To start downloading books

Please sign in or create an account.

د کاریزماتيک شخصيت ځانګړنې

د کاریزماتيک شخصيت ځانګړنې

"کاریزما" یوه ځانګړې وړتيا ده، په کومه کې چې تاسو نور خلک تر خپل تأثیر لاندې راوستلای شئ. دا یو داسې مهارت دی، چې کولای شئ زده یې کړئ، تقویت ورکړئ او نورو ته یې هم وښيئ. اکثره کاریزماتیک شخصيتونه بریالي وي او د خپل شاوخوا خلک ترې خوښ وي. 
 موږ په خپلې کورنۍ، ټولنې، پوهنتون، دفتر او ګڼو نورو ځايونو کې داسې شخصیتونه پېژنو. دا چې څنګه موږ هم د هغوی په څېر نور تر خپل تأثیر لاندې راولو او محبوبيت پيدا کړو، په دې لیکنه کې به پرې پوه شئ.

 د کاریزماتيک شخص ځانګړتياوې

که تاسو هم غواړئ، چې کاريزماتيک اشخاص شئ نو لاندې ذکر شوي ځانګړتياوې په بشپړ غور ولولئ او پر خپل ځان يې هم تطبيق کړئ.

 ۱. پر ځان باور 
 کاریزماتيک اشخاص تل پر ځان باور لري. له هېڅ سخت کار څخه نه په شاه کېږي خو دا باید ووايو، چې هېڅکله بې فکره اقدام نه کوي. تل هڅه کوي چې د خپل اقدام لپاره دلایل ولټوي او پوه شي، چې دغه کار یې په ګټه دی او که نه. دا چې پر ځان باور د بریا لپاره د لومړني شرط په توګه پېژندل کېږي نو ځکه خو دا  ډول اشخاص په خپل کورني او کاري ژوند کې تل خوښ او بریالي وي.

 ۲. آرام چلند
 له نورو سره په اړيکو او چلند کې خورا آرام وي. تل په سړه سينه ځواب ورکوي. همدارنګه احساسات تر خپلې ولکې لاندې ساتي. کاریزماتيک اشخاص پوهېږي، چې آرام چلند تر هر څه ډېر ددوی په ګټه دی. دوی وايي: آرامې اوبه په غره کې لارې باسي. رښتيا هم همداسې ده. په هر کار په زور نه کېږي، خو اکثره کارونه په آرامه کولای شو. له نورو سره آرام چلند دې ډول اشخاصو ته ځانګړی محبوبیت ورکړی.

 ۳. ښه اورېدونکی
 ښه اورېدونکي د هر چا خوښېږي او هر څوک ورته د زړه خبرې کوي. کاریزماتیک اشخاص ډېر اوري او لږ وايي. همدارنګه کله چې تاسو ورته غږېږئ په ډېر ځير سره ستاسو خبرې اوري. تاسو ته دا احساس درکوي، چې ستاسو خبرې ورته د اهمیت وړ دي. همدارنګه دا ډول اشخاص په کاري چاپېریال کې د کار د ښه والي په موخه د خپلو همکارانو مشورو ته اهميت ورکوي.

 ۴. همېشنۍ مسکا
 د کاریزماتيک اشخاصو د محبوبیت بل سبب د هغوی خندانه څېرې دي. دوی تل مُسک وي. که غږېږي، که غلي وي او یا کوم بل حالت کې وي همېشه یې تندی یې ورین وي. ددوی په لوري کتل انسان ته ډاډ او آرامښت وربښي. 

 ۵. د خلکو نومونه
 موږ او تاسو تر ډېره د هغو خلکو نومونه نه یادوو، چې لږ ورسره مخ کېږو. مګر کاریزماتيک اشخاص دې ټکي ته خاص اهميت ورکوي. هغوی تل کوښښ کوي، چې د خلکو نومونه یاد کړي. آن د داسې خلکو نوم هم پوښتي چې پوهېږي نور ورسره نه مخ کېږي.

 ۶. بخښنه 
 کاریزماتيک اشخاص هېڅکله د غچ اخیستلو فکر نه لري. که تاسو هر څومره بد وکړئ په بدل کې یې بد نه کوي. بخښنه کول یو له هغو مهمو ځانګړنو څخه ده، چې دا ډول اشخاص یې لري.

