څنګه کولای شو صبر ولرو؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Mar 08, 2021
5 years ago
4,989 views
څنګه کولای شو صبر ولرو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی

په ټولنیز ژوند کې د صبر او زغم لرل خورا مهم دي. که موږ زغم او صبر ولرو خپله ذهني آرامي مو به ساتلې وي او چې ذهني سکون موجود وي نو انسان خپلې ټولې چارې په ښه شکل تنظیمولای شي. د صبر او زغم په اړه چې زه څومره مطالعه لرم، دا کوم څیز نه دی، چې و يې پيرو. بلکې د ځان د قانع کولو یوه تګلاره ده. که دغه تګلاره مو زده وي، نو کولای شو صابر اوسو.

په دې تګلاره کې د ضابر کېدو لومړنی شرط دا دی، چې خپل ځان وپېژنئ. ته په څه کې صبر کول غواړې. د لیکنې تر پایه به پر ټولو خواوو بحث وشي.

د ستونزو پر مهال صبر

ځينې وګړي د ستونزو پر مهال له بې صبرۍ سره مخ کېږي. ستونزې په رښتيا هم د انسان زغم له منځه وړي، خو څه کول په کار دي؟

د ستونزو پر مهال د الله "ج" یادونه او عبادت تاسو ته ډېره انرژي او صبر درکوي. نو که له ستونزو سره مخ یئ، غوره تګلاره همدا ده، چې خپل رب ته پناه یوسئ. خو دا په دې معنا نه ده، چې خپله هڅه به نه کوئ. کوښښ وکړئ د ستونزو د کچې او خنډونو پر ځای یې پر حللارو غور وکړئ. کله چې تاسو هره حل لاره پيدا کوئ، هغومره مو صبر او زغم ډېرېږي. 

د قهر پر مهال صبر

د غوسې او قهر پر مهال د صبر او زغم لپاره ځينې تګلارې وړانديز شوي دي. 

ـ له شیطانه پناه غوښتل (اعوذ بالله من الشیطن الرجيم ...)

ـ د جنګ ځای پرېښودل. 

ـ خپل حالت بدلول. که ناست وئ، پاڅېږئ او که ولاړ وئ کښېنئ.

ـ د اوبو څښل.

ـ څو ګامه منډه اخیستل.

ـ مقابل کس ته نه کتل.

د موخې په ترلاسه کولو کې صبر

ځينې نور خلک بیا د موخو ترلاسه کولو ته ډېره بېړه لري، چې په دې توګه یې زغم پای مومي او له یو ډول ذهني فشار سره مخ وي. په دې برخه کې هم مهمه خبره د خپل زړه او ذهن قانع کول دي. تاسو باید وتوانېږئ چې خپل ځان ته قناعت ورکړئ. "هر رقم چې زه غواړم هماغسې کېږي."، "هر څه به سم شي."، "الله "ج" مهربانه ذات دی."، "لږ وخت نور پاتې" او ... دې ته ورته نور هغه جملې دي، چې تاسو ته صبر او زغم درکولای شي.

په پرمختک کې صبر

په دې برخه کې هم اکثره خلک له بې صبرۍ سره مخ دي. خو دا چاره هم د حل کېدو وړ ده. 

آیا تاسو چې پيدا شوئ، خبرې مو کولای شوې؟ په لاره تلل مو زده وو؟ خپله کورنۍ مو پېژندله؟

ځواب به مو حتما "نه" وي. نو همداسې پرمختګ هم وګڼئ. هر څه تدريجي پر مخ ځي. نن چې په کوم موقف کې یئ ممکن څه موده وروسته نه اوسئ. نو ولې تشویش کوئ؟

ددې ډول خلکو لپاره همدا جمله کافي ده، چې "هر څه کېږي خو پخيل وخت کې."

Related Articles

Apr 29, 2022
2,010 views

د بریا او پرمختګ راز

رياض مقامزی   که تاسو هم یو له هغو کسانو څخه یئ چې پخپل ژوند کې د پرمختګ هیله لرئ او غواړئ سبا مو تر نن ښه وي، نو حتما دا لیکنه ولولئ. که تاسو په ژوند کې هره هیله لرئ او یادې هیلې ته ورسېدئ نو همدا ستاسو بریا ده؛ مګر دا کار دومره ژر او په اسانۍ نه ک...

Nov 06, 2023
1,980 views

هکینګ لاره Hacking Road Map

د هکینګ شروع یعنې پیل Road map یا تګلاره؟  هکینګ څنګه شروع او زده کړه یی پیل کړو❗ دا چې زیاتره دوستان دا پوښتنه کوی چې موږ ته دهکینګ کورس راکه یا هکینګ را زده کړه یا دهکینګ ویډیو ګانې راته ولیږه یا فسبوک څنګه هک کیږي طریقه یی راوښیه .  ګوری دوستان...

Feb 25, 2024
1,073 views

مضبوط او دوامداره کانکریټي ساختمان

د مضبوط او دوامداره کانکریټي ساختمان جوړولو لپاره پنځه اړینې خبرې.   یو مداومت لرونکی اوسپنیز کانکریټي ساختمان څنګه جوړ کړو.How to  Build A Durable RCC Structure کانکریټ حیرانونکي ودانیزه مواد دي،خو ددې لپاره چې کانکریټ ډیر عمر ولري او مضبوط وي   لا...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,202 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,272 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,389 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...