لمریز تختې څنګه برېښنا تولیدوي

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
Jul 18, 2024
1 year ago
1,307 views
لمریز تختې څنګه برېښنا تولیدوي

لمریز تختې څنګه برېښنا تولیدوي؟ 
سولر پینلونه د فوتوولټیک (PV) حجراتو څخه جوړ شوي چې د لمر وړانګې جذبوي. کله چې د لمر فوتونونه دې حجراتو سره ټکر وکړي، الکترونونه خوشې کېږي او په پېنل کې د برېښنا جریان په شکل حرکت کوي. معنی دا چې سولر د لمر رڼا ته اړتیا لري نه ګرمې هوا ته. بله دا چې که د ورېځو اغېز ترې لېرې شي، سولر ژمۍ او اوړی یو ډول برېښنا تولیدوي.
دا برېښنايي جریان د مستقیم جریان (DC - چې افغانستان کې ورته مړ برق وایي) په ډول تولیدېږي. خو زموږ په کورونو او دفترونو کې ډېر توکي د متناوب جریان (AC) برېښنا کاروي. له همدې کبله د سولر پینلونو تولید شوې DC برېښنا د انورټر له لارې AC ته بدلېږي. دې پروسې سولر پېنلونه د پاکې او نويېدونکي انرژۍ یوه مؤثره سرچینه ګرځولې، چې د چاپېریال ساتنې لپاره هم ګټوره ده.
د  ۱۹ پیړۍ په پای کې برېښنا لومړی د مستقیم جریان DC په ډول توماس ایډیسن اختراع کړه. ایډیسن DC برېښنا د وېش لپاره معیاري وبلله. خو د اوږدې فاصلې په لېږد کې یې لوی محدودیتونه لرل، ځکه چې ځواک یې د مسیر اوږدېدو له کبله لږ کېده او دې ستونزې یې پراخ وېش غیر مؤثره کاوه.
وروسته نیکولا ټیسلا د متناوب جریان (AC) ټیکنالوژي رامنځته کړه. AC کولی شول اوږدو واټن کې د ځواک کمېدو پرته ولېږدول شي. دې کار لویه اسانتیا رامنځ ته کړه ځکه له فابریکو یې مصرف کوونکو ته د برېښنا لېږد مساعد کړ. ادیسن او ځینو نورو پرې سختې نیوکې وکړې. بالاخره AC د اوږد واټن د لېږد لپاره عملي او بریالی شو.
خو اوسمهال د سولر پېنلونو د ډېرېدو له کبله د برېښنا توزیع بدلېدونکې ده ځکه سولر پېنلونه د مصرف کوونکي تر څنګ برېښنا تولیدولی شي. 
په افغانستان او نورو سیمو کې ځینې وسایل اوس د سولر پینلونو څخه مستقیم DC برېښنا کاروي، چې د تبادلې اړتیا کموي او موثریت لوړوي. د سولر پینلونو برېښنا په مستقیم ډول په DC-پاور شویو وسایلو لکه LED څراغونو، DC پکو، ایرکندېشنونو، مرکز ګرمیو او نورو کوچنیو برقی توکو کې کارېدلی شي. دا ډول مستقیم استعمال د انورټر اړتیا له منځه وړي او د تبادلې په پروسه کې د انرژۍ ضایعات کموي.
#ساینس زده کړئ!
www.x.com/assemmayar1

Related Articles

Jun 02, 2023
967 views

چین ته د لویو پروژو ورکولو تاوانونه

توجوو توجوو!زه چین ته د لویو پروژو ورکولو یا ورسره ډیر اقتصادي تعلقاتو جوړولو مخالف یم. چین داسې یو هیواد دی چې ښه ډیر قرض درکوي خو وروسته دې د هیواد مهم ځایونه لکه معدنیات او بندرونه په قرض کې درنه نیسي. په همدې تخنیک یې نیمه افریقا نیولې. همدارنګه...

May 04, 2021
2,358 views

ښاغلے ارواښاد ملک حاجی وصلي خان اُتمان خېل

د اتمان خېل قبیلې سر لښکر، د جرګو او مرکو مشر ښاغلے ارواښاد ملک حاجي وصلي خان په کال 1902 کښې په ضلع مهمند تحصیل امبار اُتمانخېل د لویه شاه په کلي کښې د ملک ظفر خان په کور کښې ځېګیدلے وۀ، د پلار نوم یې ظفرخان وۀ، د نیکه نوم یې محمودخان، د هغه دَ پلار...

Dec 18, 2021
5,536 views

حجره څه شي ته ویل کېږي!؟

لیکنه ـ وړانګه اکبر   پېژندنه: حجره د سایتوپلازم او هستې یوه کتله ده،کومه چې د یوې غشا په واسطه احاطه شوې ده.حجره داسې یو مایکروسکوپیک جوړښت دی چې د ژوندیو موجوداتو جوړښتیز او دندیز واحد ګڼل کېږي.ډېری حجرې شونې ده چې یوازې یوه حجره ولري او یا له یوې...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,025 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,213 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,225 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...