هغه جملې چې ژوند مو بدلولای شي!

R
Riaz Muqamzai
Author
Mar 06, 2021
5 years ago
3,015 views
هغه جملې چې ژوند مو بدلولای شي!

لیکنه ریاض مقامزی

د ژوند د درسونو په لړۍ کې به دا ځلې د یوه بل انسان له تجربو يو څه زده کړو. خو آيا پوهېږئ يو له هغوی کسانو تاسو یئ، چې ډېر ژر به مثبت لوري ته بدلون وکړئ؟

هو، تاسو! ځکه چې د ژوند د بدلونه په لټه کې یئ او دا کرښې په مینه لولئ. 

نن به د ویکټور هوګو له ویناوو د ژوند ځينې درسونه واخلو. د لیکنې تر پایه به پر ډېرو نوو خبرو پوه شئ.

۱. "احتیاط د پوهانو لومړنی شرط دی."

که پر هر کار بوخت یئ، احتیاط خپل عادت وګرځوئ. یو بل لیکوال وايي چې احتیاط باید په احتیاط کولو کې هم وشي. وارخطايي او سرعت د کار د چټکټيا لپاره ډېره مهمه ده، مګر احتیاط له سرعت څخه هم ډېر اړین بلل کېږي.

که هر اقدام کوئ باید احتیاط لپاره د مسئلې ټول اړخونه وسنجوئ ترڅو په راتلونکي کې له ستونزو سره لاس و ګرېوان نه شئ.

۲. "هر ښوونځی مو چې پرانيست، د زندان یو ور مو وتاړه"

که څه هم د ښوونځیو تړل د دولتونو کار دی، مګر دلته يو بل پيغام هم شته. که تاسو غواړئ خپل اولادونه له زندانونو او تیارو وژغورئ نو ښوونځي کې یې شامل کړئ. ترڅو په هر څه یې ذهن آګاه شي. که پخپلو اولادونو سرمایه ګذاري کوئ نو ښوونځيو ته یې ولېږئ ترڅو د جهل او ناپوهۍ ور وتړل شي.

۳. "حېوانات له دې امله نېکمرغه دي، چې دوزخ ته نه ځي."

په دې جمله کې ډېر مهم پيغام دا دی، چې باید خپل آخرت ته هم خاصه پاملرنه وکړو. ځینې ځوانان وايی دوه ورځې ژوند دی. هر څه مو چې زړه وغوښتل باید ویې کړو. مګر دوی په ناسمه دي. ژوند هېڅکله ددې لپاره نه دی، چې بې ځایه یې تېر کړو. تل باید خپل رب په یاد ولرو. هېڅکله هم باید له مرګه وروسته ژوند هېر نه کړو. که همداسې مو وکړل او اخرت مو همېشه په یاد وي نو تل به نېک کارونه کوو او ټولنې ته به مو خیر رسېږي.

۴. "ناکام خلک انرژي نه، بلکې هوډ او اراده نه لري."

آیا پوهېدئ چې د ناکامۍ اصلي علت څه دی؟ هوګو یې درته وايي. هغوی چې هوډ نه لري ناکام خلک دي. آیا داسې شوئ، چې تاسو د یو کار کولو اراده درلوده مګر د لټۍ له امله درڅخه پاتې شوه؟

که داسې شوي وي، د هوډ او ارادې له کمزورۍ سره مخ یئ. نو هڅه وکړئ چې د خپلې ارادې پپاوړتيا ته کار وکړئ. د ټولو خواوو له سنجولو وروسته، چې هر کار ته اراده کوئ باید ترسره یې کړئ. آن که دا کارونه ډېر عادي هم وي، مه يې پرېږدئ.

Related Articles

May 04, 2021
3,261 views

د خیبر لرغونې ـ تاریخي لاره او دره

((دخیبر دره خو لار دتلو راتلوده په کابل اوپیښور کې افغان یودی)) دپښتنو په تاریخ کې دخیبر تاریخي دره چې په انګریزي کې ورته ( Khyber pass ) وایی دهندوکش دغرونویوه لړۍ ده چې د افغا نستان او پښتونخوا تر مینځ پرته ده .دغه تاریخي دره د(۱۸۷۹) زیږدیز/میلاد...

Jul 20, 2022
4,940 views

د ځمکې په اړه لس جالب معلومات

۱- د ځمکې احاطه يا circumference څلوېښت زره او ۷۵ کيلو متره ده. د ځمکې سطحه، ۷۱ سلنه يې اوبه او پاتې ۲۹ يې وچه ده. د ځمکې د باندنۍ سطحې پراخوالی ۵۱۰ مېليونه کيلو متره مربع ته رسيږي.  ۲- ځمکه له لمر څخه ۱۴۹.۶ مېيلونه کيلو  متره لېرې ده. ځمکه د لمر  پ...

Aug 11, 2020
2,993 views

ځان موندنه

ته مینه ناک يې شېبه په شېبه ځان ته متوجه يې او غواړې په نړۍ کې یو مهم رول ولوبوې، نو له دې مخې هغه انسان يې چې هره شېبه خپل ځان او خپل لاشعوره ضمير ته توجه لرې او د موجودیت په نړۍ کې خپل ځان تر کنټرول لاندې نیسې او د هغو ارزونه کوې، نو ځکه هر وخت له...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,461 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,349 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,598 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...