د ويکټور هوګو ژوند او فن

R
Riaz Muqamzai
Author
Feb 26, 2021
5 years ago
3,846 views
د ويکټور هوګو ژوند او فن

لیکنه ـ ریاض مقامزی

د نړۍ د نامتو لیکوالو په سرلارو کې د "هوګو" نوم هم د یادولو وړ دی. په دې لنډه لیکنه کې به تاسو د فرانسې هېواد ددې ستر لیکوال په اړه ډېر معلومات ولولئ. 

هوګو څوک و؟

هوګو په نولسمه زېږديزه پېړۍ کې په ځانګړې توګه د فرانسې او په کُل کې د ټولې نړۍ نامتو لیکوال او شاعر دی. د نوموړي بشپړ نوم ويکټور هوګو (Victor Hugo) دی. دې ستر لیکوال په "۱۸۰۲" زیږديز کال کې د فرانسې هېواد په بزانسون سیمه کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستلې. ویل کېږي چې نوموړی ډېر کمزوری ماشوم و، نو اکثرو خلکو هیله نه لرله چې هوګو دې ګوندې ژوندی پاتې شي. مګر د خلکو د وړاندوینې برعکس هغه ژوندی پاتې شو او یو ستر لیکوال ترې جوړ شو. 

هوګو لومړنۍ زده کړې په پاریس کې وکړې. له یو څه مودې وروسته یې په شعر، لاتيني ژبه او ریاضي کې ښه نوم وويست. هوګو خپله شاعري د مکتب په دوره کې پيل کړه او شاعرۍ يې په ښوونځي کې مډال وګټه. په همدې وخت کې ورته د فرانسې بل نوموتي لیکوال "شاتوبریان" د "عالي ماشوم" لقب ورکړ.

د هوګو شعري ټولګه په ۱۷ کلنۍ کې چاپ شوه. چې خلکو یې ښه هرکلی وکړ. په یوویشت کلنۍ کې د فرانسې پاچا لخوا پر دندې وګومارل شو او دوه زره فرانکه یې معاش و. په هغه وخت کې دا ډېرې پیسې وې. په همدې توګه هوګو سیاسي لوبې ته هم ور ودانګل. له دې کبله یې په ژوند کې ډېرې لوړې ژورې هم ولیدې.

ددې ستر لیکوال ځينې مهم اثار عبارت دي له: ((هغه سړی چې خاندي، بېنوایان، د خزان پاڼې، د یوه محکوم وروستۍ ورځ، وړوکی ناپيلیون او ...))

هوګو په "۱۸۸۵" زیږديز کال کې ناروغ شو. ډېر خلک به یې پوښتنې ته راتلل. چې په پای کې د همدې کال د می په شلمه تاریخ د درې اتيا کالو په عمر ومړ. پخپله یې وصیت کړی و، چې:

ـ له خپلو شتو څخه ۵۰۰۰۰ فرانکه بېوزلانو ته بخښم.

ـ زما جسد د فقیرانو په تابوت کې هدیرې ته ورسوئ.

ـ د کلیسا له دعا او بخښنې بېزاره یم.

ـ غواړم خلک راته دعا وکړي.

ـ پر خدای بشپړ ایمان لرم.

د هوګو ویناوې

ـ ژوند ریاضي ده. ښېګڼې جمع کړئ، شخړې منفي کړئ. خوښي ضرب کړئ! دردونه تقسیم کړئ. د نفرت جذر وباسي او عشق پر توان لوړ کړئ. 

ـ احتیاط د پوهانو لومړنی شرط دی.

ـ هر ښوونځی مو چې پرانيست، د زندان یو ور مو وتاړه

ـ حېوانات له دې امله نېکمرغه دي، چې دوزخ ته نه ځي.

ـ ناکام خلک انرژي نه، بلکې هوډ او اراده نه لري.

ـ بد چانسه سړی هغه دی، چې پر خپلو وړتیاوو باور نه لري.

ـ ادبیات د تمدن پټ راز او شعر د پټو هيلو سرچينه ده. 

ـ ټنبلي دوه اولادونه لري. زوی یې غل او لور یې لوږه نومېږي. 

ـ له هغه چاسره مینه وکړه، چې ستا د مينې وړ وي، نه د مینې وږی. ځکه چې د مينې وږی یوه ورځ مړېږي. 

د بېوزله سړي ملګری یوازې چوپتيا او "هو" ده.

Related Articles

Oct 13, 2025
899 views

یو خوایزه مینه

ولې مینه کله نا کله یو طرفه وي؟مینه تل د دواړو د زړه خبره نه ده — ځینې وخت یو څوک ډېر احساس لري، خو مقابل لوری ورته هماغه احساس نه لري. دا له څو لاملو څخه پیدا کېږي:   ۱. د احساساتو نابرابريهر انسان د مینې د درک، عاطفې او ژورتیا په کچه کې توپیر لري...

Jun 02, 2023
2,623 views

هایبریډ یا برقی موټرونه

د هایبریډ موټرانو په باره کی د مشتریانو پوښتنی ؟ ۱:د هایبریډ موټر بټری د څومره وخت لپاره کوی؟✅جواب:اټکل کیږی چی د هایبریډ موټر بټری د 5څخه تر 10 کلونو پوری دوام وکړی.۲:ایا هایبریډ موټر ساتنی ته اړتیا لری کنه؟✅جواب:دا چی هایبریډ موټرانو جوړښت مغلق...

Jan 07, 2025
1,099 views

The politics of Attention

د پام سیاست یا Attention Politics  عمران اختر  د پام سیاست یا Attention Politics په اوسني ډیجیټلي عصر کې یو مهم مفهوم دی چې د سیاسي، ټولنیزو، او اقتصادي اهدافو لپاره د خلکو د پام راجلبولو هڅې منعکسوي. دا مفهوم د ډېری هېوادونو، په ځانګړې توګه د افغا...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,411 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,326 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,553 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...