ممیز؛ ځانګړنې او روغتيايي ګټې یې

R
Riaz Muqamzai
Author
Mar 13, 2021
5 years ago
3,649 views
ممیز؛ ځانګړنې او روغتيايي ګټې یې

ژباړه ـ ریاض مقامزی

ممیز د وچو ميوو له ډلې شمېرل کېږي. اصلا د انګورو له وچولو لاسته راځي. ځينې خلک یې د لمر په واسطه او ځينې نور یې د ماشينونو په واسطه وچوي. له ممیزو په بېلابېلو برخو مې ګټه اخیستل کېږي. دلته به یې په اړه بشپړ معلومات ولولئ!

ایا تاسو ته ممیز ښه دي؟

که څه هم د ممیزو دانې ډېر کوچني دي، خو له مغذي موادو څخه ډک دي. دا وچه مېوه انسان ته ډېره انرژي ورکوي نو ځکه خو باید په سفر کې له ځان سره ولرو. او هم غر ختونکو ته د انرژۍ ښه منبع ده.

ويټامينونه او غذایي ارزښت

ممیز د انرژۍ، فیبر، پروټین او کاربوهایدرایت ښه سرچينه ده. همدارنګه په کافي اندازه قند او کالوري هم لري. ددې ترڅنګ کلسترول یې صفر دی او نور ګڼ مغذي مواد هم لري، چې ستاسو بدن ته ګتور دي. لکه:

 

ويټامينونه:

ـ ويټامين سي 

ـ فولات

ـ تیامین

ـ نیاسین

ـ ریبوفلاوین

ـ ويټامين بي ۶

ـ يانتوونتيک اسید

 

معدني مواد:

ـ پوتاشیم

ـ کلسیم

ـ مګنیزیم

ـ فاسفر

ـ اوسپنه

ـ سودیم

 

کالوري:

۴۳ ګرامه شاوخوا ۱۲۹ کالوري انرژي لری. 

 

روغتيايي ګټې یې 

ـ ستاسو هاْضمي سیستم فعال ساتي

ـ قبضیت مو له منځه وړي

ـ د وینې د کمښت مخنيوی کوي

ـ د غاښونو په روغتیا او پياوړتیا کې مهم رول لري

ـ د هډوکو روغتيا مو تضمينوي

ـ ستاسو د پوستکي سلامتيا ته ګټور دي 

ـ د ويښتانو په پياوړتیا او ښه والي کې مرسته کوي 

ـ د خوب په بهبود کې ګټور ثابتېږي

ـ د وینې غوړ مو مناسب ساتي 

ـ د وینې فشار مو تنظیموي 

ـ ستاسو د وزن په زیاتوالی کې مرسته کوي

ـ د بډوډو د فعالیت په ښه والی کې ګټور ثابتېږي

Related Articles

Jan 17, 2022
2,469 views

بریالي انسانان دا ځانګړنې لري

لیکنه ـ ریاض مقامزی   که د بریا او ناکامۍ هر اړخیزه مطالعه وشي دې پایلې ته رسېږو، چې ځينې عادتونه ددې سبب کېږي چې بعضي خلک تر نورو مخکې شي، ځانته ښه ژوند برابر کړي او خپلو موخو ته ورسېږي. شاید تاسو فکر وکړئ، چې دا خو ډېر کوچني/عادي کارونه دي؛ خو په...

Dec 29, 2021
2,472 views

د برودسکي لنډ ژوندلیک

لیکنه ـ ریاض مقامزی   که څه هم د نړېوالو ادبیاتو اسمان ډېر لوی دی؛ مګر ډېر کم خلک پر دې توانېږي، چې د خپل زحمت ستوري پکې وځلوي. له دې لږو خلکو یو هم برودسکي دی. تاسو به په دې لیکنه کې د نوموړي په اړه مهم معلومات ولولئ.   د بردوسکي لنډژوندلیک   د ر...

Dec 27, 2021
2,178 views

پخپل ځان شکمن شئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی   حکايت دی، چې د اور وژنې ادارې دوه کار کوونکي ځنګله ته ولاړل، ترڅو اور مړ کړي. اور یې مړ کړ. دا یو لوګيو تک تور کړی و او بل پاک سوتره و. کله چې له ځنګله را ووتل او د سیند خوا ته نږدې شول. نو یو بل ته یې وکتل، تر څو وويني چې ځانو...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,821 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,437 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,876 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...