د پروستات غُدې اړوند ناروغي!

R
Riaz Muqamzai
Author
Apr 08, 2021
4 years ago
5,231 views
د پروستات غُدې اړوند ناروغي!

پروستات ته په انګلېسي ژبه کې "Prostate" وايي. چې د "پروسټيټ" په شکل تلفظ کېږي. د نارینه وو په جنسي سیستم کې د مثل د تولید یوه اساسي غده بلل کېږي. ددې غدې حجم په سالمو وګړو کې چې عمر یې له ۵۰ کالو ښکته وي. د یوه چهارمغز په اندازه وي. چې وزن یې له "۰.۷۵" اونسو سره برابرېږي.

پروستات په ګېډه کې د کولمو په ښي اړخ او د تناسلي الې او مثانې په منځ کې موقعیت لري. د نارینه سپرم او تشې بولې له تناسلي الې تر وتلو وړاندې باید له همدې غُدې تېر شي. 

دا غُده له نارینه وو سره د نسل په تولید کې مرسته کوي. ځکه چې یو ډول مایع ترشح کوي، چې د "مني" برخه جوړوي.

 

د پروستات د ناروغۍ ډولونه

څو ناروغۍ موجودې دي، چې پر پروستات غُدې تاثیر کوي. ځینې یې بکتریایي او سرطاني دي. په دې غده کې د هرډول نارغيو خپلې نښې نښانې موجودې دي. یو ډېر عام ډول یې ددې غُدې غټېدل دي. چې ځينې نښې نښانې لري.

 

دپروستات غُدې د غټېدلو نښې!

ـ دا ناروغان ژر ـ ژر د تشو بولو کولو اړتیا احساسوي. کله کله د تشو لږ لږه سوځیدنه هم ورسره وي.

ـ له تشو بولو وروسته هم د مثانې د ډکوالي احساس.

ـ د تشو بولو بندېدل.

ـ په فشار سره د بولو وتل.

ـ د اودس ژر نه وچېدل.

 

یادونه: ددې ناروغۍ د درملنې په برخه کې باید ووایو، چې له دوو لارو دا ستونزه حل کېدای شي. په درملو او عملیات سره، چې روغتياپالان د ستونزې حالت ته په کتو پرېکړه کوي.

Related Articles

Dec 15, 2020
1,915 views

زبان حقیر پهلوی

زبان حقیر پهلوی مصطفی عمرزی در شاهکار بی نظیر تحقیق و تنقید زبان دری(تاملی در بنیان تاریخ ایران) در بخش سوم(ساسانیان)، قسمت دوم(پیشینه های ناراستی)، هفت مدخل ستوده وجود دارند که زبان حقیر پهلوی را چنین دسته بندی و تبیین می کنند: -       پهلوی، نات...

Jul 06, 2020
4,112 views

چيګوارا څوک و ؟

اېرنېستو چيګوارا د 1928 کال د جون په 14مه نېټه په آرژانتين کې زېږېدلی و . په 1953 کال کې ېې د (بوېنېس آېرېس) پوهنتون د طب د څانګې څخه ډيپلوم تر لاسه کړ. لا له ماشومتوب څخه د مبارزې پر روحېه سنبال و . د هغه پلار کيڼ اړخه نظریات لرل او د دوهمې نړېوالې...

Apr 15, 2022
1,769 views

نصیب (قسمت)

وايي چې بېړۍ ډوبه شوه. له يوه کسه پرته نور ټول مسافر اوبو لاهو کړل. دغه کس هم هسې د تصادف له مخې په يوه داسې تخته باندې سپور پاتې شو، چې تېز باد یوه ټاپو ته ورسوله. په ټاپو کې بل بنیادم نه و. ده په ډېرو خواريو ځان ته جونګړه جوړه کړه او بیا په وحشي م...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,333 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,301 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,504 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...