په روژه کې کومو ټکو ته پام وکړو؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Apr 13, 2021
4 years ago
2,925 views
په روژه کې کومو ټکو ته پام وکړو؟

د روژې مبارکې مياشتې په را رسېدو سره ځينې خلک د ناسمو خوړو او ځينو نورو لاملونو له کبله خپلې روغتيا ته زیان رسوي. دلته به پر ځينو لارښوونو پوه شئ.

 

۱ ـ خپل خواړه درې وخته کړئ

اکثره خلک په روژه کې دوه وخته "روژه ماتی او پیشنمی" خواړه خوري. د روغتیاپالانو له نظره دا کار نامناسب دی. تاسو هڅه وکړئ، دا وختونه درې کړئ. مه حیرانېږئ، طریقه یې اسانه ده.

تاسو کوښښ وکړئ، چې په روژه ماتي کې کم خواړه وخورئ، له څو ساعتونو مسلسل دمې وروسته معدې ته ډېر خواړه جمع کول، ستاسو روغتيا ننګوي. له روژه ماتې ساعت یا دوه ساعته وروسته ماښامنۍ وخورئ. په درېيم ځل خواړه مو پیشنمي کې وخورئ. په دې توګه ستاسو خواړه درې وخته کېږي.

 

۲ ـ په اندزه خواړه وخورئ

ځينې خلک په روژه ماتي او ځينې نور بیا په پېشنمي کې ډېر  خواړه خوري. دا کار نامناسب دی. هڅه وکړئ، خپل خواړه په درېيو وختونو تقسیم کړئ. په دې توګه به ستاسو معده د خوړو له ډېر حجم څخه شکایت و نه لري.

 

۳ ـ خواړه په سړه سینه وخورئ 

څو ګړۍ پر له پسې لوږه سړی حتما دې ته اړ کوي، چې ژر ـ ژر خواړه وخوري. خو، هغوی چې خپله روغتيا او صحت ورته مهم ښکاري، داسې کړنه هېڅکله نه ترسره کوي. همدارنګه ځينې خلک په پیشنمي کې د کم وخت له کبله هم ژر ـ ژر خواړه خوري او په دې توګه خپل صحت ته زیان رسوي. کوښښ وکړئ، په پیشنمي کې په وخت له خوبه پاڅئ. په بشپړ ډول ویښ او د خوړو لپاره چمتو شئ.

 

۴ ـ د خوړو ډول ته پام وکړئ

د روژې مبارکې میاشتې په برکت د اکثرو خلکو دسترخوانونه له رنګارنګ خوړو ډک وي. چې له اکثرو یې اصراف او افراط هم کېږي. هڅه وکړئ، له هغو خوړو ډډه وکړئ، چې ډېر غوړ ولري او هم له ډېرو سرو کړو خوړو ځان وساتئ.

Related Articles

Aug 12, 2021
2,288 views

کریس الیکسانډر وپېژنئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی په وروستيو میاشتو کې د افغانستان د جګړې له تودېدو سره سم، نړېوالو مطرحو اشخاصو د پاکستان له څېرې پرده پورته کړه او دغه هېواد یې د وسله والو طالبانو او نړېوالې ترهګرۍ د ملاتړ کوونکي هېواد په توګه معرفي کړ. یو له دغو اشخاصو څخه په...

Jun 18, 2023
1,106 views

وېښتانو توېدل

د وېښتانو توېدل: د ورځې له پنځوسو څخه تر سلو وېښتانو توېدل نورمال دي. د وېښتانو توېدل ډيری وخت د کوم خاص طبي حالت پواسطه منځ ته نه راځي. هغه د وېښتانو توېدل چې د ناروغيو په واسطه منځ ته راځي موقتي وي. کله چې طبي حالت له منځه ولاړ شي وېښتان بېرته را...

Jul 17, 2022
2,851 views

کوچنی کارو بار (سوداګري): څنګه ځان لپاره يو کوچنی بزنس شروع کړو؟

هغه سوداګري يا کاروبار چې په کوچنۍ او ټاکلې کچه فعالیت کوي؛ کمه اندازه پانګونه په کې کېږي؛ د انساني ځواک شمېر يې لږ او مادي ځواک يې ټاکلی او يوازې يو څو ماشيونونه او نور تجهيزات ولري، کوچنۍ سوداګري ورته وايي او انګلېسي کې دا ډول بوختياوې د Small Scal...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,414 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,329 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,556 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...