To start downloading books

Please sign in or create an account.

Waheed Zaheer 3 months ago 473
د پوهې درې اساسي مرحلې

د پوهې درې اساسي مرحلې

د ماشوم نړۍ ته راتګ د یوې تشې پاڼې په څېر دی، یو سپین کاغذ چې د ژوند چاپېریال پرې خپل اغېز پرېږدي. هغه څه چې ماشوم یې په کور، ښوونځي او ټولنه کې زده کوي، د هغه لومړنۍ پوهه او شخصیت جوړوي. دا زده کړې ښې هم کېدای شي او بدې هم، ځکه ماشوم له وړاندې د انتخاب ځواک نه لري. خو کله چې انسان ځواني ته ورسيږي، هغه په ارادي ډول د زده کړې توان ترلاسه کوي. له دې وروسته د هغه د ودې سفر خپله په انتخاباتو، تحلیل او زده کړو پورې تړلی وي.

 

کتابونه د پوهې د نړۍ لومړنۍ دروازې دي. که غواړې نړۍ درک کړې، که غواړې خپلې کمزورۍ پیاوړې کړې او که غواړې د یو ښه ژوند لپاره ښه لارې چارې زده کړې، نو کتابونه د سفر پیل دی. په کتابونو کې د زرګونو کلونو تجربې او پوهه خوندي ده. هره پوښتنه چې لرې، هره موضوع چې زده کول غواړې، هر ځواب چې دې لټولی دی، په کتابونو کې یې موندلی شې.

 

کله چې موږ کتاب لولو، زموږ د تحلیل او فکر کولو وړتیا لوړېږي. د یوه کتاب لوستل یوازې د معلوماتو ترلاسه کول نه دي؛ دا د فکر کولو تمرین دی. کتاب موږ ته مرسته کوي چې هر څه وڅېړو، خپلې زاویې ورکې پیدا کړو او د ژوند په بیلابېلو اړخونو کې خپله لاره معلومه کړو.

 

د پوهې درې مرحلې

د ژوند په بېلابېلو پړاوونو کې د پوهې ترلاسه کولو لارې بیلابیلې دي:

   1.   لومړنۍ مرحله – کتابونه:

په پیل کې، کله چې ډېر امکانات نه لرو، کتابونه زموږ ملګري وي. ښه کتابونه لوستل موږ د ژوند د مختلفو اړخونو په اړه پوهوي او د نړۍ له پرمختګونو سره بلدتیا راکوي.

   2.   دویمه مرحله –مشاهده، ګرځیدنه او سفر:

کله چې امکانات برابر شول، سفر وکړه. نړۍ وګوره، د بیلابیلو کلتورونو او خلکو تجربې ووینه، ترڅو د خپل فکر زاویې نورې هم پراخې کړې. سفر د ژوند هغه کتاب دی چې هر څپرکی یې د زده کړې نوی درس لري.

   3.   درېیمه مرحله – عملي تجربه:

تر ټولو غوره زده کړه د عمل له لارې ده. هغه څه چې دې په کتابونو کې زده کړي او د سفرونو په اوږدو کې لیدلي، په عمل کې یې تجربه کړه. ژوند هغه وخت په ریښتینې توګه زده کېږي چې خپله یې تجربه کړی.

 

پایله

د پوهې سرچینه یوازې کتابونو یا تجربو پورې تړلې نه ده، بلکې د یو انسان د زده کړې اراده غواړي. هغه څوک چې غواړي ځان بدل کړي، د کتابونو د نړۍ له حکمتونو یې پیلوي، سفرونو کې یې ګوري او ژوند کې پرې عمل کوي. نن یې له کتابونو پیل کړه، سبا سفر وکړه او بله ورځ یې عملي تجربه کړه.

