To start downloading books

Please sign in or create an account.

د خبرو پر مهال کومو ټکو ته پام وکړو؟

د خبرو پر مهال کومو ټکو ته پام وکړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی

په ټولنيز ژوند کې غږېدل او له نورو اورېدل بېخي طبیعي خبره ده. موږ ټول انسانان اړ یو، چې د خپلو پيغامونو، غوښتنو او افکارو د انتقال لپاره وغږېږو او له نورو واورو.

خو ځينې وخت له خپلو خبرو پښېمانېږو یا هم د کوم بل تن خبرې خوند نه راکوي. ددې چارې له اصلي عواملو څخه یو هم د خبرو پر مهال ځينو نزاکتونو ته نه پاملرنه ده. موږ په دې لیکنه کې هڅه کړې، چې ځينو ټکو ته ستاسو پام واړوو.

 

۱. اړتیا

که په هر مجلس او ناسته کې یئ له غږېدا وړاندې په دې فکر وکړئ، چې ستاسو خبرو ته اړتيا شته او که نه. که خبرو ته مو اړتيا نه وي، مهمه نه ده چې د خپلې خولې خوند خراب کړئ.

هغوی چې پرته له اړتيا غږېږي د اکثرو خلکو بد ایسي. حتمی ده، چې تاسو به هم ځينې وخت له داسې حالت سره مخ شوي یئ. آیا هغوی چې پرته له اړتيا غږېږي ستاسو بدې شي؟ که ځواب مو "هو" وي نو معلومه ده چې که تاسو هم له اړتيا پرته وغږېږئ د خلکو په نظر بې نزاکته معلومېږئ.

 

۲. نوبت مراعت کړئ

پښتانه وايو "ژرنده که د پلار ده هم په وار ده." همدا متل د خبرو پر مهال هم تطبیقولای شو. باید هڅه وکړو، چې د خبرو نوبت مراعت کړو. تر څو چې ستاسو د خبرو وار راځي باید صبر وکړئ. هغوی چې له خپل نوبت وړاندې غږېږي بې ادبه معلومېږي.

د نوبت د مراعت بله ګټه دا ده، چې د خبرو د ګډوډۍ مخه نيسي. همدارنګه تاسو کولای شئ په غور سره د مقابل لوري خبرې واورئ.

 

۳. د نورو خبرې مه پرېکوئ

ځينې خلک په ناڅاپي توګه د نورو خبرې پرې کوي. دا ډېر نامناسب کار دی. که خبره بېخي ډېره اړينه نه وي نو باید صبر وکړئ او خپله خبره په ذهن کې ولرئ، کله چې متکلم خپلې خبرې پای ته ورسوي تاسو خپله خبره وکړئ. مګر که د خبرو پرېکولو ته بېخي اشد ضرورت و. په اشاره یې وپوهوئ چې تاسو کومه مهمه خبره کول غواړئ. ترڅو متکلم پخپله خپلې خبرې ودروي او له تاسو واوري.

همدارنګه که د خبرو پرېکولو له امله ترې بخښنه وغواړئ بېخي غوره خبره ده. په عامه اصطلاح "غوړې لاغوړي."

 

۴. خپل غږ ته توجه وکړئ

د خبرو پر مهال د خپل غږ لوړوالي او ټیټ والي ته باید خاصه پاملرنه ولرئ. له حده ډېر لوړ او یا ټيټ غږ اورېدونکي ستړي کوي او ستاسو د خبرو اغېز په لوړه امندازه راښکته کوي.

کوښښ وکړئ، تل باید د خپل غږ  تناسب ته پام وکړئ. په دې توګه د خپلو خبرو د اغېز کچه لوړولای شئ.

 

۵. نورو ته غوږ ونيسئ

د خبرو او مجلس پر مهال حتمي ده، چې له تاسو وروسته او یا مخکې ځينې نور خلک هم وغږېږي. مو هڅه وکړئ، چې د مقابل لوري خبرو ته خاصه پاملرنه وکړئ.

