"په" او "پر" باید په کومو حالاتو کې ولیکو؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Feb 01, 2021
5 years ago
4,381 views
"په" او "پر" باید په کومو حالاتو کې ولیکو؟

هر لوستی ځوان باید ددې دواړو په توپير پوه شي؛ ځکه چې ناسمه کارونه یې ستاسو د متن مفهوم بدلولای شي. که څه هم یاده موضوع ډېر بحث غواړي، مګر موږ هڅه کړې ده، چې په ډېر لنډ ډول یې شرحه کړو.

"په" او "پر" دواړه سربلونه دي؛ اکثره خلک یې ناسم کاروي. تاسو باید د دواړو په توپیر پوه شئ.

لومړی ـ  "په" د ظرفیت او الیت لپاره کاروو. لکه:

ـ په ګيلاس کې اوبه نشته.

ـ په اره یې پرې کړ. 

په لومړني مثال کې د "په" په مرسته "ګيلاس" ظرف (لوښی) شو او په دویم کې "اره" اله وګرځېده. نو ویلای شو، چې "په" په لومړي مثال کې د ظرفیت او په دویم کې یې د الیت دنده ترسره کړه.

دویم ـ "پر" بیا د بره والي ښودنه کوی. یعنې استعلايي حالت ښيي. لکه:

ـ کتاب پر مېز پروت دی.

د "پر" په مرسته موږ مخاطب ته څرګنده کړه، چې کتاب د مېز له پاسه دی، بله خوا پسې مه ګرځه. 

باید ووایم، چې "په" او "پر" کولای شي ستاسو مفهوم بېخي بدل هم کړي. لکه:

ـ پر پښتو غږېږم.

ـ په پښتو غږېږم.

د لومړي مثال مفهوم دا دی، چې د خبرو موضوع مې پښتو ده، ممکن د غږېدا ژبه مې انګلېسي یا کومه بله ژبه وي. په دویم کې موضوع معلومه نه ده، خو د غږېدا ژبه پښتو ده.

ریاض مقامزی

Related Articles

Sep 05, 2021
4,683 views

شري څه ډول ناروغي ده؟

د ماشومتوب د دورې یوه حاده انتانې ناروغي ده چي د Myxy virus ګروپ دیوخاص وایروس په واسطه رامنځته کيږي. چی عام کلینیکی اعراض اوعلایم یی  تبه، دلوړتنفسې سیسټم اعراض (Coryza, cough) اوموضعې رشونو څخه عبارت دی. په پرمخ تلونکې هیوادونوکې یې مړینه اومصابیت...

Apr 06, 2021
3,068 views

چکچکې يا د لاسونو پړکول څه حکم لري؟

د خوشالۍ د حصول په وخت کې، د بل يا د ځان د کامیابۍ په صورت کې، د سم ځواب ورکولو په وخت کې د شاګرد د تشجیع او هڅونې لپاره، د ښې وينا په اورېدو سره د لاسونو پړکول ( چکچکې کول) څه حکم لري؟ ستر فقيه، شیخ محمد بن صالح العثیمين رحمه الله وايي چې په دې کار...

Nov 13, 2020
4,073 views

د پښتو ژبې اوسني لیکدود ستونزې او فونیمیکه الفبأ

که څه هم ژبه او لیک سره نږدې اړیکې لري خو بیا هم ژبه بېله پدیده ده او لیک بېل. ژبه له غږونو جوړ سیستم دی، چې د پوهولو او راپوهولو غوره وسیله ده. لیک بیا له سیمبولونو څخه جوړ شوی نظام دی، چې د وینا انځوریزه بڼه ده. د پښتو ژبې مروج لیکدود عربي دی او د...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,023 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,213 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,225 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...