دیرش ارزښتمن نصیحتونه

Y
Yasir Takal
Author
Dec 09, 2020
5 years ago
4,216 views
دیرش ارزښتمن نصیحتونه

 ۱_ ورځ مو دسهار په لمانځه،او داللهﷻ په ذکر پېل کړئ بریالیتوبونه به مو قدمونه ښکل کړي.

۲_ همېشه کوښښ وکړئ چې استغفار ډېر ولولئ، ځکه دغه کار مو شیطان دځان وژنې تر بریده ناهیلې کولای شې.

۳_ هیڅکله دعا مه پریږدئ ،ځکه دعا دژغورنې رسۍ ده.

۴_ تل په یاد لره چې فرشتې دي خبرې لیکي ،نو داسې څه مو وایه چي ورسته پرې پښېمانه شې.

۵_ تل خوشبین اوسه، که څه هم ډېرو ستونزو محاصره کړي یې،ځکه هر ماښام سهار لري، او هره ستونزه دحل لار.

۶_ که دغمونو او مصیبتونو تر برېد لاندې راغلې دغه کلمه ډېره لوله: لااله الاالله

۷_ په خپلو پېسو دغریبانو او فقیرانو دعاوې واخله.

۸_ اوږدې سجدې کوه، ځکه اوږدې او له ويري ډکي سجدې، بهتره دي له دنګو ماڼیو څخه.

۹_ تر خبرو کولو مخکي فکر کوه، ځکه ځیني کلمې وژونکي وي.

۱۰ _ دمظلوم له اه او ښیراوو ځان وساته ځکه د اللهﷻ او دمظلوم د اه ترمنځ هېڅ پرده نشته.

۱۱_ که کتابونو، مجلو ،او ورځپاڼو ته وخت نه لرې خیر دی خو دقران کریم تلاوت هېڅ کله مه پرېږده.

۱۲_ دخپلې کورنۍ دزغم او ډاډ سبب اوسه.

۱۳_ دخدایﷻ درضا لپاره له خپل نفس سره مبارزه کوه ځکه نفس تل داسې غوښتنې کوي چې د الله ج دنارضاتیا سبب ګرځي.

۱۴_ دمور او پلار لاسونه ښکلوه، دغه کار جنت ته، د تګ لپاره یو سبب کیدلی شي.

۱۵_خپل زاړه کالي فقیرانو ته ورکوه ځکه ستا زاړه کالي دهغوی لپاره نوي دي.

۱۶_ تل کوښښ وکړه خوښ ژوند تیر کړي، ځکه ژوند تر هغه چې ته یې فکر کوې ډیر لنډ دی.

۱۷_ د دعا دقبلیدو لار دې دګناه په وسیله مه تړه.

۱۸ _ که هر څومره سخته او مصیبت کي يې لمونځ وکړه الله ﷻ به دي مرسته وکړې.

۱۹_ دټولو غمونو لامل له الله ﷻ سره واټن دي، ختم یې کړه چي الله ﷻ دي غمونه ختم کړي.

۲۰_ که چا دي غیبت وکړ خیر دی خپګان کولو ته اړتیا نشته ځکه په خپل لاس خپلي نیکۍ تاته درکوي.

۲۱_ دجهنم اور او سختۍ رایاد کړه دغه کار دي له ګناه کولو منع کولای شې.

۲۲_ که غواړي چي نېکمرغي ترلاسه کړي کتابونه مطالعه کوه.

۲۳_ سباترهغې پریږده چې راشې دسبادحوادثوپه اړه مه پوښته ځکه ته همدانن ورځ بوخت یې! ننۍ ورځ نغده اوسبانۍ ورځ نسیه ده.

۲۴_ مه خفه کېږه! د لمر تاو په یخ سیوری سره وژل کېږی، د غرمې تږی او جل وهلی په یخو اوبو خړوبېږی او وږی په ډوډۍ مړېږی، بې خوبی په خوب او ناروغی په روغتیا سره دوا کېږی! ته لږ صبر وکړه، نو الله تعالی به خیر کړي.

۲۵_خلکو ته سینه پراخه کړہ د نیکیو په لارښود او معلم مُحَمَّد ﷺ کی غورہ صفت ھمدا وو چي ھغه خپله سینه د خلکو پر وړاندی پراخه کړي وہ.

۲۶_ له تا سره همېشه د ځواکمنو، ځواکمن او د غنیانو، غني؛ الله تعالی مل دی، هیڅ وېره مکوه.

۲۷_ همېشه لمونځ کوه، ځکه هغه ستا سره قبر ته تلوونکی دی.

۲۸_ صدقه کوه، ځکه صدقه تر ټولو ښه کار دی او تر نورو ښه صدقه؛ ښه او نېکه خبره کول دي.

۲۹_ کله چي دي له چا څخه خپل غیبت واورېده، نو هغه ته ووایه " له خدایه ووېرېږه.."

۳۰_ د الله ﷻ او د نبي کریم(صلی الله علیه وسلم) مینه اختیار کړه.

Related Articles

Oct 08, 2023
1,335 views

جرمني هیواد د دولتي او شخصي پوهنتونو پرتله

استاد سکندر ځدران  #تحصیلي_مشورهد جرمني هیواد د دولتي او شخصي پوهنتونو پرتله جرمني کې دولتي او شخصي پوهنتونونه دواړه خپلې ځانګړنې لري. دلته د دواړو په هکله مهمو ټکو ته اشاره کوم څو د تحصیل مینوالو ته پدې هکله یو روښانه انځور وړاندې شي.  1. مالي سر...

Jan 21, 2021
2,707 views

!د عاشقۍ جالبه کیسه

د عاشقۍ جالبه کیسه! یو هلک په یوې دیندارې نجلۍ ميين و، څه موده پس نجلۍ بل چا سره واده وکړ، هلک د غمونو په سمندر کې ډوب شو، د ژوند شيبي ډيرې ترخې شوې، بالاخره په ډير همت نجلۍ ته یې يو ليک واستوو، ګرانې! ډيره هڅه مي وکړه، چې واده درسره وکړم، خو د قسمت...

Jan 15, 2022
1,689 views

کشران مو داسې وروزئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی   دا د افغاني او پښتني کورنيو دود دی، چې کشران د مشرانو لخوا تربیه کېږي او دوی ته د ژوند، اړیکو، خبرو او نورو مواردو په هکله پوهاوی ورکول کېږي؛ مګر له بده مرغه په اکثرو کورنیو د کورنۍ هر مشر غواړي چې کشران یې د هغه په څېر شي او ی...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,465 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,349 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,599 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...