لنډه کیسه؛ پېژندنه او ځانګړتياوې

R
Riaz Muqamzai
Author
Feb 05, 2021
5 years ago
7,259 views
لنډه کیسه؛ پېژندنه او ځانګړتياوې

لیکنه ـ ریاض مقامزی

په لومړي سر کې ادبيات پر دوو سترو برخو وېشل کېږي، چې منثور او منظوم ادبیات یې بولو. ځان پېښې، یونلیکونه، داستانونه، رومانونه، لنډې کيسې او ځينې نور په منثورو ادبیاتو کې د پام وړ ادبي ژانرونه بلل کېږي. 

تاسو به له پورته ذکر شوو ادبي ژانرونو څخه یوازې د لنډې کیسې په اړه ځينې اړين معلومات ترلاسه کړئ.

لنډه کيسه

د لنډې کيسې د پېژندنې په باب لیکوالو بېلابېل تعریفونه کړي دي، چې هر یو پر خپل ځای سم او د منلو وړ دي. موږ کوښښ کوو نږدې ټول منلی پېژند وړاندې کړو. 

د لنډې کیسې اصطلاح د انګلېسي ژبې د "Short story" معادله ده. دا یو داسې نثري ژانر دی، چې په کمي لحاظ له رومان او ناول څخه لنډ وي. 

استاد محمد رفیق رفیق د لنډې کيسې د تعریف په اړه وايي:"کیسه یو روایت دی، یا د یوې پېښې بیانول دي. که رښتيا وي او که خیال، یوه انساني غوښتنه وي. کیسه یوه سمبال شوې هڅه او غوښتنه ده، انساني هیلې او غوښتنې بسیا کوي."

په لنډ ډول ویلای شو، چې لنډه کیسه د یوې پېښې بیان دی، چې کېدای شي رښتيا وي او یا هم خیال. خو د انساني فکر یو تولید دی. لنډه کیسه تقریبا یو له بله سره د تړلو عناصرو څخه منځته راځي، چې د تأثر او اغېز یووالی په کې اساسي شرط ګڼل کېږي. 

د لنډې کيسې په چوکاټ کې طرحه (پلاټ)، کرکټر، مکالمې، منظر کشي، خیال او ورته نور توکي شامل دي. همدارنګه د کیسې حجم ته په کتو د لنډې کيسې د لوستلو موده تقریبا له دېرشو دقیقو څخه نیولې تر دوو ساعتونو اټکل کېدای شي.

 

د لنډې کیسې ځانګړتياوې

که څه هم د کیسې د ځانګړتیاوو په برخه کې ډېر بحث پکار دی، مګر موږ هڅه کوو، چې په ډېرو لنډو ټکو کې ددې ځانګړتياوو اساسي هدف او موخې بیان کړو.

۱. پلاټ ـ کيسو ته په کتو سره د کړنو او واقعو د پېښېدو څرنګوالی او منطقي تسلسل ته پلاټ وايي. یعنې کیسه څنګه پیل شي، څنګه اوج ته ورسي او څنګه پای ومومي، همدې ته د کيسې طرحه (پلاټ) وايي. 

۲. د کیسې پيل ـ دا برخه خورا مهمه ده. د کیسې په دې برخه کې هڅه کېږي، چې لوستونکی جذب شي. داسې چې په هېڅ صورت د کیسې لوستل پرېنږدي. باید ووایم، چې په کیسه کې ډېره مهمه او تقریبا سخته برخه همدا ده.

۳. اشخاص ـ يا په بله وینا کرکټرونه هغه څه دي، چې په کیسه کې د ویناوو او کړو وړو لپاره رامنځته کېږي. په دې برخه کې مهمه خبره دا ده، چې کرکټر ته په کتو باید مکالمې او کړنې وټاکل شي. مثلا یوه ماشوم ته د داسې مکالمې برابرول چې د هغوی ماشومتوب تر پوښتنې لاندې راولي ناسم کار دی. 

۴. تلوسه ـ د کیسې الفاظ او پېښې باید داسې ترتیب شي، چې د لوستونکي د تلوسې لړۍ جاري وساتل شي. که په کوم ځای کې تلوسه له منځه ځي نو معلومه ده، چې لوستونکی یې له لوستلو لاس په سر کېږي.

۵. پای ـ د کیسې آخري برخه هم له اهميته برخمنه ده. دا هغه برخه ده، چې د پېښې/پېښو لړۍ پای مومي او لوستونکی یو پيغام او پایله ترلاسه کوي.

Related Articles

Feb 23, 2022
2,822 views

که د روباټ په اړه نه پوهیږئ دا لیکنه حتماً ولولئ

روباټ د کمپیوټر په واسطه پرواګرام شوي ماشين دى، چې ډير پيچلي مشکلات په اتومات ډول ترسره کوي او د انساني زحمت پرځاى کارول کیږي. روباټ د بهرني عامل يا هم خپله د روباټ په داخل کې لګيدلي سيسټم په واسطه کنټروليږي، چې د جورج ډيول له خوا په 1954 کال کې جوړ...

Mar 18, 2022
6,123 views

د ژر انزال ستونزه څنګه حل کړو؟

ژباړه ـ ریاض مقامزی د جنسي ناروغيو په ډله کې ګڼ شمېر ناروغۍ مطالعه کېږي، چې یو یې هم د انزال سرعت (د ژر انزال) ستونزه ده. دا ناروغتیا انسان ډېر ځوروي، چې له امله یې د ډيپرېشن په څېر د نورو خطرناکو ناروغيو د رامنځته کېدو سبب هم کېدای شي. نو ښه ده، چې...

Nov 06, 2021
2,138 views

د "ګورکي" لنډ ژوندلیک

لیکنه ـ ریاض مقامزی د روسي ادبیاتو د لومړي قطار په لیکوالو کې د "ګورکي" نوم هم ډېر بارز دی. نوموړی په کوچنیوالي کې یتیم شو او پالنه یې سپین سرې نیا ته ور تر غاړې شوه؛ خو ډېر ژر د غم بلې څپې په مخه کړ او روزونکې یې هم د تل لپاره له دې نړۍ سترګې پټې ک...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,274 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,285 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,451 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...