To start downloading books

Please sign in or create an account.

لنډه کیسه؛ پېژندنه او ځانګړتياوې

لنډه کیسه؛ پېژندنه او ځانګړتياوې

لیکنه ـ ریاض مقامزی

په لومړي سر کې ادبيات پر دوو سترو برخو وېشل کېږي، چې منثور او منظوم ادبیات یې بولو. ځان پېښې، یونلیکونه، داستانونه، رومانونه، لنډې کيسې او ځينې نور په منثورو ادبیاتو کې د پام وړ ادبي ژانرونه بلل کېږي. 

تاسو به له پورته ذکر شوو ادبي ژانرونو څخه یوازې د لنډې کیسې په اړه ځينې اړين معلومات ترلاسه کړئ.

لنډه کيسه

د لنډې کيسې د پېژندنې په باب لیکوالو بېلابېل تعریفونه کړي دي، چې هر یو پر خپل ځای سم او د منلو وړ دي. موږ کوښښ کوو نږدې ټول منلی پېژند وړاندې کړو. 

د لنډې کیسې اصطلاح د انګلېسي ژبې د "Short story" معادله ده. دا یو داسې نثري ژانر دی، چې په کمي لحاظ له رومان او ناول څخه لنډ وي. 

استاد محمد رفیق رفیق د لنډې کيسې د تعریف په اړه وايي:"کیسه یو روایت دی، یا د یوې پېښې بیانول دي. که رښتيا وي او که خیال، یوه انساني غوښتنه وي. کیسه یوه سمبال شوې هڅه او غوښتنه ده، انساني هیلې او غوښتنې بسیا کوي."

په لنډ ډول ویلای شو، چې لنډه کیسه د یوې پېښې بیان دی، چې کېدای شي رښتيا وي او یا هم خیال. خو د انساني فکر یو تولید دی. لنډه کیسه تقریبا یو له بله سره د تړلو عناصرو څخه منځته راځي، چې د تأثر او اغېز یووالی په کې اساسي شرط ګڼل کېږي. 

د لنډې کيسې په چوکاټ کې طرحه (پلاټ)، کرکټر، مکالمې، منظر کشي، خیال او ورته نور توکي شامل دي. همدارنګه د کیسې حجم ته په کتو د لنډې کيسې د لوستلو موده تقریبا له دېرشو دقیقو څخه نیولې تر دوو ساعتونو اټکل کېدای شي.

 

د لنډې کیسې ځانګړتياوې

که څه هم د کیسې د ځانګړتیاوو په برخه کې ډېر بحث پکار دی، مګر موږ هڅه کوو، چې په ډېرو لنډو ټکو کې ددې ځانګړتياوو اساسي هدف او موخې بیان کړو.

۱. پلاټ ـ کيسو ته په کتو سره د کړنو او واقعو د پېښېدو څرنګوالی او منطقي تسلسل ته پلاټ وايي. یعنې کیسه څنګه پیل شي، څنګه اوج ته ورسي او څنګه پای ومومي، همدې ته د کيسې طرحه (پلاټ) وايي. 

۲. د کیسې پيل ـ دا برخه خورا مهمه ده. د کیسې په دې برخه کې هڅه کېږي، چې لوستونکی جذب شي. داسې چې په هېڅ صورت د کیسې لوستل پرېنږدي. باید ووایم، چې په کیسه کې ډېره مهمه او تقریبا سخته برخه همدا ده.

۳. اشخاص ـ يا په بله وینا کرکټرونه هغه څه دي، چې په کیسه کې د ویناوو او کړو وړو لپاره رامنځته کېږي. په دې برخه کې مهمه خبره دا ده، چې کرکټر ته په کتو باید مکالمې او کړنې وټاکل شي. مثلا یوه ماشوم ته د داسې مکالمې برابرول چې د هغوی ماشومتوب تر پوښتنې لاندې راولي ناسم کار دی. 

