To start downloading books

Please sign in or create an account.

Yasir Takal 4 years ago 4,269
د غوره ویناوال جوړیدو څو لارې!

د غوره ویناوال جوړیدو څو لارې!

د اسلام ستر پیغمبر محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم فرمايي: ځینې ویناوې لکه جادو اثر لري. واقعیت دی چې وینا د انسان د بریالیتوب مهم عامل دی، ښه جذابه وینا مو خپل هدف ته رسولی شي، د نورو درناوی را ماتولی شي، ارزښت او اعتبار مو لوړولی شي او نور ستاسې د وړتیاوو منلو ته تیارولی شي.

نن سبا د وینا کولو هنر په ژوند کې یوه لویه شتمني ده. هغوي چې ښه ویناوال دی ډیر بریالي دی، که یې علمي کچه څومره هم ټيټه وی؛ که د وینا کولو هنر ولري نو ډیر بریالي دي. او هغه کسان که په خپل ذهن کې د ویلو لپاره ډیر څه هم لري خو ویلي یې نشي، نو دومره نشي بریالي کیدلي لکه ښه ویناوال کسان له ښي وینا کولو سره کولاي شو ډیر خلک ځان ته جلب کړی. او خلک مو خبرو ته غوږ شي، له نورو نه ډیر باور درباندي وکړي.

ددې لپاره چې ښه ویناوال شئ نو دا لاندي ټکي درسره تل په نظر کې ونیسئ:

مخکې له دې چې وینا پیل کړئ لومړی باید د غونډې د ګډونوالو علمي کچه معلومه کړئ او ورسته بیا د هغوی د سویې مطابقې خبرې او وینا وکړئ.

د وینا د پیل سره سم داسې کلمات او یا هم داسې جملې وکاروئ چې ګډونوال غوږ نیولو ته وهڅول شي او تر پایه خبرو ته غوږ ونیسي. په موضوع بشپړ حاکمیت ولرئ، ترڅو ګډونوالو ته خپل هدف په بشپړ او ښه ډول انتقال کړئ. د دې ترڅنګ باید له لټۍ او ځان خلاصولو ځان وژغورئ تر هغه چې کولای شئ باید د اورېدونکو لپاره ښه، کره او بشپړ معلومات ورسوئ، هېڅکله په لږ معلوماتو بسنه مه کوئ، ترڅو چې توانېږئ په موضوع کې هر اړخیزه مطالعه وکړئ.

تمرین وکړئ، په مطالعه کې مو چې څه زده کړي وي يا هغه موضوع چې تاسو غواړئ، د اورېدونکو پر وړاندې يې روښانه کړئ، هغه موضوع په پيل کې خپلو ملګرو ، ټولګي والو يا د کورنۍ غړو ته په بار بار تمرین سره ووایئ؛ د دې لپاره چې ستاسو وياندويي په زيات تمرين کولو سره لاپياوړې شي. ښه به دا وي چې تاسو په زیات تمرین کولو سره ځان عادت کړئ، ځکه زیات تمرین ستاسو جرأت زیاتوي او لا مو په خپلې ويناوالى کې پیاوړي کوي. همدارنګه د هغې موضوع په اړه بار ـ بار تمرين وکړئ چې تاسو يې وړاندې کول غواړئ د ډاډه او اغیزمنې وینا لپاره مو باید د لغتونو ذخیره پیاوړې کړئ. د لغتونو د ذخیرې د زیاتولو لپاره غوره لاره د کتابونو مطالعه او لوستل دي. په اوسني وخت کې د تلویزیون په راتګ سره د کتاب او یا هم د چاپي اثارو لوستل له کمښت سره مخامخ شول. مطالعه باید په هغه برخه کې چې تاسې غواړئ پرې وینا وکړئ ، ترسره کړی. باید د خپلې خوښې لیکوال مو پيدا او د هغه اثار ولولئ.

