د حافظې د پیاوړتیا څو لارې

Y
Yasir Takal
Author
Dec 29, 2020
5 years ago
6,625 views
د حافظې د پیاوړتیا څو لارې

حافظه زموږ د ژوند مهمه برخه او ځانگړنه ده. درس څخه نیولی د سودا اخیستلو لېست پورې، هر انسان د ژوند هره برخه کې غوره او پیاوړې حافظې ته اړتیا لري. څېړنو ښودلې ده چې موږ کولی شو د امکان تر حده حافظه پیاوړې کړو.

دلته به په څو هغه لارو چارو وغږیږو چي په عملې کولو سره یې کولای شو دقوي حافظې څښتنان شو:

ښه خوب: خوب د حافظې د پاوړتیا لپاره اړين دی، د خوب کموالی د حافظې د کمزورتیا لامل کیږي، ځکه زمونږ مغز د شپې هم کار کوي، د خوب پر مهال حافظه ځواکمنیږي، او ورسره خاطرې بيا ژوندۍ کیږي او فعالیږي، د دغو کارونو د نه ترسره کولو له کبله مغز د ورځې په اوږدو کې د معلوماتو د ساتلو وړتیا له لاسه ورکوي.

طب پوهان وايي، د خوب کموالی د اعصابو کمزورتیا ده او د اعصابو کمزورتیا د حافظې متزلزله کېدل دي. خوب د انسان د روغتیا لپاره تر هر څه ځکه ګټور دی، چې د عصبي سیسټم د بېلابېلو برخو د اړیکو په پیاوړتیا کې مهم رول لوبوي. طب پوهان وايي، که د خوب د کموالي له کبله د عصبي سیسټم اړیکې کمزورې شي، نو حافظه دومره کمزورې کوي، چې د ډېرو کمو څيزونو ساتل هم ورته ګران تمامیږي. شپه چې څنګه د الله تعالی له لورې د خوب لپاره پيدا شوې ده، همدا شان په دې وخت کې خوب د نورو وختونو له خوبونو څخه روغتیا ته ډېر ګټور دی. پر همدې اساس صحي څېړونکي هم وايي، چې د شپې له خوا د ۸ ساعتونو په اوږدو کې خوب کول د انسان روغتیا او حافظه پیاوړې ساتي. که د شپې له خوا مو خوب پوره نه شو، نو د ورځې باید د لږ وخت لپاره ویده شئ! خو د شپې خلا نه شي پوره کولای.

دماغ په کار اچول: د مثال په توګه هره ورځ د قران کریم یو ایات یادول، یو حدیث شریف یادول، د نورو ژبو زده کړه، نوي مهارتونه او کسبونه زده کول، سختو سوالونو ته ځواب پیداکول او دېته ورته نور کارونه تر سره کول ترڅو دماغ په کار ولوبږي او د یاداښت وظیفه تقویه کړي.

د التهابونو درملنه: باید، چې په بدن کې د هر ډول زخمونو درملنه په وخت سره وشي؛ کنه نو امکان لري، چې په دماغو کې د ځینو خلایاو د تخریب او له منځه تللو سبب شي، چې دا چاره وروسته په حافظه هم بد اعیز کوي.

ښه خواړه خوړل: ښه او غني خواړه د مغز وړتیا زیاتوالي کې ډیر زیات رول لري. لکه څرنګه چې ذهني فعالیتونو لپاره ډیرې انرژۍ ته اړتیا ده؛ نو ضروری ده چې ښه خواړه وخورو ترڅو مغز مو د انرژۍ او ویټامینونو له کمبود سره مخ نشي. باید کوشش وکړئ چې دقیق غذاي مواد وخورئ. امینو اسیدونه او انټي اکسیدانت ډیر زیات مهم دي. همدارنکه ویټامین E چې د اکسیجن په رسونه کې ډیر مرسته کوي. بادام، چارمغز، پلي، تازه او په کافي اندازه اوبه.

دماغي بوج کمول: کله چې تاسې داسې کار ترسره کوئ، چې دماغ ستړی کوي نو خپلو دماغو ته لږ وخت ورکړئ چې ارام وکړي، یا په بل داسې کار باندې اخته شئ چې دماغي ستونزه ونه لري او دغه ستړیا مو را کمه کړي.

