To start downloading books

Please sign in or create an account.

د ماشومانو سالمه روزنه

د ماشومانو سالمه روزنه

لیکنه ـ ریاض مقامزی

ماشومان زموږ او ستاسو د ټولنې یوه مهمه برخه جوړوي. د نن ماشومان د سبا لویان دي؛ یعنې که نن دوی سم وروزل شول، نو پرته له شکه چې راتلونکي نسلونه به مو آرام او سوکاله ژوند ولري. خو له بده مرغه اکثره کورنۍ پر دې نه پوهېږي، چې د ماشومانو په سمه روزنه کې کومو ټکو ته باید پام وشي. په دې لیکنه کې به پر دې موضوع مفصلې خبرې وشي.

اړین ټکي

د خپلو ماشومانو د سالمې روزنې لپاره باید ډېر دقیق اوسئ او لاندې ټول ذکر شوي موارد په پوره غور ولولئ. همدارنګه د ټولو لارښوونو په تطبیق کې ډېره خواري وکړئ تر څو د ماشومانو راتلونکی مو روښانه وي.

۱. بشپړې شيدې ورکړئ

دا خبره ستاسو د ماشومانو ذهني او فزیکي روغتيا لپاره ډېره اړینه ده. که تاسو ته خپل ماشوم ارزښت لري نو دې ټکي ته خاصه پاملرنه وکړئ. اکثره میندې ماشومانو ته بازاري شيدې ورکوي، چې دا کار ناسم دی. خو که ستونزه ډېره وي او د مور شيدې کمې وي، نو بیا کولای شئ له ډاکټر سره په مشورې دا کار وکړئ.

روغتيا پالان توصیه کوي، چې هر ماشوم باید لږ تر لږه دوه کاله د مور شیدې وڅښي. که دا کار و نه شي، ماشوم د ذهني کمزورۍ او هډوکو د کمزورۍ ترڅنګ له ګڼو نورو روغتيايي ستونزو سره مخ کېږی. 

۲. روغتيا ته یې پام وکړئ

که ستاسو ماشوم/ماشومان ناروغ وي او تاسو یې پر وړاندې بې غوره یئ نو له خپل ماشوم سره ظلم کوئ. له ماشوم څخه مو موخه یوازې د غېږې ماشومان نه دي. بلکې هغوی هم په دې ډله کې راځي چې لا زلمي شوي نه وي. 

لږې او وړې ناروغۍ د نه درملنې په صورت کې پر لویو ستونزو بدلېدای شي. همدارنګه کوښښ وکړئ هغوی ته مناسب خواړه هم چمتو کړئ. زموږ موخه دا ده، چې که ستاسو ماشوم لږ هم ناروغ وي له روغتياپالانو سره مشوره وکړئ. 

۳. مينه ورکړئ

ماشومان له هر څه ډېر مینې او درک ته اړتیا لري. کوښښ وکړئ د هغوی پر وړاندې بې غوره مه اوسئ. زموږ اکثره ماشومان یوازې د مور مینه وي، خو د پلار له مینې بې برخې وي. پلرونه اکثره په کارونو بوخت وي نو خپلو اولادونو ته وخت نه ورکوي. دا کړنه ډېره نامناسبه ده. پلرونه باید خاصه توجه وکړي. حد اقل د شپې یو ساعت دې خپلو اولادونو سره تېر کړي.

۴. له نورو ماشومانو سره یې لوبو ته پرېږدئ

ځينې کورنۍ خپلو ماشومانو ته اجازه نه ورکوي، چې له نورو ماشومانو سره لوبې وکړي. دا کار مو ماشوم په اروايي لحاظ ځپي. ګوښه ګير را لویېږي او استعدادونه یې کمرنګه کېږي. هڅه وکړئ چې ماشومانو لوبو ته پرېږدئ.

۵. اړيکې یې وڅارئ

دا خبره ډېره مهمه ده. د خپلو ماشومانو اړيکې وڅارئ، ترڅو بې لارې نه شي. همدارنګه ملګري یې وګورئ چې څه ډول ماشومان دي. که ناسم ملګري یې ټاکلي وي، کولای شئ د خبرو له لارې یې وپوهوئ. 

۶. لوبې ورسره وکړئ

له ماشومانو سره د لوبې ګټه دا ده، چې هغوی نه ناهیلې کېږي. همدارنګه د ډاډ احساس کوي. په دې توګه تاسو ته هره خبره په ډاډه زړه کولای شي. په دې کار سره د نورو ناسمې غوښتنې هم له تاسو سره شریکوي او هغوی له بدو پېښو ژغورل کېدای شي.

