"په" او "پر" باید په کومو حالاتو کې ولیکو؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Feb 01, 2021
5 years ago
4,400 views
"په" او "پر" باید په کومو حالاتو کې ولیکو؟

هر لوستی ځوان باید ددې دواړو په توپير پوه شي؛ ځکه چې ناسمه کارونه یې ستاسو د متن مفهوم بدلولای شي. که څه هم یاده موضوع ډېر بحث غواړي، مګر موږ هڅه کړې ده، چې په ډېر لنډ ډول یې شرحه کړو.

"په" او "پر" دواړه سربلونه دي؛ اکثره خلک یې ناسم کاروي. تاسو باید د دواړو په توپیر پوه شئ.

لومړی ـ  "په" د ظرفیت او الیت لپاره کاروو. لکه:

ـ په ګيلاس کې اوبه نشته.

ـ په اره یې پرې کړ. 

په لومړني مثال کې د "په" په مرسته "ګيلاس" ظرف (لوښی) شو او په دویم کې "اره" اله وګرځېده. نو ویلای شو، چې "په" په لومړي مثال کې د ظرفیت او په دویم کې یې د الیت دنده ترسره کړه.

دویم ـ "پر" بیا د بره والي ښودنه کوی. یعنې استعلايي حالت ښيي. لکه:

ـ کتاب پر مېز پروت دی.

د "پر" په مرسته موږ مخاطب ته څرګنده کړه، چې کتاب د مېز له پاسه دی، بله خوا پسې مه ګرځه. 

باید ووایم، چې "په" او "پر" کولای شي ستاسو مفهوم بېخي بدل هم کړي. لکه:

ـ پر پښتو غږېږم.

ـ په پښتو غږېږم.

د لومړي مثال مفهوم دا دی، چې د خبرو موضوع مې پښتو ده، ممکن د غږېدا ژبه مې انګلېسي یا کومه بله ژبه وي. په دویم کې موضوع معلومه نه ده، خو د غږېدا ژبه پښتو ده.

ریاض مقامزی

Related Articles

Mar 18, 2022
2,343 views

غوره هنر

لیکنه: وقار ابراهیمي   پوهان خبرې کول، یوه پروسه او عمل ګڼي، خو بیا غوږ نیول یو لوي او ارزښتمن هنر ګڼي، د لومړي په پرتله دوهم یا غوږ نیول ته ډېره ترجیح ورکړل شوې ده/کېږي ځینې داسې ډېرو مواردو سره انسان مخامخ کېږي، چې د نورو خبرو ته غوږ نیول ورته ډې...

May 05, 2021
5,864 views

څنګه کولای شم، یوه بله ژبه زده کړم؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی په اوس وخت کې ډېری خلک هڅه کوي، چې نوي ژبې زده کړي، ترڅو ډېره پوهه ترلاسه کړي. په ځانګړې توګه د نړېوالو ژبو زده کړې ته ډېره پاملرنه کېږي. مګر ځينې خلک په ډېرو معتبرو او نوموتو تعليمي ځايونو کې د درس ويلو سره ـ سره بیا هم نه توانې...

Oct 16, 2021
1,853 views

بې وسه مور

ټکنده غرمه وه مور یې پور دیواله نیمه ماته ګهړۍ ته وکاتو ځان سره وژغیده چی دا خو لس بجې سوې خبره لیا نه وه ختمه چی د کشر زوی د ژړا اواز یې تر غوژ سو په منډه لا کوټې وواته چی ورغله کشر زوی یې لا مشری خور سره په یوه ګوله ډوډۍ اخته و زوی یې په ژړا ورته و...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,227 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,278 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,415 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...