څرنګه پر ځان باور پیدا کړو؟

K
Ketabton
Author
Jul 08, 2020
5 years ago
4,957 views
څرنګه پر ځان باور پیدا کړو؟

هغه خلک چې پر خپل ځان پوره باور لري هغوی پر خپلو وړتیاوو باور لري، هر وخت خپل مهارت ښیي او ناوړه غوښتنو ته په ښکاره توګه نه وايي. دغه خلک په رواني توګه روغ دي او د ځان تر ځنګ نورو ته هم ارزښت ورکوي.
د پوهنتون استاد ډاکټر کیهان نیا چې د (مشاوره خانواده) لیکوال دی لیکي: د دې لپاره چې پر خپل ځان بایللی باور بیا ترلاسه کړئ، لومړی خپلې وړتیاوې وپېژنئ او په لازم وخت کې يې څرګندې کړئ.
خپل ځان په مثبت فکر کولو سره وپېژنئ!
پر خپل ځان مو باور زیات او بدبیني کمه کړئ. تاسې به ځلونو د یو چا په مقابل کې خپل فکر نه وي بیان کړی او د هغو په کړنو به د نقد کولو زړه نه‌لرئ، له همدې امله به تل له خپل ځان سره په کشمکش کې وئ.
هغه خلک چې د خپل فکر د څرګندولو لپاره پر ځان پوره باور نه لري مختلف عوامل لري، چې پیل يې د ځان کم ګڼل او پر ځان بې باوري ده. دغه خلک د ژوند له ښو کامیابیو استفاده نه‌شي کولی او په ژوند کې يې خپل مسوولیت نه دی پېژندلی. پر عادي ډول دغه خلک د نه ویلو توان نه لري؛ یعنې د ناوړه پېښو په مقابل کې ځواب نه‌شي ویلی او که له ناوړه کړنو سره مخ شي سترګې ترې پټوي. له همدې امله پر ځان غوسه کوي، چې څنګه مې د ناوړه کړنو ځواب ورنکړ او د هغه په مخ کې کم راغلم. دغه خلک تل د کمزورتیا، ضعف او ستړیا خبرې کوي او ځان نالایقه او کمزوری انځوروي. دغه خلکو ته ستره کوتنیونه داده چې له خپلو وړتیاوو څخه استفاده نه کوي، په عادي توګه په کم څه قانع کېږي.
برعکس هغه خلک چې پر خپل ځان پوره باور لري پر خپلو وړتیاوو ولاړ دي، په هر حال کې خپله وړتیا ښیي. د نامعقوله غوښتنو په مقابل کې په قاطع توګه نه وایي. دغه خلک په رواني توګه روغ دي او د ځان سربېره نورو ته هم ارزښت ورکوي. داسې خلک هم شته چې دروغجن غرور لري او مخ يې پر نقاب پوښلی وي، ترڅو خلک د ده پر ځان له بې باورۍ خبر نه‌شي. د نورو ذهنونو د اړولو لپاره کېدای ځینې کارونه هم وکړي؛ خو باید پوه شي چې دا یو نقاب دی؛ دوی په واقعي بحران کې بیا د مدیریت توان نه لري. دغه خلک د ناوړه پېښو پر وخت له سترس او اضطراب سره مخ کېږي او پرېکړه نه‌شي کولي.
د دې لپاره چې پر ځان بایللی باور بیا ترلاسه کړئ، لومړی باید خپلې وړتیاوې په ګوته کړئ او په لازمو ځایونو کې ښکاره کړئ.
خپل شخصیت باید په مثبت فکر سره وپېژنئ.
پر ځان مو باید باور زیات او بې باوري کمه کړئ. که په چا کې دغه حالات ښکاره شي پر ځان د باور او قوي کېدو حس پیدا کوي؛ ترڅو وکولی شي په یو ډول >خپل خر له اوبو پورې باسي< دغه خلک له نورو سره مینه کوي، په خبرو او عمل کې ښایسته خاطرې پرېږدي، د سختیو په مقابل کې سپر کېږي او د خپل درون د پیاوړتیا لپاره په لوړو او ژورو تېرېږي.

Related Articles

May 11, 2021
2,062 views

پاسترناک؛ نوبل ګټونکی لیکوال!

لیکنه ـ ریاض مقامزی د نړۍ په ادبیاتو کې نوم موندل ډېر ګران کار وي؛ یوازې خلاق او پياوړي لیکوال دا مقام ترلاسه کولی شي، چې په دې ډله کې پاسترناک هم وی. د لیکنې تر پایه به یې په اړه لا ډېر معلومات ترلاسه کړئ.   پاسترناک د روسیې ددې نوموتي لیکوال ب...

Feb 25, 2021
5,123 views

هغه کمپيوټري تېروتنه چې ممکنه وه نړۍ په بل مخ واړوي

د نن څخه 41 کاله وړاندې د 1979م کال د نومبر په پېل کې ډېره کمه پاتې وه چې د متحده ايالاتو او پخواني شوروي اتحاد تر مېنځ درېمه او د ځينو کارپوهانو په وېنا وروستۍ نړېواله جګړه پېښه شي .د نومبر په نهمه نېټه امريکايي پوځېانو ته په ډېر ناڅاپي ډول خبر ورکړ...

Nov 14, 2021
2,074 views

د پرلپسې ماتو خوړلو لاملونه

 لیکنه: شکېبا نادري،   د پرله پسې ماتو خوړلو لاملونه     د ټولو انسانانو په ژوند کې ستونزې شته دي، هېڅ داسې انسان د ځمکې پر مخ نه شته چې ستونزې و نه لري. یوازې توپیر یې دا دی چې د ځینو کسانو ستونزې لږ او د ځینو بیا ډېرې وي، خو تر ټولو بریالي کسان...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,239 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,280 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,423 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...