To start downloading books

Please sign in or create an account.

له سپرلۍ څخه به کوم اړخ ته ښکته کېږئ؟

له سپرلۍ څخه به کوم اړخ ته ښکته کېږئ؟

په هر قابل تکريم کار کې له ښي اړخه شروع كول غوره خبره ده. د نبي صلی الله علیه وسلم باره کې ام المومنين عايشه رضي الله عنها فرمايي: كَانَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يُعْجِبُهُ التَّيَمُّنُ فِي تَنَعُّلِهِ وَتَرَجُّلِهِ وَطُهُورِهِ وَفِي شَأْنِهِ كُلِّهِ.

نبيﷺ به له ښي طرفه پيل کول خوښول:  د پيزار په پښو كولو كې، د وېښتانو په ږمنځ كولو او په طهارت حاصولو كې، بلکې  په ټولو  (عزتمنو) كارونو كې. (صحيح البخاري: 168)

ځينې کارونه داسې دي چې د ښي اړخ کارول په کې واجب دي لکه په ښي لاس خوراک څښاک کول. 

ځينې کارونه د استحباب او غوره والي په درجه کې راځي، لکه جومات ته د ننوتو په وخت کې لومړی ښۍ پښه داخلول او د راوتو په وخت کې ګسه مخکې کول.

همدارنګه ځينې وختونو کې نبي صلی الله علیه وسلم ښي او ګس دواړه اختيار کړي دي لکه له لمانځه څخه د سلام په ګرځولو پسې نبي صلی الله علیه وسلم کله ښي اړخ ته مخ اړولی دی او کله ګس یا کېڼ اړخ ته لکه په صحیح مسلم کې د عبد الله بن مسعود رضي الله عنه حديث دی چې وايي تل ښي اړخ ته مخ مه اړوئ نبي صلی الله علیه وسلم چې به کله مقتديانو ته مخ رااړولو نو کله به يې ښي اړخ ته مخ کړو او کله ګس اړخ ته.

له سورلۍ څخه د کوزېدو پر مهال به کوم اړخ ته کوزېږي؟

 نو په دې باره کې خو واضح نص نشته، خو کوم تعامل چې د آس سوارو، اوښ سوارو او نورو د سورولۍ پر حيواناتو د سورلي کوونکو راروان دی هغه همدا دی چې ګس یا کېڼ اړخ ته به کوزېږي او په همدې کې اساني ده او همدا د شريعت له روح سره چې اسانۍ ته ترجیح ورکوي؛ سمون  خوري. 

 تر دې چې پر موټر سايکل سورلي کوونکي هم همدغه تعامل کوي. همدارنګه هغه ملکونه چې په ګس یا کېڼ لاس چلند کوي لکه انګلستان او له انګلستانه ازاد شوي هېوادونه لکه هند، بنګله دېش او پاکستان، نو هلته خو ډريور به په همدې ګس اړخ کوزېږي او له بسونو او لويو لاريو څخه د سورليو کوزېدل به هم له همدغه اړخه وي.

او که دغه صورت نه وي او ښي او ګس دواړو اړخونو ته د کوزېدو سهولت وي، نو بيا به اسانۍ ته ګوري چې کوم اړخ ته کوزېدل ده ته اسان دي. او الله ښه پوهېږي.

مفتي عبدالولي

Related Articles

چکچکې يا د لاسونو پړکول څه حکم لري؟

د خوشالۍ د حصول په وخت کې، د بل يا د ځان د کامیابۍ په صورت کې، د سم ځواب ورکولو په وخت کې د شاګرد د تشجیع او هڅونې لپاره، د ښې وينا په اورېدو سره د لاسونو پړکول ( چکچکې کول) څه حکم لري؟ ستر فقيه، شیخ محمد بن صالح العثیمين رحمه الله وايي چې په دې کار کې هېڅ حرج نشته، دا مباح عمل دی، یعنې دا کار حرام یا مکروه نه دی.  خو افسوس چې  یو وخت کې به د لاسو...

د نړۍ اووه حیرانوونکي ځایونه

لېکنه: شکېبا نادري، د نړۍ اووه حیرانوونکي ځایونه لومړۍ برخه له هغه وخت نه چې نړۍ رامنځته شوې ده، ټول خلک هڅه کوي چې په ژوند کې نوښتونه، بدلونونه، تمدونونه او نوي شیان رامنځته کړي. دا معلومه خبره ده چې د هر تمدن پیل له یونان څخه شوی او سرچینه یې یونان دی. لامل یې هم دا دی، کله چې اسکندر مقدوني ټوله نړۍ ونیوله، د نړۍ له هرې برخې څخه یې ټول لیکلي او...

پر ځان باور

پر ځان باور یا Self-Confidence په ټولنه کې ډیر خلک وینو چي په لوړ موقف یا ډیر بریالې دي. بریالیتوب او خپلو موخو ته رسېدل ډیر زحمت، او د بیلابیلو لارو چارو استفاده کول غواړي، چي یوه مهمه او بنسټیزه لاره یې په خپل ځان باور دی.پر ځان باور یا ډاډمنتیا چې په انګلیسې کې (Self-confidence) او فارسي ژبه کې (اعتماد به نفس) بلل کیږي، په خپلو وړتیاوو او ځانګرت...

Recommended Articles

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا رټل کېږي او د جرات ماده یې په هماغه کوچني والي کې مړه کېږي.   ځينې خلک بیا خپل جرات په هماغه کوچني...

د وينا پر مهال د ويرې ختمولو 27 ګټورې لارې

هغوى چې په سټيج باندې عونډو، سيمنارونو، ټولګي او حتى د ملګرو سره په مخامخ خبرو پر مهال ويره احساسوي دوى عمومآ د Glossophobia په اروايي ناروغۍ اخته دي، چې د خبرو دغه ويره د مرګ له ويرې هم سخته ده چې ستاسو مسلکي او شخصي ژوند زيان رسولى شي. ددغې ويرې پر مهال ستاسو بدن ريږدي، لاسونه مو خولې کيږي، زړه ضربان مو زياتيږي، چې په تجارت او د ژوند په نورو اړخ...

اعصاب په کومو شيانو کمزوري کېږي

د انسان په وجود کي اعصاب تر ټولو مهمه برخه ده، د انسان ټولي چاري او فعالیتونه د همدغي ناحیې څخه کنټرولېږي.لاندي ځیني مهم ټکي دي چي په پام کي نیول یې د ذهن په سالم ساتلو کي مرسته کو. - د سهار چای نه چیښل:هغه خلک چې د سهار چای نه چیښي په بدن کي یې د شکري اندازه راکښته کېږي، په نتیجه کي یې دماغ ته په کافي اندازه مواد نه ور رسېږي او دماغ کمزوری کېږي....