To start downloading books

Please sign in or create an account.

د مالګې عمده زيانونه

د مالګې عمده زيانونه

آیا کله مو داسې خواړه خوړلي، چې مالګه په کې کمه او یا بېخي نه وي؟ که خوړلي مو وي، حتما به یې بېخوندي تر اوسه په یاد لرئ. مګر دا هم مه هېروئ، چې ډېره مالګه خوړل مو روغتيا ته زیان رسوي. موږ په دې لنډه لیکنه کې هڅه کړې، چې د مالګې عمده زیانونه درته روښانه کړو. 

 ۱. د وينې فشار مو لوړوي

مالګه تر ډېره ستاسو د وينې فشار لوړوي، تر دې پورې چې ستاسو د زړۀ د درېدو او د زړه اړوندو نورو ناروغيو ته لاره هواروي. 
 د ډېر عمر لرونکو خلکو تقریبا یو پر درېيمه برخه د وینې د لوړ فشار ستونزه لري، چې اساسي علت یې د مالګې نا مناسب استعمال دی. که غواړئ د وينې فشار مو منظم اوسي، د مالګې استعمال کم کړئ او تر څنګ یې هره وره منظم ورزش کوئ. که نور هېڅ نه وي د نيم ساعت لپاره پلی تګ کولای شئ. 

 ۲. د معدې سرطان

هغوی چې په خوړو کې یې د مالګې کچه ډېره وي، نسبت هغوی ته چې لږه مالګه کاروي، ډېر په خطر کې دي. که تاسو په مسلسله توګه ډېره مالګه خورئ، همدومره مو د معدې پر سرطان د اخته کېدو ګواښ لوړېږي.
 هیلکوباکتر پيلوری، هغه باکتریاوي دي چې د معدې په سرطان او نورو ناروغيو کې رول لري. ډېره مالګه ستاسو د معدې استر ته زیان رسوي او په همدې توګه مو معده ددې باکتریاوو پر وړاندې خپل مقاومت له لاسه ورکوي. همدارنګه باید په ياد ولرئ، چې نارینه د ښځو په پرتله ډېر خطر کې واقع دي. 

 ۳. د وزن ډېرښت

په اوس وخت کې د نړۍ ډېر وګړي د وزن له ډېروالي کړېږي. د وزن ډېرښت پر يوه جدي روغتيايي ګواښ بدل شوی. که څه هم مالګه د وزن پر ډېروالي مستقیماً اغېز نه لري خو یوه لاره برابروي. که تاسو ډېره مالګه خورئ نو ژر به د تندې احساس کوئ. د تندې پر وخت اکثره خلک خواږه مشروبات څښي، چې په پایله کې ورځ تر بلې یې وزن ډېرېږي او له جدي ستونزې سره مخ کېږي. 

 ۴. د پښتورګو اختلالات

د پښتورګو تيږه یوه دردناکه ناروغي ده، چې له بده مرغه ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال کې ده. عمده لامل یې هم مالګه ده. دغه ناروغي هغه وخت لا ډېره خطرناکه کېږي، چې ناروغ د وینې لوړ فشار هم ولري. دغه دواړه عوامله ددې سبب کېږي، چې له بدنه اضافي کلسیم دفع نه شي، چې زیاد کلسیم په پښتورګو کې د تيږې د جوړېدو سبب ګرځي. 
 پر دې سربېره د وینې لوړ فشار ددې سبب کېږي، چې پر پښتورګو ډېر زور راشي او پښتورګي له ګڼو ستونزو سره مخ کولای شی. 

 ۵. د نفس تنګۍ ستونزه

تقریبا له هرو ۱۱ ماشومانو یو تن، او له هرو دولسو لویانو یو تن له تفس تنګۍ ځورېږي. دا جوته ده، چې یاده ستونزه مستقیما د مالګې له کبله نه ده خو د مالګې رول په کې اساسي دی.
 د یوې څېړنې پايله چې ددې ناروغۍ ناروغان په کې تر کتنې لاندې نيول شوي وو، ښيي: "هغوی چې د مالګو کاروونه یې کمه کړه، ډېر ژر عادي حالت ته ګرځېدل."
 د یادولو ده، چې لویان باید د ورځې له ۶ ګرامو ډېره مالګه و نه کاروي او کوچنيان باید له دې هم کمه اندازه وټاکي. همدارنګه له یو کلنۍ ښکته ماشومان د ورځې له ۱ ګرام څخه ډېرې مالګې ته اړتيا نه لري، دا هغه اندازه ده، چې د مور له شیدو ترلاسه کېدای شي.
 روغتياپالان وړانديز کوي، چې په خپل غذايي رژيم کې د مالګې اندازې ته جدي توجه وکړئ، تر څو روغتيا مو تضمين اوسي. 

