هغه جملې چې ژوند مو بدلولای شي!

R
Riaz Muqamzai
Author
Mar 08, 2021
5 years ago
2,738 views
هغه جملې چې ژوند مو بدلولای شي!

دا ځل به د اوسنۍ ايټاليې د ستر شاعر (هوراس) په ويناوو کې د ژوند درسونه ولولئ!

۱ـ “له سبا ورځې نه څوک خبر دي؟ همدا نن ورځ په خوښۍ تېره کړه.”

که ځير شو نو نوموړی هغه خلک ننګوي، چې تل د سبا په اړه فکر کوي. دا ډول خلک د سبا په اندېښنو کې د نن موقع له لاسه ورکوي. اوس تاسو فکر وکړئ او سم ځواب ووايئ، آيا تاسو هم راتلونکي ته اندېښمن يئ؟ که ځواب مو هو وي، نو دا کړنه همدا نن پرېږدي. ددې چارې تاوان ډېر زيات دی. تاسو د سبا په اندېښنو کې د نن فرصت له لاسه ورکوئ او خپل ژوند د اندېښنو او تشويشونو قرباني کوئ. که ستاسو ملګري هم دا ستونزه لري، کولای شئ هغوی هم له دې ناسمې لارې وسپموئ. 

۲ـ “څوک چې کار پيل کړي، نيم کار يې پای ته رسولی دی.”

د جلمې ژورو ته که ځير شو، نو خبره واضحه ده. ډېری خلک ښې مفکورې لري، پلان لري او پوهېږي چې بريالي کېږي. مګر بيا هم ترې کار پاتې وي. پوهېږئ اساسي علت يې څه دی؟ پيل! دا ډول خلک له پيله وېرېږي. که تاسو هم په ورته حالت کې يئ همدا اوس خپل امکانات وسنجوئ او په کار لاس پورې کړئ. دا خبره ستاسو په علمي، ټولنيز او کاري ژوند کې هم صدق کوي. ځينې خلک د درس، ځينې د اړيکو او ځينې نور بيا د کاروبار په شروع کولو کې د پيل له مرحلې نه شي تېردلای. اوس فکر وکړئ تاسو څه پلان لرئ؟ ځواب مو که هر څه وي پيل يې کړئ. ډېر ژر د خپل فعاليت پای او پايله هم ووينئ.

۳- “د امپراتورۍ له اراده کولو څخه د خپل ځان اراده کول سخت دي.”

آيا لويې هيلې لرئ؟ د لويو کارونو د ترسره کولو ارادې لرئ؟ که ځواب مو هو وي نو لومړی بايد پر خپل ځان حاکميت پيدا کړئ. تاسو ته به پر ځان حاکميت بېخي عجيبه ښکاري، مګر دا تر ټولو سخت کار دی. که تاسو پر خپل ځان حاکميت پيدا کړ، ټولې نړۍ ته تغير ورکولای شئ. آيا کله له خپلو غوښتنو تېر شوي يئ؟ که ځواب مو نه وي نو تر اوسه پر خپل ځان حاکميت نه لرئ. ددې جملې شرحه ډېره لويه ده. خو په لنډ ډول ويلای شو پر ځان حاکميت پر نړۍ حاکميت دی. تاسو به فکر کوئ چې نړۍ خو ډېره لويه ده. حقيقت هم همدا دی، چې نړۍ ډېره ستره ده. خو زموږ موخه فردي نړۍ دي. موږ د سترې نړۍ ترڅنګ ځينې کوچنۍ نړۍ هم لرو. لکه خپله کورنۍ، قوم او هېواد هم زموږ د کوچنۍ نړۍ يوه برخه ګرځي.

Related Articles

Aug 17, 2020
4,591 views

د اعلیحضرت غازی امان الله خان ژوند لیک

د امیر عبدالرحمن خان (۱۹۰۱-۱۸۸۰ع) د تور استبداد په ځاله، د شهزاده حبیب الله خان د ګڼ شمیره حرمسرای د یوې نازولې مېرمنې سراج الخواتین په کور د پغمان په دره زرګر کې د حاجي اسد خان کره د (۱۳۰۹)هـ.ق، (۱۸۹۱ع کال) د میانې په پینځمه نېټه یو ماشوم پیدا شو چې...

Nov 26, 2020
3,550 views

ولې ډاکټران نبض ګوري ؟

نبض د روغتېا د څرنګوالي ښودونکې ېوه مهمه هنداره ده . که ستاسې نبض منظم او د ټکانونو شمېر ېې معیاري وي نو مانا ېې دا ده چې ستاسې روغتېا ( په ځانګړي ډول زړه او وينې سيستم ) په ښه حالت کې ده . خو که چېرته د نبض ټکانونه غېر منظم او شمېر ېې تر معیاري اندا...

Mar 09, 2023
1,297 views

انجینرۍ اړین لنډیزونه

  د انجینرۍ اړین لنډیزونه CIVIL ENGINEERING ABBREVIATION: The common abbreviation used in civil engineering are as following:----------------------------------------------- A.A.S.H.T.O – American Association of state highway Transport Official....

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,302 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,294 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,477 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...