هغه جملې چې ژوند مو بدلولای شي!

R
Riaz Muqamzai
Author
Mar 31, 2021
4 years ago
3,037 views
هغه جملې چې ژوند مو بدلولای شي!

ليکنه ـ رياض مقامزی

په دې ليکنه کې به د انګلستان د نوموتي ليکوال او د رنسان دورې د وروستۍ دورې استازي جان ميلټن (John Milton) په ويناوو کې د ژوند درسونه ولولئ.

 

“ذهن پر خپل تخت ناست دی او کولای شي د خپل ځان دننه له جنت نه دوزخ او له دوزخ نه جنت جوړ کړي.”

خوښي او خفګان کوم ځای او څيز نه دی، چې ورشو او يا يې وپيرو. بلکې يو ذهني حالت دی، چې جوړول غواړي. د ميلټن موخه هم همدا ده، په دې معنا ستاسو ذهن دی چې حالت مو بدلولای شي.

که تاسو له يوې ستونزې سره مخ شئ، نو هڅه وکړئ مثبتو اړخونو ته فکر وکړئ. اکثره ستونزې په فرصتونو هم بدلېږي. خو که پر تاسو يې منفي لوري اغېز وکړي نو ممکن کوچنۍ ستونزه لويه شي او لا ډېر وځورېږئ. نو په سختو حالاتو کې تل خپل فکر او ذهن په واک کې ولرئ. که داسې و نه کړئ، حتمي ده چې نامناسبې پرېکړې به کوئ او له ستونزو سره به مخ کېږئ.

 

“ويښ شه، پاڅېږه، که داسې و نه کړې ښايي تر ابده ولوېږي.”

په اوسني وخت کې دا خبره ډېره اړينه ده. اکثره خلک د لنډې مودې خوښۍ په پار خپل ابدي حالت خرابوي. کوښښ وکړئ تل اوږدمهاله فکر ولرئ. دا خبره په کورني، کاري او علمي ژوند کې د تطبيق وړ ده. هېڅکله احساساتي پرېکړې مه کوئ. بلکې په ويښه، په سوچ او تدبير سره ولاړ شئ.

همدارنګه تل بايد د حالاتو تقاضا په پام کې ونيسئ. نننۍ زمانه له شل کاله وړاندې وخت سره ډېر توپير لري. که تاسو له عصر او حالاتو سره سم خپل فکر چمتو نه کړئ نو د تل لپاره وروسته پاتې کېدای شئ.

Related Articles

Jan 26, 2022
2,162 views

د اوکراین او روس شخړه

دا ډیر وخت اوکراین د خبرونو سرټکی ګرځيدلی دی خو تاسې ته ممکن لا هم معلومات نه وي چې د روس او اوکراین شخړه په څه ده؟  په دې لیکنه کې مو ځواب موندلی شی. روس د اسیا د لویې وچې شمالي هیواد دی، یوه برخه یې اروپا ته غځيدلې ده. اوکراین اروپا کې د روس سویل...

Sep 01, 2021
3,698 views

د ارواپوهې ۳۰ مهمې خبرې

د ارواپوهنې له کتابونو څخه (۳۰) ویناوې۱. هڅه وکړه، چې هوښیار واوسې، ځکه چانس ډېر کرار ور ټکوي. ۲. ددې انتظار مه کوه چې پیسې دې تاته نیکمرغي راولي. ۳. تر څو چې دې یوه ښه دنده نه وې پیدا کړي، نو اوسنۍ دنده له لاسه مه ورکوه. ۴. کوښښ وکړه چې د ځمکې د مخ...

Jan 17, 2023
981 views

رورولي --- (افسانه)----ليک :- محمد الياس طوطه کان ملاکنډ خيبر پښتونخوا

  سليم د مور په غېږه کښې وۀ چې پلار يې مړ شو اوس د هغۀ د پالنې ذمه واري د هغۀ د مشر رور جواد په اوږو راغله ـ جواد د خپل کشر رور سره دومره مينه لرله چې د هغۀ د لاسه يې وادۀ هم ځکه نۀ کولو چې هسې نه سبا راته ښځه د رور سره د ښېګړې په لار کښې خنډ جوړ شي...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,969 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,198 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,180 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...