Related Articles

په ماشومانو/کشرانو کې د جرأت روزنه

لیکنه ـ ریاض مقامزی   په افغانستان کې اکثره ماشومان له بې جرأتۍ ځورېږي. دوی د نورو په مخ کې له خبرو، ډوډۍ خوړلو، کار کولو او خپل احساس/نظر بیانولو څخه وېره لري. شاید فکر وکړئ، چې دا چاره طبیعي ده؛ خو داسې نه ده. اصلا له ماشومانو سره د کورنیو د مشرانو ناسم چلند/اړیکې ددې سبب کېږي، چې دوی خپل جرأت له لاسه ورکړي. کېدای شي د کورنيو مشران دا چاره عادي...

هوا څه شی دی ؟

موږ او تاسې څخه راچاپېره هوا د اکسيجن او ناېتروجن ( عناصرو) څخه جوړه ده . اکسيجن په نړۍ کې ( نه ېوازې د انسان بلکې تقريبآ ټولو ژوندیو موجوداتو )د ژوند کولو لپاره تر ټولو زیات مهم او اساسي عنصر دی .انسان کولی شي د خوړو پرته شاوخوا شپږ اونۍ ژوند وکړي ؛ بې له اوبو څه کم او زېات 100 ساعته ژوند ممکن دی ، خو د اکسيجن په نشت کی انسان له څلورو - پينڅه دقېق...

کوچني او د منځني کچې کاروبارونه؛ پېژندنه، ستونزې او اوس‌مهال يې اړتیا

کوچني او د منځني کچې کاروبارونه؛ پېژندنه، ستونزې او اوس‌مهال يې اړتیا  عبدالوافي نایبزی   دا خبره نوره بېخي واضېح ده، چې خصوصي سکټور Private Sector د افغانستان د اقتصاد د ماشین رول لري، کوچني او منځني تشبثات یا SMEs بیا د دې خصوصي سکټور د ملا تير دی، د افغانستان ۸۰٪ سلنه خصوصي سکټور په هم‌دا ډول کوچنیو او منځنیو کچو تشبثاتو ولاړ دی. کوچني او د م...

Recommended Articles

څنګه کولای شو ښه شخصيت ولرو؟

 په دې لیکنه کې به تاسو هغه لارښوونې ولولئ، چې تاسو ځانګړي کوي او خلک به مو شخصيت ته درناوی لري.   خپل ظاهر ته ارزښت ورکړئ د هرې اړیکې په شروع کې ظاهري شکل خورا اړین فکټور ګڼل کېږي. په هاروارډ پوهنتون کې ترسره شوې څېړنه ښيي، چې انسانان ظاهر ته په کتو په لومړۍ ليدنه کې د مقابل لوري په اړه له ۳ نه تر ۷ ثانيو پورې  قضاوت کوي.  ددې لپاره چې ځانګړي و ا...

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو، چې د هرچا د خوښې وړ وګرځي؟پر پوستکي مختلف داغونه د مختلفو عواملو له امله پیدا کېدی شي لکه د لمر د وړانګو له امله، د ځینو درملو د استعمال له امله او یا کېدای شي د عمر په زیاتېدا سره هم ځینې نښې نښانې را څرګندې شي. په همدې اساس د هر عامل له وجې د پوستکي د داغونو درملنه هم په جدا ډول سره کېږي، چې باید توپیر یې وشي، لکه...

له مطالعې سره څنګه ځان عادت کړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی د هر لوستي ځوان لپاره دوامداره مطالعه ډېره اړينه او مهمه ده. که تاسو دوامداره مطالعه کوئ، ذهن به مو فعال وي او هېڅکله به په وینا کې له بندښت سره مخ نه شئ. ددې ترڅنګ مطالعه ګڼې نورې ګټې هم لري. موږ نه غواړو، چې تاسو ته د مطالعې پر ارزښت وغږېږو. یوازې غواړو، تاسو ته ددې لارښوونه وکړو، چې څنګه دوامداره مطالعه خپل عادت وګرځوو. آیا...