاط غوره کړۍ.مداومت لرونکي ،د اوبو ضد خاصیت ولري،لکه طبیعي ډبرې ،سرامیک ټایلونه ،د اوبو ضد لرګي ،ښکلی فرش .
 
 
اوم .نصبول د خوندیتوب لپاره. ذوق له موخې سره یوځای. . Fixtures for the Win: Style with Purpose 
تشناب کې چې هرڅه نټ او بولټ کیږي او نصبیږي باید د ښکلا ترڅنګ مضبوط هم وي.وسایل باید داسې نصب شي چې هم ښه کار وکړي او مداومت ولري.هڅه وشي تشناب کې نصب کیدونکي وسایل لکه شاورونه ،حوض او نور ښه کیفیت لرونکي وي.داسې وسایل نصب کړۍ چې د اوبو ضایع کیدو مخنیوی وکړي.
اتم .خوندیتوب لومړی دی: د هر عمر کس لپاره ډیزاینول.  Safety First: Designing for All Ages   
د خوندیتوب مسایل په پام کې نیول حیاتي مسله ،په ځانګړي ډول هغو لپاره چې په کور کې ماشومان او پاخه عمر خلک لري.فرش باید داسې جوړ شي چې پرې ښوویه کیدل ونه شي او داسې ترتیب برابر شي چې د هر عمر کس ترې استفاده وکولی شي. 
نهم .شخصي توجه :خپل ذوق بیان کړۍ . . Personal Touches: Infuse Your Style
دا د ځان لپاره برابر کړۍ .شخصي توجه او شخصي ذوق د رنګونو د ترتیب ،جوړښت  او وسایلو له لارې برابر کړۍ.تشناب داخلي جوړښت ستاسې د ذوق استازیتوب کوي.
لسم . سټندرډ اندازې.              . Standard dimensions
سټندرډ سایز وسایلو کارول هم ستاسې وخت او هم پیسې سپما کوي.په مارکیټ کې د تشناب سټنډرډ وسایل سامانونه پیداکیږي.که چیرې همدا سټنډرډ وسایلو ته په تشناب کې ځای په پام کې ونیول شي اړتیا به نه وي تاسې فرمایش ورکړۍ .ځکه د فرمایش ورکول به مو هم پیسې ضایع کړي او هم وخت.

انجینر فرید عاطف

Related Articles

May 23, 2021
2,096 views

ناقل و منقول

ناقل و منقول مصطفی عمرزی به باور اکثر افغان های فعال در عرصه ی سیاست و اجتماع، اگر ضعف های آشکار بعضی از به اصطلاح رهبران ما نمی بود، مسایلی به اهمیت ملی، متنازع نمی شدند تا در بازار آن، جلوتر از همه، بعضی از به اصطلاح نماینده گان ما ابله شوند و با...

Jun 02, 2023
1,415 views

ونې ته لیک

ونې ته لیک د ګنګا سپېڅلي سیند تر څنګ ویدۀ وم چې د څانګو سُر او تال دي زما د زړه غوږونه وتخنول. د غږ سندریز وږم دي لکه د سهار مهربانه نسیم ورو ورو زما د ذهن په ډاګ راګ خپور کړ، د زړه له دهلیزونو مې آرکستر جوړ شو او هره ورځ پکې ستا د افسانوي حسن سمفون...

Aug 02, 2021
3,021 views

اورلګېدنه ولې رامنځته کېږي؟

اور لګـــېدنه اور لګېدنه کومه نوې پديده يا کومه نوې اصطلاح نده بلکې د( چاپېريال ساتنې علم) يوه لويه برخه تشکيلوي. په اکثره هيوادونو لکه اسټراليا یا ترکیه کې د ځنګلونو اور لګېدنه د ونو او نورو نباتاتو لپاره د  ژوند د دوران يا Life Cycle  يوه اړينه بر...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,297 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,292 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,472 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...