د وینې ټيټ فشار؛ نښې، لاملونه او درملنه

R
Riaz Muqamzai
Author
Feb 21, 2021
5 years ago
5,648 views
د وینې ټيټ فشار؛ نښې، لاملونه او درملنه

ژباړه ـ ریاض مقامزی

له ګڼو نورو فکټورونو ور هاخوا ناروغۍ هغه څه دي، چې د انسان ژوند ګواښي. یو له دغو ستونزو د وینې ټيټ (ښکته) فشار دی. په دې لیکنه کې به تاسو د وينې د ټيټ فشار په اړه معلومات ولولئ.

د وینې ټيټ فشار

که په لنډ ډول یې ووایو، د وينې ټيټ فشار (Hypotension) داسې یو حالت دی، چې د انسان زړه په کافي اندازه وينه نه پمپموي. دا حالت تقریباً ډېرو انسانانو ته ورپېښېږي. خو کله یې چې علایم ښکاره او بارز شي، په دې معنا ده چې وضیعت خطرناک دی، نو ژر تر ژره یې درملنه پکار ده.

کله چې د زړه او مغزو ترڅنګ د بدن نورو مختلفو غړو ته په مناسبه اندازه وینه و نه رسي نو د انسان بدن سم کار نه کوي.  همدارنګه پر له پسې د ټيټ فشار حالت کې ژوند تېرول ستاسو د فکري تمرکز قوت کمزوری کوي.

د وينې ټيټ فشار څو درجې وي؟

که څه هم په بېلابېلو وګړو کې دا درجه فرق کوي، مګر بیا هم له "۹۰" درجو ښکته ټيټ فشار بللای شو. په داسې وخت کې باید ژر تر ژره ددې درجې د پورته کولو په فکر کې شئ.

علایم

په ځينې مواردو کې د وينې ټيټ فشار ستاسو په روغتيايي حالت کې د یوې ستونزې ښکارندويي کوي. له همدې امله د وینې د ټيټ فشار علایم پېژندل مهم دي، تر څو ستونزه پر وخت حل شي. ځينې عمده علایم عبارت دي له:

ـ سر ګرځېدل 

ـ بې هوښي

ـ زړه بدوالی

ـ په سترګو تیاره راتلل

ـ د فکري تمرکز له لاسه ورکول

ـ ستړيا

ـ د سترګو توروالی ورک کېدل

لاملونه

په عمده توګه د وینې د ټيټ فشار لاملونه په لاندې ډول دي:

ـ امیندواري

ـ د زړه ناروعۍ

ـ په بدن کې د اوبو کمښت

ـ په غدو کې اختلالات

ـ شدید عفونت

ـ د ځينو درملو اغېز 

ـ د وينې بهېدل

ـ آنافیلاکسي (الرژيکي غبرګون)

ـ په غذايي رژيم کې د مغذي موادو کمښت

درملنه

مهمه خبره دا ده، چې تاسو باید ډاکټر ته ولاړ شئ، تر څو ستاسو ناروغي معلومه کړی. خو وړاندې له دې چې ډاکټر ته ولاړ شئ، کولای شئ له ځینو ساده تګلارو ګټه واخلئ ترڅو فشار مو عادي حالت ته راشي.

لومړی ـ د لیمو شربت

که تاسو په کور کې لیمو او یا هم نارنج درلود نو بختور یئ. ژر تر ژره په یوه ګیلاس کې د لیمو او مالګې شربت جوړ کړئ او ناروغ ته یې ورکړئ. په لنډه موده کې به یې ستونزه حل شي. 

 دویم ـ د اوبو څښل 

لکه څرنګه چې مو پورته یادونه وکړه، د اوبو کمښت ستاسو د وینې فشار ټيټولای شي نو که همدا یې علت وي د اوبو څښل ستاسو فشار عادي حالت ته ګرځولای شي. د فشار د ټيټېدو په وخت کې هڅه وکړئ، چې ډېرې اوبه وڅښئ.

درېيم ـ له پښو ګټه اخيستل

روغتيا پالان یو بل وړانديز هم کوي. کله چې فشار مو ټيټېږي کوښښ وکړئ د خپلو پښو لاندې بالښت کېږدئ او د سر طرف مو د پښو په پرتله ټيټ پرېږدئ. دا کار مو فشار کنټرولولای شي. یا هم کولای شئ خپلې پښې دېوال ته کېږدئ، په دې توګه به د پښو طرف د سر په پرتله پورته شي.

Related Articles

Feb 21, 2024
1,680 views

شعبان میاشت فضلیت

دوکتور عبدالمجيد مكيژباړه حبيب سرور مکي بسم الله الرحمن الرحيم شَعْبانُ : دهجري قمري کال اتمه مياشت ده  چې درجب او رمضان منځ کې واقع ده شعبان معنى تيټ او پرک کيدل دغه مياشت کې عربي قبائل جنګونو لپاره تيت او پرک کيدل ځکه ذالقعده، ذالحجه، محرم الحرام...

Jan 17, 2021
3,281 views

آمونیم نایټرایټ څه دي او کله خطرناک کېدای شي؟

لیکنه: نګین کرګر آمونیم نایټرایټ یو جامد سپین رنګې په اوبو کې منحل مواد دي. دا سملاسي نه سوځي خو که چیرته د نورو سوند موادو یا اوراخیستونکو موادو سره نږدې وي نو اور اخلي او د اور اخیستلو په وخت کې دا مواد زهري نایټروجن لرونکي ګازونه خپروي. آمونیم ن...

Nov 10, 2020
2,250 views

به ادامه ی خیانت ها

به ادامه ی خیانت ها (معرفی کتاب) مصطفی عمرزی زد و بند های سیاسی از سال ها به این سو، شمال افغانستان را ناامن ساخته اند. با سقوط حکومت شهید داکتر نجیب الله، ساخت انواع عمدی حکومت های محلی تا مانع اقتدار مرکزی حاکم بر کُل کشور شوند، جزو استراتیژی رو...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,239 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,279 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,422 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...