په دې کړنو سره خپل هاضمي سيستم سالم وساتئ!

R
Riaz Muqamzai
Author
Jan 09, 2021
5 years ago
4,569 views
په دې کړنو سره خپل هاضمي سيستم سالم وساتئ!

ژباړه ـ ریاض مقامزی

د هاضمي سیستم فعالیت ته په پام سره هېڅوک ددې دستګاه پر اهميت سترګې نه شي پټولی. د بدن د نورو اکثرو برخو روغتيا د معدې او د هاضمۍ سیستم له روغتيا سره تړلې ده. یعنې که تاسو د معدې تکلیف پيدا کړئ نو لرې نه ده، چې په ډېرې چټکۍ سره پر ځينو نورو ناروغيو هم اخته شئ.
 له همدې امله مو اړينه وګڼله، چې تاسو ته په دې اړه لازمې لارښوونې ولرو. 

 ۱ - کوښښ وکړئ د خولې او غاښونو پاکوالي او روغتيا ته ځانګړی پام وکړئ. ځکه چې غاښونه او خوله د هاضمي سیستم یوه برخه ده. که غواړئ معده او نور غړي مو سالم پاتې شي خپلو غاښونو او خولې ته خاصه پاملرنه وکړئ. 
 ۲ - سالم خواړه وخورئ. هغه خواړه چې ستاسو معدې ته زیان رسوي، ځان ترې وساتئ. 
 ۳ - د خوړو په مصرف کې نظم او ترتیب ته پام وکړئ. یعنې دا منل شوې خبره ده، چې په ۲۴ ساعتونو کې درې وخته خواړه خوړل ستاسو معدې ته زیان نه رسوي. خو ددې درېيو وختونو په خوړو کې اندازې او وخت ته باید پام وشي. تاسو باید د سهار او ماسپښين په پرتله د شپې کم خواړه وخورئ. 
 ۴ - خواړه سم وژوئ. تاسو باید هڅه وکړئ، چې خواړه په ښه شکل وژوئ. په دې توګه ستاسو معده سالمه پاتې کېږي. ځينې خلک ژر ـ ژر خواړه خوري او ډوډۍ سمه نه ژوي. نو ځکه خو ډېر ژر د معدې تکلیف پيدا کوي. 
 ۵ - خواړه په مناسبه اندازه وخورئ. ډېر خواړه خوړل ستاسو معده خرابوي. روغتيا پالان غوښتنه کوي، چې د خوړو خوړلو په وخت کې مخکې له دې، چې ماړه شئ خواړه بس کړئ.
 ۶ - له هغو خوړو ځان وساتئ، چې ستاسو په معده کې ستونزه پيدا کوي. دا تاسو پورې اړه لري، چې پيدا کړئ! کوم خواړه مو د معدې درد پيدا کوي. ځکه چې ځينې خلک هر ډول خواړه خوړلای شي او ځينې نور بیا له ځينو خوړو پر وړاندې مقاومت نه شي کولای او معده یې په درد کېږی. 
 ۷ـ آرام ذهن هم خورا مهم دی، که تر فشار لاندې یئ نو خواړه مه خورئ. روغتيا پالان وايي، خپل ذهني آرامي پر ځای کړئ، وېره او تشویش مو هېر کړئ او بیا د ډوډۍ خوړل پيل کړئ. 
 ۸ ـ تنوع؛ په خوړو کې بدلون هم ستاسو هاضمي سیستم د روغتيا لپاره ډېره مهمه ده. تل یو ډول خواړه خوړل هم د معدې په زیان دی. کوښښ کوئ په غذايي رژيم کې بدلون حتمي کړئ. 
 ۹ - له هغو اوبو چې په پاکوالي یې ډاډه نه اوسئ، مه څښئ. همدارنګه د نا مينځل شويو مېوو او سبزیجاتو له خوړلو هم ډډه وکړئ. 
 ۱۰ - له اندازې ډېرو سرو کړو او یا هم خامو خوړو له خوړلو ځان وساتئ. ډېر سره شوي او یا هم خام خواړه مو د هاضمي سیستم په زیان دي.
 ۱۱ - ددې ترڅنګ د ډېرو سړو او ګرمو مايعاتو له څښاک څخه هم باید ځان وساتئ. 
 ۱۲ - له الکولي مشروباتو، سیګرټ او مخدره توکو ځان وساتئ. 
 ۱۳ - ورزش وکړئ!  څېړنو ثابته کړې ده، چې ورزش د نورو ګټو ترڅنګ د هاضمي سیستم روغتيا هم تضمينوي.

Related Articles

Apr 17, 2023
1,787 views

نقش دانشمندان مسلمان در فن معماری و مهندسی

نقش دانشمندان مسلمان در فن معماری و مهندسی  چکیده: در خلال پیروزی‌ های مسلمانان یعنی آغاز قرن هفتم و نهم میلادی، سپاه اسلام، امپراتوری یا خلافت اسلام را که یکی از بزرگترین امپراطوری ‌های تاریخ به ‌شمار می ‌رود، تأسیس کرد و آن را به تدریج گسترش داد....

Nov 05, 2021
4,115 views

د غازي امان الله خان کارنامې

د خپلواکۍ د اتل غازي امان الله خان کارنامې څېړنه ـ رياض مقامزی يادونه: دا د يوې څېړنيزې مقالې اساسي برخه ده، چې بشپړه مقاله يې تېر کال د ولسمشرۍ ماڼۍ لخوا د مقالو په يوه معتبره ټولګه کې هم چاپ شوې/خپره شوې ده.   پېژندنه غازي امان الله د امير حبي...

Mar 25, 2021
6,455 views

څنګه پوه شو، چې يو کس مونږ سره کينه لري؟

ژباړه: قدر ت الله حبيب کله کله انسان نه پوهيږي چې خلک دوې سره ولې خرابه رويه کوي،  کله چې انسان، بريا ته ورسيږي ، مشهور شي ، په مالي لحاظ لوړ شي، خوشاله وی، د ډاډمن  ژوند تيروي، کله کله حسد ددې له امله هم وي چې خلک ولې مينه تاسې سره لري.داسې وخت کې...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,774 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,423 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,844 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...