۴. تلوسه ـ د کیسې الفاظ او پېښې باید داسې ترتیب شي، چې د لوستونکي د تلوسې لړۍ جاري وساتل شي. که په کوم ځای کې تلوسه له منځه ځي نو معلومه ده، چې لوستونکی یې له لوستلو لاس په سر کېږي.

۵. پای ـ د کیسې آخري برخه هم له اهميته برخمنه ده. دا هغه برخه ده، چې د پېښې/پېښو لړۍ پای مومي او لوستونکی یو پيغام او پایله ترلاسه کوي.

Related Articles

د اسفرزه (سپغولو) روغتيايي ګټې

 ژباړه ـ وړانګه اکبر  سپغول د پلانټاګو د کورنۍ بوټي د سریښناکې مادې د تولید لپاره کارول کېږي. سپېغول (psyllium) ډېری وخت د قبضیت او منځنۍ کچې اسهال لپاره د غذایي فایبر په حیث استعمالېږي او کله کله د ډکو بولو د کلکولو لپاره ورڅخه کار اخیستل کېږي. د psyllium سره معمولا د حساسیت پېښې هم مله وي. هغه وګړي چې د وینې لوړه اندازه کولسټرول لري که چېرې په خ...

د آزادۍ مجسمه ( نړېوال ميراث )

دغه مجسمه په نړۍ کې د متحده ایالاتو او په ځانګړي ډول د نيوېارک اېالت ېو نښان او په ورته وخت کې د آزادۍ ، عدالت او ولسواکۍ ېو نړېوال ( سېمبول ) ګڼل کېږي . دا څلی د امريکا په نيوېارک کې دی ، رسمي نوم ېې ( ازادي ،د نړۍ روښانونکې ) او لنډ نوم ېې د( آزادۍ مجسمه ) ده . دا د نړۍ له ډېرو نامتو مجسمو او څلېو څخه شمېرل کېږي .د دې څلي په باب ېو څو ټکي :- اندا...

د خنزیر حلاله غوښه په اړه

د اروپا په شمول تقريبا په ټولو غير مسلم هيوادونو کي د خنزير غوښتنه هم خوړل کيږي او ورسره د خلکو خوښيږي او په دغو هيوادونو کي بي شميره د نوموړي ځناور د ساتنې فارمونه شتون لری.‌ يواځي په فرانسه کي 42000 څخه زيات فارمونه موجود ديخنزير د ټولو ځناورو په پرتله وازده زياته لري ليکن اروپايان او امريکايان د وازدي خوراک څخه پرهيز کوي..د خنزير وازده په څه کي...

Recommended Articles

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته بيا بېرته خپل ټول تاثير له لاسه ورکړي، د هورمونونو تاثير د زيات وخت لپاره دوام کوي. د انسان په بدن...

بي دوه پنځوس" څه ډول الوتکې دي؟"

ژباړه ـ ریاض مقامزی په هېواد کې د جګړو له پراخوالي سره سم امریکايي ځواکونو اعلان وکړ، چې د بي.۵۲ الوتکو پر مټ به پر تالبانو هوايي بریدونه وکړي؛ همداسې وشول او په بېلابېلو سیمو کې یې د وسله والو تالبانو ډلې په نښه کړې. خو اوس پوښتنه دا ده، چې بي ـ ۵۲ څه ډول الوتکې دي او کومې ځانګړتیاوې لري؟  ددې لیکنې تر پايه به مو دواړه پوښتنې حل شي.    ځانګړتي...

له مطالعې سره څنګه ځان عادت کړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی د هر لوستي ځوان لپاره دوامداره مطالعه ډېره اړينه او مهمه ده. که تاسو دوامداره مطالعه کوئ، ذهن به مو فعال وي او هېڅکله به په وینا کې له بندښت سره مخ نه شئ. ددې ترڅنګ مطالعه ګڼې نورې ګټې هم لري. موږ نه غواړو، چې تاسو ته د مطالعې پر ارزښت وغږېږو. یوازې غواړو، تاسو ته ددې لارښوونه وکړو، چې څنګه دوامداره مطالعه خپل عادت وګرځوو. آیا...