لمریز تختې څنګه برېښنا تولیدوي؟
سولر پینلونه د فوتوولټیک (PV) حجراتو څخه جوړ شوي چې د لمر وړانګې جذبوي. کله چې د لمر فوتونونه دې حجراتو سره ټکر وکړي، الکترونونه خوشې کېږي او په پېنل کې د برېښنا جریان په شکل حرکت کوي. معنی دا چې سولر د لمر رڼا ته اړتیا لري نه ګرمې هوا ته. بله دا چې که د ورېځو اغېز ترې لېرې شي، سولر ژمۍ او اوړی یو ډول برېښنا تولیدوي.
دا برېښنايي جریان د مستقیم جریان (DC - چې افغانستان کې ورته مړ برق وایي) په ډول تولیدېږي. خو زموږ په کورونو او دفترونو کې ډېر توکي د متناوب جریان (AC) برېښنا کاروي. له همدې کبله د سولر پینلونو تولید شوې DC برېښنا د انورټر له لارې AC ته بدلېږي. دې پروسې سولر پېنلونه د پاکې او نويېدونکي انرژۍ یوه مؤثره سرچینه ګرځولې، چې د چاپېریال ساتنې لپاره هم ګټوره ده.
د ۱۹ پیړۍ په پای کې برېښنا لومړی د مستقیم جریان DC په ډول توماس ایډیسن اختراع کړه. ایډیسن DC برېښنا د وېش لپاره معیاري وبلله. خو د اوږدې فاصلې په لېږد کې یې لوی محدودیتونه لرل، ځکه چې ځواک یې د مسیر اوږدېدو له کبله لږ کېده او دې ستونزې یې پراخ وېش غیر مؤثره کاوه.
وروسته نیکولا ټیسلا د متناوب جریان (AC) ټیکنالوژي رامنځته کړه. AC کولی شول اوږدو واټن کې د ځواک کمېدو پرته ولېږدول شي. دې کار لویه اسانتیا رامنځ ته کړه ځکه له فابریکو یې مصرف کوونکو ته د برېښنا لېږد مساعد کړ. ادیسن او ځینو نورو پرې سختې نیوکې وکړې. بالاخره AC د اوږد واټن د لېږد لپاره عملي او بریالی شو.
خو اوسمهال د سولر پېنلونو د ډېرېدو له کبله د برېښنا توزیع بدلېدونکې ده ځکه سولر پېنلونه د مصرف کوونکي تر څنګ برېښنا تولیدولی شي.
په افغانستان او نورو سیمو کې ځینې وسایل اوس د سولر پینلونو څخه مستقیم DC برېښنا کاروي، چې د تبادلې اړتیا کموي او موثریت لوړوي. د سولر پینلونو برېښنا په مستقیم ډول په DC-پاور شویو وسایلو لکه LED څراغونو، DC پکو، ایرکندېشنونو، مرکز ګرمیو او نورو کوچنیو برقی توکو کې کارېدلی شي. دا ډول مستقیم استعمال د انورټر اړتیا له منځه وړي او د تبادلې په پروسه کې د انرژۍ ضایعات کموي.
#ساینس زده کړئ!
www.x.com/assemmayar1
Related Articles
مبارزه د خفګان سره
🟥 مبارزه د خفګان سره ! 1 - هېڅکله په کور کې له څو ساعتونو زیات یوازې مه اوسئ . 2 - کله چې مهمې پرېکړې کوئ ، له هغه چا سره مشوره وکړئ چې په دې برخه کې تخصص/ تجربه ولري . 3 - خپل سهار ښه وخورئ ، د بېلګې په توګه له بستره وختې پورته شي او وختې ویده ش...
سطح مساحت په اړه عمومی معلومات
د سطح مساحت په اړه عمومی معلومات : #هکتار (Hectare): یو هکتار مساوي ده له 5 جریب سره (hectare = 5 jirib )یو هکتار مساوی ده له 2.471 ایکر سره (hectare = 2.471 Acre)یو هکتار مساوی کیږی له 100 بسوه (hectare =100 Biswa )یو هکتار مساوي کیږی له 2000 بسواس...
چیګوارا؛ له طبابت نه تر انقلابه!
ژباړه ـ ریاض مقامزی د نړۍ په سیاست، ادبیاتو، فلسفې او ګڼو نورو برخو کې داسې پېژندل شوي څېرې تېر شوي، چې د نړۍ نږدې ټول وګړي پرې ویاړ کوي او له نامه سره یې اشنا دي. موږ وپتېیله چې د همدې نوموتو څېرو د پېژندنې لړۍ پیل کړو. تاسو به ددې لړۍ په لومړۍ لیک...
Recommended For You
وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه
وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...
د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه
هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...
که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ
ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...