ورزش کول: په ځانګړي ډول پياده ګرځېدل او بایسکل باندي ګرځېدل د یاداشت د تقویې لپاره ګټور ورزشونه دي. په برطانیه کې د یوې شوې وروستۍ مطالعې په وینا د ورځې یواځې لس دقیقې چټک مزل کول دماغي قدرت پیاوړی کوي، په ځانګړي ډول هغه سیمې کومې چې دماغو کې د ستونزې حلولو مسؤلیت لري. دا څیړنه د برطانیې په ویسټرن اونټاریو پوهنتون کې ترسره شوې وه.د څیړنې پایلې ته رسیدلو لپاره څیړونکو د هغو کسانو څخه چې د ورځې په جریان کې يې سړې هوا ته تمرین کولو تجربه وکړه، لکه د لسو دقیقو لپاره چټک مزل کول او یا هم د لسو دقیقو لپاره بایسیکل چلول. په دماغ کې د سپورت او تمرین اغیز نظارت لپاره څیړونکو د وسایلو په کارولو د اجرائیوي دندو لکه تمرکز او پریکړه کول تعقیب کړل. څیړونکو وموندل، هغه کسان چې سپورت کوي ددماغ فعالیت یې پیاوړی وي، په ځانګړي ډول په دماغو کې هغه سیمې کومې چې تمرکز، پریکړې او د ستونزو د حل مسؤلیت په غاړه لري.

لمر ته کیناستل: د حافظې د پیاوړتیا لپاره یو مهمه چاره د لمر د وړانګو اخیستل دي ؛که چیرته په کافي اندازه د لمر وړانګې نه اخلئ پر مغز مو مستقیماً تاثیر کوي. د لمر وړانګې چې کله پر بدن ولګیږي؛ بدن په طبیعي ډول ویټامين ډي جوړوی، دغه ویټامين د مغز د فعالیت سره ډیر مرسته کوي ترڅو په ښه شکل فعالیت وکړي او همدارنګه د مغز د زر زړیدو موده کې هم د پام وړ کموالی راولي. زیات لمر مو پوستکې ته ضرر رسولی شي خو که چیرته کافي لمر وړانګې وانخلئ ممکن په مغز مو تاثیر وکړي. نو هر سهار او یا هم مازیګر له خوا تر ۳۰ دقیقو پورې د لمر وړانګو ته کینئ. که چیرته په دې نه توانیږئ چې کافي اندازه د لمر وړانګې واخلئ؛ کولای شئ چې تاسو د ویټامین ډي په دوایی شکل ترلاسه کړئ ترڅو ضرورت مو پوره شي.

په منظمه توګه فکر کول: په منظم ډول په یوه مسئله کې فکر کول د حافظې د تقویې سبب کیږي، په موقته توګه په یوه مسئله کې فکر کول د دماغو د ارام تر څنګ د اوږد مهالې یادښت لامل جوړیدلی شي.

دچرګو هګۍ خوړل: هګۍ د کولینو په نوم له موادو ډکې دي، همدارنګه د بي ویټامین لري. له هګیو تر لاسه کیدونکې کولین ستاسو مغز د هغې پروسې لپاره کاروي چې د حافظې د پیاوړتیا او عصبي حجرو ترمنځ د ارتباط سبب کیږي. همدارنګه هګۍ د پروتینو له پلوه هم بډای دي چې عصابو ته مهم دي. له دي سربیره نوري هم ډیري لارې چارې شته که په سم ډول عملې شې پرمټ یې کولای شو د قوي حافظې څښتنان شو.

Related Articles

May 23, 2021
2,099 views

ناقل و منقول

ناقل و منقول مصطفی عمرزی به باور اکثر افغان های فعال در عرصه ی سیاست و اجتماع، اگر ضعف های آشکار بعضی از به اصطلاح رهبران ما نمی بود، مسایلی به اهمیت ملی، متنازع نمی شدند تا در بازار آن، جلوتر از همه، بعضی از به اصطلاح نماینده گان ما ابله شوند و با...

Dec 11, 2021
4,186 views

آیا د کرونا واکسین رښتیا هم د نارینه وو جنسي وړتيا کمزورې کوي؟

ژباړه ـ ریاض مقامزی   په دې وروستیو کې د کرونا ضد واکسینونو په اړه بېلابېلې اوازې خپروې شوي دي، چې ډېری یې په جنسي اړیکو پورې اړه لري. یو له دې اوازو څخه دا ده، چې ویل کېږي د کرونا ضد واکسین د نارینه وو سپرم کمزوري کوي او دوی له شنډوالي سره مخ کوي....

Nov 26, 2020
5,119 views

هغه خواړه چې د کولمو په سرطان له اخته کېدو څخه مو ژغوري

د کولمو سرطان یوه خطرناکه ناروغي ده، چې آن د انسان د ژوند په بیه هم تمامېدای شي. ددې لپاره چې خوراکي توکي طبیعي او اورګانيک خواړه دي نو د سرطان د مخنيوي په برخه کې ډېر ګټور ثابتېږي. که ستاسو د کورنۍ کوم غړی او یا هم خپلوان مو په دې ناروغۍ اخته وي، حت...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,431 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,333 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,571 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...