ماشومان څنګه کتاب لوستلو ته وهڅوو

K
Ketabton
Author
Jul 22, 2020
5 years ago
3,544 views
ماشومان څنګه کتاب لوستلو ته وهڅوو

زیاتره میندې او پلورنه وايي غواړي اولادونه یې کتاب ولولي، آن که یوه شیبه هم وي. خو دې ته زړه خوري چې ماشومان یې له کتاب لوستلو سره هیڅ مینه نه لري.
خو ښه به دا وي چې تر اندېښنې کولو وړاندې پر هغو لارو چارو فکر وشي چې ماشومان څنګه کتاب لوستلو ته وهڅول شي.
تجربو ښوولې هغه هلکان یا نجونې چې په ماشومتوب کې یې کتاب نه وي لوستی، په لویوالي کې هم ښه کتاب لوستونکي نه وي.
که هر ورځ خپل ماشوم ته چې عمر یې تر شپږو کلونو ټيټ دی نیم ساعت وخت ورکړی نو ښايي خپل ماشوم مو په راتلونکې کې له ستر خطره ژغورلی وي.
کتاب لوستل سربېره پر دې چې د ماشومانو د معلوماتو په ډېرولو کې لویه مرسته کوي، هغوی یوې سالمې بوختیا ته هم هڅوي.
زموږ وړاندیز دا دی چې همدا اوس لاس په کار شی او خپلو بچیانو ته د مطالعې زمینه برابره کړی، هغه کتابونه غوره کړﺉ چې تاسو ته هم په زړه پورې او جالب وي.
د کتاب اخیستلو پر مهال خپله علاقه هم مه هېروﺉ او خپل ماشوم هم له ځان سره کتاب پلورنځي ته بوځی. ځکه د دوی په ذهن کې به له کوچنیوالي د کتاب اخیستلو خاطره پاتې وي.
که د کتاب د لیکونکي په اړه هم ماشومانو ته معلومات ورکړﺉ چې څو کتابونه یې لیکلي، کله چې دغه معلومات ماشومانو ته ورکوﺉ نو هغوی لا ډېر له کیسې سره مله ساتی.
کیسه په آرامۍ لولی، پرېږدﺉ ماشومان ستاسو له کیسې او غږ سره مله پر مخ ولاړ شي.
حتمي نه ده چې کیسې په لیکلې بڼه او ټکی په ټکي ولوستل شي، او خپله لهجه خوږه وساتی.

په دې ډول به ماشومان په صمیمي توګه له کیسې سره ملګري شي. او ددې لپاره چې ستاسو لپاره هم کیسه په زړه پورې وي نو ځینې کلمې له ځانه پکې کارولی شی.
د پېښو او حوادثو پر مهال خپل غږ لږ څه بدل کړﺉ، ځینې وخت کیسه په چټکۍ او یا هم ورو ولولی ځکه د ماشومانو پام به لا ډېر درواوړي.
که ماشومان غواړي چې د کتاب عکسونه وګوري او یا هم د لوستلو پر مهال د کتاب کرښو ته ګوري پر هغوی مه په غصه کیږﺉ. هغوی ته وخت ورکړﺉ. زیاتره کوچني ماشومان ورته کارونه کوي.
پرېږدﺉ ماشومان د کتاب لوستلو پر مهال ستاسو څخه پوښتنه وکړي، له هغوی سره آرام چلند وکړﺉ، پوښتنو ته یې نه په ډېره جدي او نه هم په ملنډو ځواب مه ورکوﺉ.

Related Articles

Sep 10, 2021
2,928 views

د "لیک لوست" زده کړې نړېواله ورځ

لیکنه ـ ریاض مقامزی  په نړۍ کې مختلفې ورځې ددې لپاره نمانځل کېږي، چې په یادو برخو کې د لاسته راوړنو یادونه وشي او هم یې د ننګونو او ستونزو په اړه غور وشي. د سواد نړېواله ورځ هم هر کال په ياده برخه کې د پرمختګونو او ننګونو په اړه د فکر لپاره نمانځل ک...

Mar 13, 2021
4,063 views

مقدوني سکندر څوک و ؟

( د نړېوال تاريخ ېو ستر ستوري په هکله ډېر لنډ مالومات )سکندر چې په اروپايي ژبو کې( الکساندر ) بلل کېږي د مقدونیې پاچا او د نړۍ ېو ستر فاتح تېر شوی دی . د هغه په باب وېل کېږي چې فوق العاده ستر پوځي جنرال او سپه سالار و ؛ ډېرې زېاتې جګړې ېې کړي ، د اسې...

Jan 14, 2021
5,256 views

په خپلوانو کې ودونه؛ کومې روغتيايي ستونزې پيدا کوي؟

لیکنه ـ نګین کرګر د وینې د منفي ګروپ حساسیتونه د وینې د سرو کرویاتو حجرات په سطحه کې داسې مارکرونه لري، کوم چې یوه خارجي حجره د معافیتي سیستم حجرات پېژندلی شي.  یو ددې مارکرونو څخه د ار.ایچ فکتور انتیجن دی. یو کس چی ار.ايچ فکتور انتیجن په وجود کې ل...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,985 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,204 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,195 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...