د رومان لنډه پېژندنه

R
Riaz Muqamzai
Author
Feb 16, 2021
5 years ago
2,899 views
د رومان لنډه پېژندنه

لیکنه ـ ریاض مقامزی

د ادبي ژانرونو پېژندنې په لړۍ کې تر دې دمه پر "لنډه کیسه او ناول" بحث شوی وو، مګر دا ځل مو هڅه کړې، چې تاسو ته د رومان په اړه یو څه معلومات چمتو کړو. د لیکنې تر پایه به د رومان په اړه کافي اندازه پوهه ترلاسه کړئ.

رومان (رُمان)

رومان په نثري ادبي ژانرونو کې یو مشهور ژانر دی. د رومان په اړه ویل کېږي، چې دا کلمه د فرانسوي ژبې ده. معناوې یې "خیالي داستانونه او یا هم د مينې کیسې" ښودل شوي دي. په ادبي اصطلاح او توضیحي توګه ویلای شو، رومان هغه نثري ادبي ژانر دی، چې په کمي لحاظ له ناولونو اوږده وي. په موضوعي اړخ کې یې ګڼ شمېر مسايل راتللای شي.  په رومان کې هڅه کېږي، چې بېلابېل موضوعات په هنري شکل وړاندې او منعکس شي.

په لومړيو وختونو کې رومان هرې هغې اوږدې کیسې ته ویل کېده، چې مضمون به یې مينه او رومانس و. خو په وروستيو کلونو کې رومان پراختیا ومونده. د ژوند هر ډول مسايل په کې ځای شول. د نورو کیسه ييزو ادبي ژانرونو په پرتله په رومان کې پېښېې په خورا مفصل شکل وړاندې کېږي. همدارنګه په رومان کې د پېښو، مکالمو او کریکټرونو شمېر ډېر زیات وي. د رومان د پراخې لمنې له کبله یو شمېر سترو لیکوالو دغه قالب ته مخه کړه، چې د دوی له منځه د "تولستوی، تیکېري، بلزاک، ډيکېنس او ... نورو نومونه د یادولو وړ دي.

د رومان ډولونه

دغه نثري ادبي ژانر د جوړښت او موضوع له پلوه پر بېلابېلو ډولونو وېشل کېږي. په لنډه توګه یې د ځینو ډولونو نومونه په لاندې شکل وړاندې کولای شو. 

د موضوع له اړخه

ـ ښوونيز رومانونه

ـ اجتماعي (Sociological) رومانونه

ـ رواني (Psychological) رومانونه

ـ محلي رومانونه

ـ نړېوال رومانونه

ـ تاريخي رومانونه 

د جوړښت او سبک له مخې

ـ مفکوروي 

ـ د شخصیت رومان

ـ د پېښو رومان

ـ روايتي رومان

 

مأخذ ـ د ادبپوهنې بنسټونه

Related Articles

May 21, 2021
2,748 views

اسلام د ساینس کورس نه دی!

کوم خلک چې اسلام او ساينس نېغ په نېغه تقابل ته اچوي له هغوی دواړه خرابېږي. د اسلام او ساينس ترمنځ نامستقيمه اړيکه موجوده ده، مثلاً په قران کريم کې د سورة النور په ۳۵ ايت شريف کې د اینسټاین د کتلې و انرژي ترمنځ د اړيکې په څېر خبره شوې ده، د المعارج س...

Apr 13, 2022
1,757 views

شهباز شریف څوک دی؟

۷۰ کلن میا محمد شهباز شریف د پاکستان له قامي جرګې د ۱۷۴ رایو په ترلاسه کولو سره د پاکستان درویشتم لومړی وزیر وټاکل شو. په دې ليکنه کې د نوموړي سیاسي فعالیتونو ته لنډه کتنه شوې ده.  میا محمد شهباز شریف د پاکستان له یوې خورا بانفوذه سیاسي کورنۍ سره تړ...

Dec 21, 2021
2,137 views

ټاقل څه ډول ازموینه ده؟

ډېری وخت چې د سکالرشيپونو معلومات خپروو نو هلته د انګليسي ژبې د ټافل ازموينې سند غواړي او بېلابېلې پوښتنې راځي چې ټافل ازموينه څه ده؟ ټافل څه وي؟ نن مو تاسو ته لاندې معلومات را ټول کړي دي چې د ټافل ازموينې په هکله دي.   ټافل که تاسو انګلیسي ژبي نه...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,235 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,279 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,421 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...