هغه جملې چې ژوند مو بدلولای شي!

R
Riaz Muqamzai
Author
Apr 16, 2021
4 years ago
2,725 views
هغه جملې چې ژوند مو بدلولای شي!

په دې لنډو کرښو کې به د انګلستان د مشهورې ليکوالې ويرجينيا وولف په ويناوو کې د ژوند درسونه ولولئ!

“انسان نه شي کولای، له ژوند څخه د اجتناب او نفرت په صورت کې آرامۍ ته ورسېږي.”

دا چې انسان ټولنيز موجود دی، نو معلومه خبره ده چې د ټولنې ناخوالې د انسان په روان اغېز کوي. د افغانستان په څېر هېواد کې چې هره ورځ وژنې، چاودنې او سل نورې اندېښنې موجودې وي، حتما به انسان له ژونده زړه توری کېږي. خو څه کول په کار دي؟ ايا له ژونده کرکه موږ ته سکون راکوي؟ نا! هېڅکله نا! د يوه ذهين انسان د ژوند تجربه همدا وايي.

هڅه وکړئ، چې ښه ژوند وکړئ. ښه ژوند دا نه دی، چې تاسو دې ډېرې پيسې ولرئ. يوازې همدا ښه ژوند دی، چې نورو ته مو خير رسېږي. يوه مسکا د بل زړه خوشحالولای شي. نو ولې يې نه کوئ؟ ځينې وړيا خوښۍ او ثوابونه شته، ترلاسه يې کړئ؟ 

ژوند ښکلی دی، ښکلی!

 

“هېڅ يو نوښتګر ليکوال نه شي کولای، د خپل عصر بل نامتو ليکوال وزغمي.”

هر انسان ځينې سيالان لري. د هغوی زغمل کوم آسانه کار نه دی. ليکوال، آهنګر، مامور، قاضي او بل هرڅوک خپل سيال تر خپله ځانه مخکې او نوموتی نه شي زغملای. څه فکر کوئ، د وولف موخه له دې جملې څه ده؟

ويرجينيا وولف وايي، دا د انسان خاصيت دی، چې خپل سيال نه شي نه زغملای نو له دې خاصيته سمه ګټه پورته کړئ. سيال مو نه شئ زغملای؟ که ځواب مو هو وي، نو همدا اوس پاڅېږئ او حرکت وکړئ يو تېز حرکت چې له خپله سياله مخکې شئ. که همداسې مو وکړل نو تاسو د انسان له دې خاصيته سالمه ګټه پورته کړه او که يوازې مو خپل زړه وخوړ او يا مو مقابل کس ته کندې وويستې نو په ناسمه روان يئ.

 

“له څه شي، چې وېرېږم هغه دا دي، چې د يوه ناڅيزه او بې ارزښته انسان په څېر هېره شم.”

انسانان مختلف خاصيتونه لري. ځينې يې ګوښه ګير او ځينې نور يې بيا غواړي نوم يې تل پاتې وي. تاسو که په هره ډله کې يئ دا وينا تاسو ته يو درس دی.

ولې بايد هېر شئ؟ بې شمېره انسانان نړۍ ته راځي. ولې ډېر لږ يې خپل نوم پرېږدي. پوهېږئ هغوی څه کړي دي؟ په دې کې دوه درې خلک وي يو هغه چې بشر ته يې خير رسېدلی وي، دویم هغه چې بشر يې له شر سره مخ کړی وي، درېيم هغه ډله خلک دي چې يو عجيب کار يې کړی وي. تاسو په لومړۍ ډله کې ځان حساب کړئ. همدا نن فکر وکړئ چې بشر ته څه کولای شئ. آيا فکر کوئ ټول انسانيت ته خير رسول ستاسو له وسې پورته خبره ده. نو کولای شئ خپل کلي او ولسوالۍ ته يو د خير کار وکړئ. په دې ډول به تاسو پر ځان باور پيدا کړئ او په پای کې به ټول بشر ته د خير رسولو فکر ولرئ. ومرئ خو بې نومه مه مرئ!

Related Articles

Aug 04, 2024
1,339 views

آبیاری چیست

آبیاری_چیست؟  آبیاری عبارت است از رسانیدن آب مورد نیاز نبات با دخالت انسان جهت رفع نیاز نبات می باشد. هرگاه نباتات نتوانند در طبیعیت آب مقدار ضرورت خویش را بشکل نورمال بدست آرند و با دخالت انسان نیازمندی نبات رفع گردد به آن آبیاری گفته میشود. خلاصه...

Dec 20, 2022
6,546 views

اجتماعي کارمند

   داجتماعی کارمند وظایف خپل میاشتنی پلان مربوطه مسول سره شریکول یوه کاپی د ولایتی مسول ته ورکول ، خپلی ټولی کړنی په همدی پلان کی ترتیب کول، او د کلی په د اول فورم ډکول او ولایتی ډیټابیس افسر ته سپارل  چی کله کلی ته داخل شی د با نفوسو خلکو او ملا...

May 22, 2021
5,434 views

بیت المقدس وپېژنئ!

په دې ورستيو کې پر ټولنيزو رسنیو د اسرائیلو او فلسطینینانو ترمنځ د جګړې انځورونه خپرېږي. ورسره د بیت المقدس نوم هم ډېر ذکر کېږي. خو ډېر کم خلک د بیت المقدس په اړه پوهېږي. په دې لیکنه کې به یې په اړه لا ډېر پوه شئ.   ۱- پېژندنه: بیت المقدس د هغه مب...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,969 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,198 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,182 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...