سړک جوړولو لپاره د قیر محاسبات او مهم معلومات

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
Dec 01, 2025
3 months ago
1,102 views
سړک جوړولو لپاره د قیر محاسبات او مهم معلومات

👷  د سړک جوړولو لپاره د قیر محاسبات او مهم معلومات Eng Shahazadulhaq Ashna 1️⃣ په هر ټن اسفالټ کې ۵۰ کیلو ګرامه قیر استعمالېږي.2️⃣ په هر متر مکعب اسفالټ کې شاوخوا ۲۳۰۰ کیلوګرامه مواد وي، چې له دې څخه نږدې ۱۱۲ کیلو ګرامه قیر وي.3️⃣ یو متر مکعب اسفالټ د ۵ سانتي مترو (۲ انچ) ضخامت په صورت کې شاوخوا ۲۰ متر مربع سطحه پوښي.یعنې په هر متر مربع کې شاوخوا ۵.۵ کیلو ګرامه قیر راځي.4️⃣ یو متر مربع اسفالټ (۵ سانتي ضخامت) نږدې ۱۱۵ کیلوګرامه وزن لري.5️⃣ د اسفالټ اچولو څخه مخکې باید پریمکوټ وشي.قیرپاش په هر متر مربع کې ۱۲۵۰ ګرامه (۱.۲۵ کیلو) قیر د پریمکوټ لپاره شینډي.6️⃣ د قیر اړتیا د اسفالټ په مختلفو طبقو کې داسې ده:د اساس قیری (Prime coat): ۰.۹ کیلو ګرام/م²د آستر اسفالټ (Binder course): ۱.۱ کیلو ګرام/م²د رویې اسفالټ (Top course): ۱.۲ کیلو ګرام/م²د سړې اسفالټ (Cold mix): ۰.۹ کیلو ګرام/م²🟦 په یو متر مربع ساحه کې د پریمکوټ اندازه څومره ده؟د انکشاف دهات وزارت د تخنیکي مشخصاتو له مخې:د پریمکوټ توصیه شوې اندازه: 0.8 – 1.4 لیتره پر متر مربعخو په واقعي ساحوي شرایطو کې ښه نفوذ لپاره:۱.۲ – ۱.۸ لیتره پر متر مربع پریمکوټ سپارښتنه کېږي.په دې اندازه سره قیر د Base Course طبقې دننه ښه penetration کوي او د Base او د اسفالټ ترمنځ قوي Bonding رامنځته کوي.🌡️ د پریمکوټ د اچولو د هوا لازمي حرارتد هوا حرارت باید له ۱۵°C څخه کم نه وي.که حرارت ۱۵ درجې څخه ټیټ وي:قیر په بېس کورس کې ښه نفوذ نه شي کولی.په یخ موسم کې د اسفالټ اچول سپارښتنه نه کېږي.کله چې حرارت ۱۵°C وي، نو:پریمکوټ باید د بېس کورس په طبقه باندې تر ۷۵ ساعتونو پورې پرېښودل شي څو ښه جذب شي.🛢️ د پریمکوټ د موادو ترکیبکه د قیر او کیروسین مخلوط استعمالېږي:په هر ۱۰۰۰ لیټره پریمکوټ کې:۴۰۰ لیټره قیر (%40 Bitumen)۶۰۰ لیټره کیروسین (٪60 Kerosene)🧹 د پریمکوټ د اچولو د تیارۍ لارېمخکې له دې چې پریمکوټ واچول شي، Base Course باید:پاک کاری وشي (د کمپرسور په واسطه).رطوبت ونه لري (سطحه باید وچه وي).⚠️ د بېس کورس د رطوبت ستونزېکه د بېس کورس سطحه نم وي، لاندې ستونزې پیدا کېږي:په اسفالټ کې درزونه (Cracks) رامنځته کېږي.د درنو موټرو د بریک له امله د اسفالټ سطحه لکه بورې پورې کش کېږي (Shoving) او پړسوب رامنځته کېږي.دا د دې نښه ده چې اسفالټ او Base Course سره سم Bond شوي نه دي.یا Brooming (صفایي) سم نه وي شوی.🧱 د Core Cutting په وخت د Bonding اندازه کولکه د Core نمونې له اخیستلو سره یو څه بیس کورس مواد هم راووځي، نو Bonding ښه دی.که یوازې اسفالټ راووځي او Base پرې پاتې شي، نو دواړه طبقې سره نه دي تړل شوي.

Related Articles

Sep 09, 2021
3,547 views

د ګټورې مطالعې لارې چارې

مطالعه کتنې او لوستلو ته وایي. د یو شي, یو کار, یو شخص او یوه ځای د وضعیت د څرنګوالي کتنه, د کتاب, چاپی یا ناچاپه اثارو لوستلو ته مطالعه وایي.  کله چې د یوه شي په اړه سوچ کېږي , په غور او ځیر ورته کتل کېږي, د هغه د اصلي محتوا او پیغام په اړه تفکر ته...

Feb 09, 2023
1,414 views

د مینې میاشت

د مینې میاشت عمران اختر البته، د هرې بلې موضوع په پرتله د مینې په اړه ډیر څه لیکل شوي، د مینې په اړه د شعرونو نه ختمیدونکي بهیر، ډرامې او فلمونه او کتابونه شتون لري چې په هره برخه کې د مینې جلا جلا مفاهیم روښانه شوی دي. په اصل کې مینه صبر ده، مینه...

Jan 12, 2022
2,059 views

که دا ځانګړنې مو خپلې کړې حتما بریالي کېږئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی په اراوپوهنه کې د پرمختګ او بریا لپاره فکري بلوغ (Maturity) ډېر اړین بلل کېږي؛ هغوی چې فکري پوخوالي ته ورسېږي، د پرمختګ اوږدې لارې په ډېر کم وخت کې طی کوي. نو که تاسو هم غواړئ بریالی ژوند ولرئ او پخپل ژوند کې چټک پرمختګ وکړئ، نو...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,941 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,188 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,164 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...