له اړتیا پرته د موضوع څخه بهر مه وځئ، کومه موضوع مو چې انتخاب کړې په هغه موضوع بشپړې او مفصلې خبرې وکړئ او هدف مخاطب ته ورسوئ. له دې سره سره مهم ټکي او موضوعات د ياداشت په شکل درسره نوټ او د اړتیا په وخت ورڅخه ګټه واخلئ، د وینا پر مهال منظم بدني حرکات ولرئ، داسې حرکات چې د خبرو او د خبرو د مفهوم مطابق حرکات وي، د غونډې تنظيم په کنټرول کې ولرئ، که چېرې په غونډه کې ګډوډي رامنځته شوه کولای شئ یوه ټوکه او یا هم داسې څه ووایی چې اورېدونکي ستاسې خبرو ته متوجه شي او تر ډېره ستاسې خبرو ته غوږ شي.

د خبرو په مهال مو باید دخپل غږ لوړوالي او ټیټ والي ته پام وي. په ځینو کلمو باندې فشار او د جملې د سر او پای مو باید د غږ کچه یو ډول وي.

د خپلو خبرو ویډیویي انځور واخلئ، څو ځلې یې واورئ که اړتیا وي نو سمون پکې راولئ. محاوره په نظر کې ولرئ که چیرته تاسې غواړئ چې ښه ویناوال شئ او د وینا پر مهال خپل اوریدونکي درسره ساتل غواړئ اړینه ده چې تاسې باید ورسره محاوره وکړئ، مثلاً که تاسې یوه موضوع څخه یادونه کوئ نو د مثال غوښتنه په کې د اوریدونکي څخه وکړئ یعنې هغه کسان چې ستا وینا ته ناست وي، یا د خبرو په جریان کې د تیرې موضوع اړوند یوه اسانه پوښتنه وکړئ دا به ددې لامل شي چې ستا اوریدونکي تاته دقیق غوږ ونیسي او یو څه ستاسې له خبرو زده کړي.

په پوره جرئت سره خبرې وکړئ ،د خبرو پر مهال پر ځان باور خورا مهم دی. که پر ځان باور ونه لری هېڅکله به مو مخاطبین په دقت سره خبرو ته غوږ نه شي. د وینا پر مهال داسې حرکات وکړئ چې د جرئت او پیاوړتیا څرګندونه مو وکړي.

په پوره باور او ډاډ خبرې وکړئ، هر ډول وېره او ترهه له ځانه لرې کړئ. شمېرلې خبرې وکړئ،له شمېرلو خبرو موخه دا ده چې څرګند، واضح او فصیح وغږېږئ.

داسې وینا وکړئ چې مخاطبین یې په ټولو کليمو پوه شي او ابهام ته پکې ځای پاتې نه شي. که پوه شوی چې اورېدونکي مو په کوم ټکي نه دي پوه شوي، یا یې ترې سم مطلب نه دی اخیستی؛ خپله خبره بيا تکرار کړئ څو اورېدونکي ترې بشپړ مطلب واخلي. شمېرلې خبرې یعنې څرګندې او واضحې خبرې چې اورېدونکي ترې په ټوله معنا مطلب واخیستلی شي.

له ځان ستاينې ډده وکړئ،ځینې ویناوال داسې وي چې د خبرو ډېره برخه يې ځان ستاينې ته بېله وي. ځان ستاینې ته یې کار ویلی وي او د ځان مطرح کولو هڅه کوي. که اورېدونکي پوه شول چې ستاسې موخه د ځان مطرح کول دي، نو په هېڅ وجه به مو خبرې د زړه په غوږونو وا نه وري. تر وسه وسه هڅه وکړئ چې د وینا پر مهال ځان ته ډېره اشاره ونه کړی. یوازې په هغه صورت کې چې مهم وي او یا د کوم ابهام لرې کولو لپاره وي د ځان يادونه هم کولی شئ. مګر له دې ټولو سره سره بايد ويناوال د موضوع حساسيت له پامه و نه غورځوي.

له بده مرغه ډېر کسان د وینا پر مهال پورته ټکو ته پام نه کوي او د وینا په وخت کې له ډېرو ستونزو سره مخ کېږي لکه: د خبرو کولو په وخت کې د لاسونو رېږدېدل، ګډې وډې خبرې کول، د ساه بندېدل او داسې نورې هغه ستونزې دي چې د پورته موضوعاتو په نه مراعاتولو سره منځته راځي او ویناوال ورسره لاس او ګرېوان وي. نو په پای کې ویلای شو هغه کسان ښه ویناوال دي او ښه وینا کولای شي چې په موضوع بشپړ حاکمیت ولري، د موضوع پیل یې خوندور وي له کنایو او ابهاماتو څخه ډډه وکړي او خپلې خبرې په آرامۍ او ښه ډول اورېدونکو ته ورسوي.