ددې کار یوه ګټه خو دا ده، چې نوموړي ته احترام کوئ او په مقابل کې ستاسو د خبرو ارزښت هم لوړوي. ددې ترڅنګ تاسو يو ښه اورېدونکی کېږئ او تقریبا ټول ښه اورېدونکي ښه ويناوال هم وي.

Related Articles

آیا پوهېدئ چې ډېره ډوډۍ خوړل رواني ناروغي ده؟

ژباړه ـ ریاض مقامزی که څه هم انسان اړ دی، چې د ژوندي پاتې کېدو لپاره خواړه وخوري. ترڅو مناسبه انرژي ترلاسه او متحرک اوسي. مګر کله ناکله ځينې انسانان له مناسبې اندازې ډېر خواړه خوري. اکثرا فکر کوو، چې سړی “خېټو” دی. په ځینو قضيو کې رښتيا هم همداسې وي؛ مګر کله ناکله دا یوه ناروغي بلل کېږي. موږ په دې لیکنه کې پر همدې موضوع خبرې لرو.   ډېر خواړه خوړل...

څنګه پوه شو، چې يو کس مونږ سره کينه لري؟

ژباړه: قدر ت الله حبيب کله کله انسان نه پوهيږي چې خلک دوې سره ولې خرابه رويه کوي،  کله چې انسان، بريا ته ورسيږي ، مشهور شي ، په مالي لحاظ لوړ شي، خوشاله وی، د ډاډمن  ژوند تيروي، کله کله حسد ددې له امله هم وي چې خلک ولې مينه تاسې سره لري.داسې وخت کې به دې ځينې خلک ستاينه کوي، او ځينې به درسره کينه پيدا کوي. په حقيقت کې حسد د انسان داسې احساس دی چې...

قبرس وپېژنئ

ژباړه - ریاض مقامزی قبرس چې په انګلېسي کې يې «Cyprus» بولي یو جزیره يي هېواد دی، چې آرامه ساحلونه (سمندر غاړي)، مېلمه پاله خلک او ښکلي شنې منظرې لري. دا هېواد د اوبو په منځ کې د یوه ټاپو په شکل پروت دی. دا ټاپو په مدیترانې سمندرګي کې دی، چې په دې سمندر کې تر ساردنی او سیسیل وروسته درېیمه لویه جزیره (ټاپو) بلل کېږي. بايد ووایو چې دا هېواد اوس پر...

Recommended Articles

د حافظې د پیاوړتیا څو لارې

هغه حقیقت چې د عمر په زیاتېدو سره حافظه له منځه ځي، دلیل نه شي کېدای چې ونه شو کولی د له منځه تللو طریقه یې ډېره سسته کړو. څېړنو ښودلې ده چې موږ کولی شو د امکان تر حده حافظه وساتو، اجازه راکړئ دغه عملي لارې وسپړو.  د حافظې د قوي کېدلو څو لارې  ژور فکر وکړئ چې فعاله حافظه مو بهتره شي: فعاله حافظه تقریباً ستاسو د مغز د یادښت کتابچه ده، چېرته چې نوي...

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو، چې د هرچا د خوښې وړ وګرځي؟پر پوستکي مختلف داغونه د مختلفو عواملو له امله پیدا کېدی شي لکه د لمر د وړانګو له امله، د ځینو درملو د استعمال له امله او یا کېدای شي د عمر په زیاتېدا سره هم ځینې نښې نښانې را څرګندې شي. په همدې اساس د هر عامل له وجې د پوستکي د داغونو درملنه هم په جدا ډول سره کېږي، چې باید توپیر یې وشي، لکه...

په ځوانۍ کې د ويښتانو سپينېدل او درملنه

د ويښتانو سپينېدل اکثراً د زړښت معنا ورکوي نو ځکه خو انسان د خواشينۍ احساس کوي؛ مګر دا لا ډېره خواشينوونکې وي، چې په ځوانۍ کې مو ويښتان سپين شي. په طبیعي توګه د سپين پوستو ويښتان نسبت تورپوستو ته ژر سپینېږي. معمولاً په سپين پوستو کې د ويښتانو سپينېدل د ژوند د څلورمې لسیزې په لومړيو کې پيلېږي، مګر په نورو نژادونو کې دا حالت د څلورمې لسیزې په وروستيو...