۷. مه یې رټئ

آیا غواړئ ماشومان مو باجرأته، پياوړي او با استعداده لوی شي!؟ که یې غواړئ نو خپل ماشومان هېڅکله مه رټئ. د ماشومانو رټل د هغوی جرأت، پیاوړتيا او استعداد وژني. آن که ماشومان مو ناسم کار هم وکړي، باید و یې نه رټئ. کولای شئ ستونزه په خبرو او مینه حل کړئ.

Related Articles

د "ملګرو ملتونو" سازمان ولې رامنځته شو؟

ليکنه ـ رياض مقامزی کله چې هم په نړۍ کې لویې پېښې وشي، لوی بدلونونه رامنځته شي، په هېوادونو کې جګړې وي او یا هم غیر تصوري سیاسي بدلونونه رامنځته شي. ورسره سم د نړېوالې ټولنې غوښتنې اورو/لولو. تاسو ته به هم پوښتنه پیدا شوې وي، چې دا څه ډول سازمان دی او کوم کارونه کوي. په دې لیکنه کې پر همدې موضوع خبرې شوي دي.    پېژندنه د "ملګرو ملتونو" اصطلاح د...

د انار دپوستکي روغتیایي ګټې

لیکنه: شکېبا نادري،  د انار د  پوستکي روغتیایي ګټې   انار هغه مېوه ده چې د مني په موسم کې پخېږي د مني پر مهال دا مېوه زموږ د ګران هېواد افغانستان په هر ولایت کې په ځانګړي توګه په کندهار او جلال اباد ولایتونو کې ډېره پیدا کېږي، چې هر څوک یې په اسانۍ او ارزانه بیه تر لاسه کولای شي، له بده مرغه چې ډېری خلک د انار پوستکی لرې غورځوي، خو که یې له روغتی...

خوندور افغاني خواړه وپېژنئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی خواړه د انساني ژوند د بقا لپاره خورا اړین بلل کېږي، چې بېلابېل ډولونه لري. ځينې خوراکونه د نړۍ په سطحه پېژندل شوې وي او هر چېرې یې موندلای شو؛ مګر ځينې نور بیا په سیمه ييزه کچه موجود وي، چې د هیوادونو او محلي سیمو ځانګړې خواړه بلل کېږي. په افغانستان کې هم د خوړو ګڼ شمېر محلي ډولونه موندلای شو، چې د ښه خوند ترڅنګ د چمتو کولو جال...

Recommended Articles

که دا عادتونه خپل کړئ له غربت څخه خلاصېږئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا به سمه خبره وي، چې شتمني له قسمت سره تړلې ده؛ خو دا خبره هم هېڅکله غلطه نه ده، چې ستاسو عادات په دې برخه کې رغنده رول لري. که تاسو هر څومره ډېرې پیسې ولرئ؛ مګر پر مصرف، پانګونې او نورو لاروچارو پوه نه شئ ډېر ژر به مو غربت د کور تر دروازو ورسېږئ. یا که ډېر غریب هم یئ؛ مګر دا لارښوونې عملي کړي، نو ډېر امکان شته، چې له غربت څخه...

بي دوه پنځوس" څه ډول الوتکې دي؟"

ژباړه ـ ریاض مقامزی په هېواد کې د جګړو له پراخوالي سره سم امریکايي ځواکونو اعلان وکړ، چې د بي.۵۲ الوتکو پر مټ به پر تالبانو هوايي بریدونه وکړي؛ همداسې وشول او په بېلابېلو سیمو کې یې د وسله والو تالبانو ډلې په نښه کړې. خو اوس پوښتنه دا ده، چې بي ـ ۵۲ څه ډول الوتکې دي او کومې ځانګړتیاوې لري؟  ددې لیکنې تر پايه به مو دواړه پوښتنې حل شي.    ځانګړتي...

کوټه سنګي ته ولې کوټه سنګي وايي؟

ځینې کسان په دې اند دي چې د کوټه سنګي نوم اصلا د هغې ډبرېنې کوټې څخه اخیستل شوی دی چې یو وخت په میرویس میدان کې جوړه شوې وه.ویل کیږي کله چې د دغه ځای د سړکونو کرښې وکښل شوې د سړکونو د تقاطع په نقطه کې یعنې په څلور لارې کې د ساتونکي لپاره د ډبرو یوه خونه جوړه شوه له همدې امله دا سیمه په کوټه سنګي یا د ډبرو د کوټې په نوم ونومول شوه.خو اصلا د دې  سیمې...