Related Articles

څنګه یو سکالرشیپ ته بریالي کیدلای شو؟

زمونږ د زده کړو سیستم ته په پام سره له هیواده بېرون زده کړې کول د هر زده کوونکي ارمان وي. خو دا چاره لګښت غواړي او د هر چا د وس کار نه دی! که تاسو په دې فکر یاست نو اشتباه مو کړې. د نړۍ په کچه د زده کړو په زرګونو سکالرشیپونه شتون لري چې ممتازو زده کوونکو ته د زده کړو لپاره وړیا امکانات او پیسې ورکوي. مونږ چې د ممتازو زده کوونکو خبره کوو، نو دا په...

د بریالیتوب رازونه!

هر څوک غواړي بریالې اوسې، دا ډیره ښه او عالې هیله ده، دغه هیلي ته رسیدل کوم نابغه توب، جادو، منتر یا معجزه نه غواړي، یوازې یو څه زحمت او د یو څو ساده کارونو ترسره کول غواړي. دلته په څو هغه لارو چارو غږیږو که عملې شي د بریالیتوب تضمین مو کیدلی شې: ویره او ډار له زړه وباسئ؛ یو عالم وایې" کله چي د ممکن په معني وپوهیدم نو پوه شوم چي ناممکن هیڅ معني...

سرحوض بند - فاریاب

۱۶.  د سرحوض بند - فاریاب:دا بند د میمنې ښار څخه ۵۵ کیلومتره لېرې په سویل کې موقیعت لري. چې د ګوګل مپ انځورونو په ۳۵.۶۰۵۴۱۶ او ۶۴.۸۰۶۱۷۶ کوردیناتو کې د لیدو وړ دی. بند د سنګ کارۍ، پخو خښتو او مصالې څخه جوړ شوی ۱۰.۴ متره لوړوالی او د ۱۰۰ مترو شاوخوا اوږدوالی لري. د اوبو زېرمه یې ۴۰ میلیون مترمکعبه ښودل شوې (ممکن صحیح نه وي. نوټ: صحیح یې ٥ میلیونه ده...

Recommended Articles

عثمان کاکړ څنګه ووژل شو؟

پښتونخوا ملي عوامي ګوند ادعا کوي چې د دغه ګوند صوبايي مشر عثمان خان کاکړ وژل شوی دی او دوی سره دې لړ کې کافي ثبوتونه شته. یو شمېر نورو ځايي سیاسي ګوندونو هم د یاد ګوند ملاتړ کړی او د بلوچستان صوبايي حکومت وايي، د پېښې په هکله به څېړنه کوي. د یادونې ده چې د روانې جون میاشتې پر ۱۷ نېټه ویل شوي و، چې د عثمان خان کاکړ سر سخت ټپي شوی دی. له پېښې وروست...

د وينا پر مهال د وېرې او فشار ختمول

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا چې موږ انسانان ټولنيز ژوند لرو، نو اړ یو چې د خپلو اړتياوو او مفکورو د وضاحت لپاره وغږېږو. خبرې کول زموږ د ژوند په هره برخه کې لیدل کېږي. په کور، کلي، دکان، ښار، مکتب، ښوونځي او ګڼو نورو ځايونو کې موږ خبرې کوو او خپل پپغام نورو ته رسوو.   ځينې خلک بیا د خبرو او وينا پر مهال تر وېرې او فشار لاندې وي. نه شي کولای خپل پيغام او...

په ځوانۍ کې د ويښتانو سپينېدل او درملنه

د ويښتانو سپينېدل اکثراً د زړښت معنا ورکوي نو ځکه خو انسان د خواشينۍ احساس کوي؛ مګر دا لا ډېره خواشينوونکې وي، چې په ځوانۍ کې مو ويښتان سپين شي. په طبیعي توګه د سپين پوستو ويښتان نسبت تورپوستو ته ژر سپینېږي. معمولاً په سپين پوستو کې د ويښتانو سپينېدل د ژوند د څلورمې لسیزې په لومړيو کې پيلېږي، مګر په نورو نژادونو کې دا حالت د څلورمې لسیزې په وروستيو...