Related Articles

زلزلې  ضد ودانیو جوړولو لپاره 13   لارښوونې

د زلزلې  ضد ودانیو جوړولو لپاره 13   لارښوونې .   13 Tips to Make a Building Earthquake Proof  زلزله څه شی دی.زلزله د ځمکې هغه ټکانونه دي چې په ځمکه کې دننه د زیرمه شوې انرژۍ د ناڅاپه پریښودو له امله منځ ته راځي .دا زیرمه شوې انرژي په هر طرفه د شعاع په شکل خپریږي او د زلزلې څپې منځ ته راوړي.  زلزله یوه داسې طبیعي پیښه ده چې خپله  څوک نه وژني ،د زل...

د روژه ماتي او پېشنمي پر وخت دې ټکو ته پام وکړئ!

ژباړه ـ ریاض مقامزی   دا چې د روژې مبارکه میاشت ده؛ نو ښه به وي چې پر دې مهمو مسایلو پوه شئ او د روژه ماتي او پېشنمي پر مهال دغو ټکو ته پام وکړئ. پدې توګه به مو روغتيا تضمینه شي او له روغتيايي ستونزو سره به مخ نه شئ. • له خرما، اوبو، شیدو، د مېوې تازه جوس، سوپ او يا ښوروا سره روژه ماته کړئ. • په روژه ماتې کې فقط روژه ماته کړئ؛ ډوډۍ یو یا دوه ساع...

هګۍ کومې روغتیايي ګټې لري؟

ژباړه ـ ریاض مقامزی د هګيو روغتيايي ګټې له هغه ډېر زیات دي، چې تاسو یې په اړه کوم فکر لرئ.  په دې لیکنه کې به د هګيو پر ګڼو روغتيايي ګټو پوه شئ! هګۍ یو له هغو ګوتو په شمار خوراکي توکو څخه ګڼلای شو، چې "قوي خواړه" یې بولو. هګۍ له هغو مغري توکو څخه ډکه ده، چې ټول انسانان ورته په خپل غذايي رژيم کې اړتیا لري. له دې وړاندې چې د هګيو پر روغتيايي ګټو م...

Recommended Articles

که دا عادتونه خپل کړئ له غربت څخه خلاصېږئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا به سمه خبره وي، چې شتمني له قسمت سره تړلې ده؛ خو دا خبره هم هېڅکله غلطه نه ده، چې ستاسو عادات په دې برخه کې رغنده رول لري. که تاسو هر څومره ډېرې پیسې ولرئ؛ مګر پر مصرف، پانګونې او نورو لاروچارو پوه نه شئ ډېر ژر به مو غربت د کور تر دروازو ورسېږئ. یا که ډېر غریب هم یئ؛ مګر دا لارښوونې عملي کړي، نو ډېر امکان شته، چې له غربت څخه...

د وينا پر مهال د وېرې او فشار ختمول

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا چې موږ انسانان ټولنيز ژوند لرو، نو اړ یو چې د خپلو اړتياوو او مفکورو د وضاحت لپاره وغږېږو. خبرې کول زموږ د ژوند په هره برخه کې لیدل کېږي. په کور، کلي، دکان، ښار، مکتب، ښوونځي او ګڼو نورو ځايونو کې موږ خبرې کوو او خپل پپغام نورو ته رسوو.   ځينې خلک بیا د خبرو او وينا پر مهال تر وېرې او فشار لاندې وي. نه شي کولای خپل پيغام او...

خېټه څنګه کوچنۍ کړو؟

د نارینه او نجونو لپاره تر ټولو بد مرض د خېټې د وازدو ډېرېدل او غټېدل دي چې نه یې یوازې ښکلا ته زیان رسوي، بلکې صحت ته یې هم ستونزې جوړوي. نن درته د خېټې د کوچني کولو داسې طریقې در ښیوو چې د ډېر ورزش ستړیا به هم نه ورسره ګالۍ او په تکلیف به هم ورسره نه شئ. د ورځې پیل د لیمو په جوسو وکړئ، نیم لیمو په یو ګیلاس اوبو کې زبېښل او څښل یې په حجراتو کې...