د بادرنګو ګټې او زیانونه

R
Riaz Muqamzai
Author
Mar 08, 2021
5 years ago
4,551 views
د بادرنګو ګټې او زیانونه

ژباړه ـ ریاض مقامزی

د اوړي په را نږدې کېدو سره د بادرنګو محصولات هم په ډېرېدو دي. خو آیا پوهېږئ چې بادرنګ کومې روغتيايي ګټې لري او زيانونه یې څه دي؟ د لیکنې تر پايه به ددې پوښتنو ځوابونه پيدا کړئ.

روغتيايي ګټې

بادرنګ د فیبر، املاح او ويټامين په ځانګړې توګه د سي. ويټامين یوه ښه منبع ده. د ورځې دوه بادرنګه د انسان د ویټامين سي اړتيا شپږ سلنه پوره کوي. مګر د بادرنګو پام وړ خاصيت د هغه يخوالی دی، چې په ګرم موسم (اوړي) کې ډېر ګټور وي. د بادرنګو خوړل د تازه والي احساس ورکوي، همدارنګه تر یوه بریده د ګرمۍ او تندې مخه هم نیستي. ځکه چې بادرنګ ۹۶% له اوبو جوړ دی، نو د یوه بادرنګ خوړل تقریبا له یو ګیلاس اوبو سره برابرېږي.

هېره دې نه وي، چې د بادرنګو پوستکی هم فیبر، پوتاشیم او مګنېزیم لري. له پوستکي سره د بادرنګو خوړل هغه وخت مناسب دي، چې سم پرېمینځل شوي وي او تنکي وي.

له بل پلوه ځينې روغتيا پالان پر دې باور دي، چې بادرنګ د وینې د فشار په کمولو کې هم مرسته کوي، نو ځکه خو د وینې لوړ فشار لرونکي کسان باید پخپل غذايي رژيم کې بادرنګو ته حتما ځای ورکړي.

د بادرنګو زړي هم بې کماله نه دي. د خوب د منظم والي او آرامۍ لپاره خورا اړین دي. تر څنګ یې د وینې په تصفیه کولو کې هم بې اغېزې نه دي.

له بادرنګو څخه د ګڼو نورو روغتيايي موخو لپاره هم ګټه اخیستل کېږي. د پښتورګو د دردونو آرامښت، د بندونو درد، روماتېزم، د وزن کمښت او التهاب د کنټرول لپاره هم کارول کېږي. همدارنګه د بولو د سوځېدو لپاره هم ښه درملنه ده.

زیانونه 

ـ که بادرنګ له پوستکي سره په داسې حال کې وخورئ، چې سم نه وي پرېیول شوي او یا هم تازه نه وي، نو د معدې په هضم کې ستونزه رامنځته کوي، د معدې باد پيدا کوي او ستاسو معدې ته تاوان رسوي. د هغوی چې معدې کمزورې دي، کولای شي له شهدو "شاتو" سره یې وخوري.

ـ که بادرنګ ډېر پوخ شوی وي خوړل یې ښه نه دي. ستاسو د معدې او زړه په زیان تمامېږي.

نوټ

ـ د بادرنګ د ښه هضم لپاره کولای شئ له سرکې او یا هم د زیتونو له غوړیو سره وخورئ. همدارنګه له لیمو او یا د سلاد په توګه له مالګې سره خوړل یې هم ګټور وي.

Related Articles

May 31, 2023
2,763 views

افغانانو په اړه د نړیوالو نظرونه

افغانانو په اړه د نړیوالو نظرونه  *کله چي روسان په افغانستان کې مات شول نو د روسيه ولسمشر وویل کچیرته له افغانستان څخه پنځوس زره ځانګړي ځواکونه وروزل شي نو ټوله نړۍ به یي په ځمکني جنګ کې مخه ونه نیسي*  *هندوستان یو پخواني ولسمشر د افغانانو په باره ک...

Jan 13, 2021
2,552 views

بلاخره فارغ شوم!

شکر ربه!بلاخره فارغ شوم!فراغت یعنې د زده کړې غر فتح کول،او د لازیاتو مسؤلیتونو پیل!د دنیا هره خوشحالۍ یوه ګرانه او قیمتي مرغلره ده چې د مقصد په لمن کې موندل کیږي. د ژوند پیل او د لا نورو ګړندیو ګامونو اخېستلو لپاره، نن راته لاره هواره شوه، او د کابل...

Sep 17, 2023
2,336 views

پاک چاپېريال څه ګټې لري، او څومره په ټولنه کې مهم دی؟

خالد رازق   د انسان د سالمې روغتیا په ساتنه کې ښه او پاک چاپیریال ډیر ارزښت لري که چیرې شاوخوا چاپیریال مو پاک وي، نو د ډول ډول ساري او غیر ساري ناروغیو څخه به په امن کې یو او هم به مو اقتصادي کچه پیاوړې وي، ځکه چې ککړ چاپیریال د ژوندیو موجوداتو لپ...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,240 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,280 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,423 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...