 

Related Articles

له سوځيدلي کس سره لومړنۍ مرستې

لیکنه ـ ریاض مقامزی  د انسانانو ژوند له ناڅاپي پېښو ډک دی. په اوبو کې ډوبېدل، سوځېدل، په ټکر کې زخمي کېدل او ورته نورې ګڼې پېښې شته، چې زموږ او ستاسو عادي ژوند ژوند ګواښي. د داسې پېښو پر مهال له متضرر کس سره چټکه او مناسبه همکاري د هغوی د ژوند ژغورلو سبب کېدای شي؛ نو یو فعال او ځيرک انسان په توګه باید پوه شئ، چې له سوځېدلي کس سره څنګه مرسته کولای...

د سټاين بیک لنډ ژوندلیک

لیکنه ـ ریاض مقامزی   د امریکا د هغو لیکوالو له ډلې چې د نوبل جایزه یې ګټلې ده، یو هم "سټاين بیک" دی. که څه هم امریکايي کره کتونکي خورا سخت پرنسپونه او اصول لري؛ خو نوموړی ددوی د سختو پرنسپونو له دایرې  وتلی دی او د امریکايي لیکوالو د پنځو لویو ستورو په منځ کې یې ځای خپل کړی دی. موږ په دې لیکنه کې د نوموړي پر ژوند او فن لنډې خبرې لرو. سټاين بیک څ...

ځلیدونکي کانکریټ

ځلیدونکي کانکریټ –ډولونه ،کارول او ګټې . Burnished Concrete – Types, Uses and Benefits انجینر فرید عاطفځلیدونکي کانکریټ دودیز کانکریټ دي چې له دوه ځلې زیات ګلماله کیږي څو د کانکریټو سطحه سخته جوړه شي –داسې کانکریټ مداومت لرونکې وروستی پوخ او ځلیدونکې سطحه لري.معمولا داسې کانکریټ په استوګنیزه او سوداګریزه ودانیو کې کاریږي .په دې مقاله کې مونږ  ځلید...

Recommended Articles

عثمان کاکړ څنګه ووژل شو؟

پښتونخوا ملي عوامي ګوند ادعا کوي چې د دغه ګوند صوبايي مشر عثمان خان کاکړ وژل شوی دی او دوی سره دې لړ کې کافي ثبوتونه شته. یو شمېر نورو ځايي سیاسي ګوندونو هم د یاد ګوند ملاتړ کړی او د بلوچستان صوبايي حکومت وايي، د پېښې په هکله به څېړنه کوي. د یادونې ده چې د روانې جون میاشتې پر ۱۷ نېټه ویل شوي و، چې د عثمان خان کاکړ سر سخت ټپي شوی دی. له پېښې وروست...

خرمهره؛ تاسو یې په اړه څومره پوهېږئ!؟

 لیکوال: لطیف یاد په پخوانیو وختونو کې به خرو ته اوربشې ورکول کیدلې، چې ددغو اوربشو د خوړلو په پایله کې به تر څو کلونو وروسته د خرو د ژبې لاندې  وینه ټینګه  او غلیظه شوه او د یوه مرغېړي (غُدې) بڼه به یې ونیوله. وروسته به یې دغه مرغېړي (غُده) د خرو د ژبې د لاندینۍ برخې نه  د جراحي عملیاتو (آپریشن) په تر سره کولو وویستله او په جوشو شیدو (پیو) کې به...

اعصاب په کومو شيانو کمزوري کېږي

د انسان په وجود کي اعصاب تر ټولو مهمه برخه ده، د انسان ټولي چاري او فعالیتونه د همدغي ناحیې څخه کنټرولېږي.لاندي ځیني مهم ټکي دي چي په پام کي نیول یې د ذهن په سالم ساتلو کي مرسته کو. - د سهار چای نه چیښل:هغه خلک چې د سهار چای نه چیښي په بدن کي یې د شکري اندازه راکښته کېږي، په نتیجه کي یې دماغ ته په کافي اندازه مواد نه ور رسېږي او دماغ کمزوری کېږي....