امتحان د دوو نفرو و، خو پارچه پنځو نفرو حل کړه.

A
Awsar
Author
Jan 29, 2021
5 years ago
2,824 views
امتحان د دوو نفرو و، خو پارچه پنځو نفرو حل کړه.

زما چې د ماستري دفاع خلاصه شوي وه او د ديپلوم د اخيستو لپاره مې بايد يوه مياشت انتظار کړی وی.  داچې د کرونا له امله دیری توریستي ځایونه بند وو، نو نه مې شو کولی چې چیرته په چکرلاړ شم. زما لپاره یواځنی ساعت تیری د فلم کتل، کتاب لوستل، انلاین سترنج او ټولنیزي رسنۍ وې. بل دا چې د ماستری په دوره کې مې ډیر کم وخت پیدا کوو چې د 6 یا 7 ساعتو زیات خوب وکړم، نو دا مې یوه موقع وکڼله چې  په دې يو مياشت کې د ټولوناخوبیوو زوروباسم، نو ځکه خو هره ورځ د سهار لمانځه ورسته بيا ځلي ويده کيدم او کله کله خو به لمونځ هم پاتي شو، لس يا يولس بجي به پاڅيدم، بعضي وخت خو به خبره له دولس هم واوښته. خو نن د سهار د لمر ختو سره چې ايله مې سترګي بيا ځلي پټيدي يارانو راويښ کړم. له ماښامه يې راسره خپل پلان شريک کړی و، دا چې د کرونا له وچهي ټول ښوونځي او پوهنتونونه تړل شوي وو. نو درس د مایکروسافت ټيم له طریقه انلاین ور کول کیده او امتحانانونه هم انلان اخیستل کیده. څرنګه چې د 60 یا 70 زیاتو زده کړیالانو د ویدو له لیاري څارل مشکل کاردی، نو ځکه خو نقل کول هم اسانه و او بعضي زده کړیالانو ته خو بیخي یو فرست ښکاره کیده.  یو چا ډیر ښه ویلې " هر څومره چې خلک درغلي یا نقل منطقیترکړي، هغومره دا د بي ایماني کلتور ګرځي او کولی شې په بدترین عادت بدل شي. ځکه چې که هر څوک درغلي یا نقل کوي، نو تاسواحساس کوئ چې تاسو یې هم مستحق یاست". همدا لامل و چې زیاترو زده کړیالانو نقل کول خپل حق کڼه او بعضو خو يې بیخې جواز  تر لاسه کړی و، لکه زما دې دوو ملګرو؛

دې دواړو سره په کرایی کور کې یوځای اوسیدم، بیا دوی په خپلو کې ټولکیوال هم وو. یو د دوی نه باید زما د مطالعی میز استفاده کړی وی. څرنکه چې امتحان انلاين او استاذ د مايکروسافټ ټيم څخه په ژوندۍ بڼه تعقيبوو. دا چې زما د مطالعې ميززما د کټ د پښو لوري ته مخامخ ايښودی و، نو په کمره کې زه هم ښکاره کيدم، ځکه خو بايد پاڅيدلی وی. نو ما هم یواځی خپله کمپل او بالښت راواخیست او لاندي په فرش پریوتلم. زمونږ د کور څلورم ملګری چې یو د پارچه حلونکوڅخه و، تیر سمیستر فارغ شوی او دوه نور پارچه حلونکي له بل ځای رادعوت شوي وو، يو يې فارغ او د بل اخيري کال و. د امتحان څخه مخکې دغه دريو ته ويل شوي وو؛ چې امتحان لپاره تياری ونيسي او هغوي چې امتحان درلود د نورو امتحانونو لپاره تش په نامه درس ویلو، تش په نامه ځکه چې هغه نورو ته هم داسي پلان تیار وو. د امتحان سوالونه په مایکروسافت ټيم کې د پې دې اپ په بڼه محصلينو ته واستول شو. بیا دوی دوو، سوال حل کوونکو ته د وتساپ له ليارې ولیږل. د امتحان د شروع کیدو نه مخکې، دې دوو ته وویل شوو چې تاسو تر هغي په خالي پارچه کې له ځانه يو څه وليکئ، ترڅو موږ لمړی سوال حل کوو، په دې خاطر چې استاد  شک ونه کړي. ما د ټوکي په ډول یو ته و ویل چې شعرونه پکې ولیکه، ځکه د ده شعرونو سره ډیره علاقه وه.

دغه دريو چې د استاذ نوټ او کتاب يې په مخکې پروت و، په مشوره سوالونه حلول. بيا به یې د دې نورو سره شريکول. د مطالعې ميز غټ و او کمپيوټر يې يوي څنډي ته کیښودل شوی و. له مخکې نه د کمري ساحه  هم معلومه شوي وه چې تر کومه یې سترګې کار کوي. د حل شوی سوال ورقه به د ميزه په بله څنډه په احتیاط سره د کمری تر دایری وراخوا کیښودل شوه او ورسته به په ډيره ماهيرانه ډول د هغه نورو خالی ورقو سره ګډه شوه. بیا به هغو چې امتحان یې وو په خپل خط بیا ځلي لیکله. ما ته مې د استاذ یو خبره را په یاد شوه چې یو وخت یې په ټولګي کې کړي وه، زمونږ پوهنځی ودانیزه ( ساختماني) انجنیري وه. استاذ ویل " مونږ بعضي زده کړیالانو ته ديپلوم نه، بلکي د مرک لایسنس ور کوو". فکر کوم که نوموړی استاذ دا خبره بیا تکرار کړي، دا ځل به وايې مونږ د کرونا په دوران کې بعضي زده کړیالانو ته د مرک لایسنس سره سره اسلحه هم په لاس ورکړه.

Related Articles

Jul 30, 2021
2,979 views

په کومو ځايونو کې بیرغ مهم دی؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی بیرغ په نړېواله کچه د یو هېواد د نښې او سیمبول په توګه کارول کېږي. همدارنګه ټول هېوادونه په کور دننه ځانګړې سیاسي ډلې لري، چې هغوی ځانته نور بیرغونه هم لرلای شي؛ خو په ټوله کې هر هېواد یوازې یو ملي بیرغ لري، چې پخپلو دفترونو، کنف...

Feb 25, 2021
5,134 views

هغه کمپيوټري تېروتنه چې ممکنه وه نړۍ په بل مخ واړوي

د نن څخه 41 کاله وړاندې د 1979م کال د نومبر په پېل کې ډېره کمه پاتې وه چې د متحده ايالاتو او پخواني شوروي اتحاد تر مېنځ درېمه او د ځينو کارپوهانو په وېنا وروستۍ نړېواله جګړه پېښه شي .د نومبر په نهمه نېټه امريکايي پوځېانو ته په ډېر ناڅاپي ډول خبر ورکړ...

Mar 21, 2021
3,571 views

د "نوروز" ملي تاريخ

 د نړۍ هر ملت د ژوند د مختلفو مناسبتونو لپاره خپلې خپلې ورځې لري چې د هغوی د تمدن، کلتور او تاریخ یې ژوندی ساتلی وي. دغه ډول مناسبتونه کلتوري، تاریخي، موسمي او مذهبي بڼې لري چې د ملت وګړي یې نمانځي او په خپلو تاریخي او کلتوري ارزښتونو ویاړي. همداسي پ...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,514 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,359 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,636 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...