د شکسپير ژوند او فن

R
Riaz Muqamzai
Author
Feb 26, 2021
5 years ago
3,243 views
د شکسپير ژوند او فن

لیکنه ـ ریاض مقامزی

د نوموړي بشپړ نوم ویلیام شکسپير (William Shakespear) دی. دی هغه نامتو لیکوال او متفکر دی، چې په نړۍ کې داسې لوستي خلک ډېر کم دي چې له نامه سره به یې اشنا نه وي. همدارنګه ویل کېږي، چې په انګلستان کې داسې کورونه بېخی لږ دي، چې د شکسپیر کتاب دې په کې پیدا نه شي. دی اصلا د انګلستان دی. خو وخت ناوخت یې په اړه ځينې عجیبې څرګندونې هم شوي دي.

یو ځل د لیبیا ولسمشر (معمر قذافي) ویلي و، چې شکسپير اصلا عرب و. خو کله چې انګرېزان د هغه په نبوغ پوه شول نو انګلستان ته یې یووړ. 

ددې ترڅنګ ګڼې نورې عجیبې دعوې هم شوي دي، مګر بیا هم مؤرخين سره په یوه خوله دي او شکسپير یې د انګلستان بللی دی. دا چې نوموړی د ښه فکر او حافظې خاوند و، نو ځکه خو یې خپل دينې کتاب په ډېر وړوکوالي کې حفظ کړی و. 

دا چې د هغه وخت علوم اکثره په لاتیني ژبه ول نو شکسپیر هم یاده ژبه زده کړه او ګڼ فلسفي، ادبي او علمي کتابونه یې مطالعه کړل. د وخت په تېرېدو سره ترې لوی لیکوال او ډرامه لیکونکی جوړ شو. دا چې ډرامې یې ځانګړي فیلسوفانه رنګونه لري، نو ځکه خو یې له اکثرو فلمونه هم جوړ شوي دي. نوموړی یوازې یو ډرامه لیکونکی نه و، بلکې یو ښه شاعر هم و. اشعار یې تر اوسه هم ګڼ مينوال لري.

د زېږېدو او مړينې نېټه یې دقیقه معلومه نه ده. خو تاریخپوهان یې د مرګ نېټه "۱۶۱۶م" کال اټکلوي. د اولادونو په اړه یې ویل کېږي، چې درې زامن یې دلودل او درې واړه نالوستي وو. که څه هم د اثارو اندازه یې معلومه نه ده. خو اټکل یې ۳۷ ډرامې او ۱۵۴ عنوانه شعرونه دي. 

د شکیپير ویناوې 

ـ څومره چې ستا کارونه اړين وي، هومره به دې دښمنان ډېر وي.

ـ د انسان کار دا دی، چې سبا په نن او نن په پرون بدل کړي.

ـ پوچ او بې کماله سړی، لکه تش لوښی ډېر شور کوي. 

ـ خدای تاته یو مخ درکړی، خو ته بل مخ غوره کوې.

ـ هرڅوک چې قناعت نه لري، تر ټولو غریب. 

ـ که چېرې ټوله نړۍ له ترخو ډکه شي، زه به یې د خوږو په هیله وزغمم.

ـ لېونی، مئین او شاعر، دا درې واړه له یوې ډلې دي. ځکه چې دوی ټول خپل ژوند په خیال کې تېروي. 

ـ موږ د زېږېدنې پر مهال ژړېږو. ځکه چې پوهېږو، په نړۍ کې به له لېونتوب او حماقت سره مخ کېږو. 

وخت پر هغو خلکو باندې چې منتظر دي، ډېر ورو، په هغو کسانو چې په وېره او ډار کې دي، ډېر تریخ په هغو کسانو چې غمجن دي ډېر اوږد او پر هغو کسانو چې خوشحاله دي. ډېر تېز تېرېږي. خو هغوی چې مئين د هغوی وخت پیل او پای نه لري.

ـ نړۍ د یوې صحنې په شان ده. هرڅوک باید د خپل رول له اداکولو وروسته صحنه بل کس ته پرېږدي. نو یوازې هغه کسان په یاد وي، چې خپل مسولیت سم ادا کړي.

Related Articles

Sep 22, 2021
3,577 views

غوره مقاله ليکنه

ليکنه ـ بهرام بهیر سریزه:مقاله لیکنه یو له هغو هنرونو څخه ده چې د هغه پواسطه کولای شو خپله نظریه له ټولنې، هیوادوالو او نړیوالو سره شریکه کړو او هغوی یې د تطبیق په برخه کې ملاتړ ته راوبلو؛ مونږ پدې لیکنه کې هڅه کړې چې تاسو ته یو داسې رهنمود په لاس د...

Jan 16, 2022
2,784 views

د هڅوونکي سهار پیل

لیکوال : وحید زهیرخوښي او بریالتیوب د هر چا حق دی. هر انسان ارام او ښکلی ژوند خوښوي، خو ټول ښکلی ژوند نه لري. ځينې خلک پیدایشي بختور وي. چېرې باعلمه، نېک نامه او سرمایه داره کورنۍ/ټولنه کې پیدا شي، د ژوند امکانات ورته تیار وي. که یو څه بادرکه وي، مخک...

Jun 02, 2023
1,218 views

بهرام خان خادم طرحه د اشرف غنی په اړه

زما په نظر خو بهرام خان خادم ښه طرحه وړاندې کړې  د امريکا پرځای ولسمشر غني راوغواړئ! ولسمشر غني په نړيوال بانک کې کلونه-کلونه د بشري ناورينونو د دفعې کميسيون غړی ؤ. ولسمشر غني د شوروي اتحاد لپاره په ځان بسيا اقتصاد پروپوزل ليکلی. ولسمشر غني د نړۍ...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,969 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,198 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,182 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...