ارواښاد عبدالطیف افندي اُتمانخېل

S
Salman Jabbar
Author
May 03, 2021
4 years ago
2,000 views
ارواښاد عبدالطیف افندي اُتمانخېل

تېر نماسپخین د کال دوۀ زره شلم د نومبر د میاشتې په اوویشتمه نېټه د خپل تاریخي او تحقیقي تصنیف "د اتمانخېل قبیلې شجرې او څېړنه" په سلسله کښې د خپلو خوږو ملګرو امجد علي اتمانخېل او فضل اکبر اتمانخېل په ملګرتیا کښې د ملاکنډ ضلعې مېنې کلي لاړم. هلته مو د خدائ بخښلي عبدالطیف افندي اتمانخېل د کورینۍ د ماسټر رضاخان او فضل غني کاکاجي سره مهم لیدۀ کاتۀ وشو. یاده دې وي چې افندي صېب په رشته کښې د فضل غني کاکاجي د نیکه بابا ورارۀ وۀ.
د فضل غني کاکا جي د وېنا تر مخه افندي صېب په کال اتلس سوه څلور نوي کښې د غزالي خان اتمانخېل (بیهمري، بريڅ خېل) کره په مېنه کلي کښې زېګېدلے وۀ، د وړوکوالي نه ډېر ذهین او د پښتون مزاج سختن وۀ دیني تعلیم یې په خپل کور کښې حاصل کړے وۀ ، قران پاک یې هم په ترجمه وئیلے وۀ.
کله چې افندي صېب د شلو کلونو شۀ په دغه دور کښې ړومبے جنګ عظیم په زور او شور کښې وۀ،افندی صېب د انګرېز سامراج په زد د تحریک خلافت په حق کښې جلسې جلوسونه شروع کړۀ بیا په دغه دوران کښې یې ترکي ته سفر اوکړو او هلته یې د تحریک خلافت د یو تُند او تېز رکن په حیثیت کار شروع کړو. په دغه وجه ورته خلافتِ عثمانیه (Atoman Ampire) د افندي یعني د لارډ خطاب ورکړو دغلته یې یوه ترکۍ جینۍ هم په نکاح واخسته چې د دغه ترکۍ مېرمن نه د افندي صېب اولاد هم زېګېدلے دے.
په کال نورلس سوه شلم کښې څو ورځو له یواځې کلي ته راغے خو دلته رب ته بل څه منظوره وه د باچاخان بابا سره یې ناسته وشوه او د یو خدایي خدمتګار په حېثیت یې خپلې اړیکې بیا ونیوې په کال نورلس سوه دوۀ ویشت کښې یې د باچاخان بابا په وېنا په مېنه کښې د یو ازاد سکول پرانسته وکړه چونکې تعلیم عام نه وۀ د استاذانو د نشتوالي له کبله یې د هشتنغر استاذان مېنې ته راوستل او په دغه سکول کښې درس و تدریس شروع شۀ باچاخان بابا به کال په کال د یو ممتحن په حیثیت د دغه سکول دوره کوله.
په کال نورلس سوه څلیریشتم کښې چې څنګه د تحریک خلافت خاتمه وشوه انګرېز سامراج افندي صېب سره د یو ملګري رکن الدین رسالدار ګرفتار کړو او د دوۀ کاله جېل تېرولو نه پس یې خوشي کړل.
د دغه سکول نه د مینې کلي نامتو خلک غلام بابا، عبدالحکیم بابا، ګل رحیم بابا، عبدالخالق بابا، د هریانکوټ کلي عبدالحلیم بابا، کالي مُلا او نور ګڼ شمېر طالب علمان د تعلیم په رڼا منور شوي دي، د دغه مدرسې ړنګ شوي دېوالونه اوس هم په افندي بېټک مشهور دي.
چونکې افندي صېب د خدایي خدمتګار تحریک غړے وۀ ځکه انګرېز سامراج دغه مدرسه بنده کړه او افندي صېب یې د څلوېښتم ایف سي ار لاندې قېد کړو د دوۀ کاله جېل تېرولو نه پس یې بیا خوشے کړو خو په علاقه کښې د انګرېز په سیوري د ژوند تېرولو نه تنګ شۀ او د برنګ باجوړ په لاره یې افغانستان ته کوچ اوکړو هلته یې د جلا وطنۍ ژوند کوۀ خو چې کله په کال نورلس سوه اووه څلوېښت کښې هېواد پاکستان ازاد شۀ نو واپس کلي ته راغے، دلته یې په خپل کلي کښې د یوې نېک سیرتې پېغلې رافعه عرف رافو نانا سره وادۀ اوکړو. رافو نانا ډېره تکړه پېغله وه د خپل خاوند سره به یې اوګه په اوګه د خلکو سماجي خدمتونه کول. تر دې چې په وطن خشک سالي راغله رافو بي بي چنده راټوله کړه او د مېنې د جمات سره یې یو کوهے او کنستۀ چې تر اوسه ترې خلک مستفید دي.
دغه شان د نورو سماجي او ترقیاتي کارونو د چندې جمع کولو د پاره یې په کال نورلس سوه شپېته کښې د کراچۍ سفر اوکړو خو له بده مرغه هلته په یوه ترافیکي حادثه کښې وفات شوه او بیا په ژوندانۀ واپس کلي ته رانغله. د افسوس خبره دا ده چې افندي صېب د مور یو ځوي وۀ او د رافو نانا نه یې هم هیڅ اولاد نۀ دے زېګېدلے بل اړخ ته چې کله افندي صېب د ترکي نه کلي ته راغے نو دلته د سماجي کارونو او د خدایي خدمتګار په تحریک کښې داسې بوخت شۀ چې دوباره یې د خپلې ترکۍ مېرمنې او بچو دیدار نصيب نۀ شۀ او دا نر، باتور، ننګیالے، خدایي خدمتګار او د اتمانخېل قبیلې فخر په کال نورلس سوه درې اویایم کښې د دې فاني نړۍ نه رخصت شۀ، په خپله ابایي مقبره مېنه کښې خاورو ته وسپارلے شۀ. د قبر په تختۍ یې اوس هم دا شعر لیک دے ــــــ

مړۀ هغه چې نۀ یې نوم نۀ یې نشان شته.
تل تـر تله په ښۀ نوم پایي ښــــــــــــاغـلي.

Related Articles

Jun 27, 2021
19,405 views

عثمان کاکړ څنګه ووژل شو؟

پښتونخوا ملي عوامي ګوند ادعا کوي چې د دغه ګوند صوبايي مشر عثمان خان کاکړ وژل شوی دی او دوی سره دې لړ کې کافي ثبوتونه شته. یو شمېر نورو ځايي سیاسي ګوندونو هم د یاد ګوند ملاتړ کړی او د بلوچستان صوبايي حکومت وايي، د پېښې په هکله به څېړنه کوي. د یادونې...

Jun 08, 2024
1,853 views

فیسبوک کمپنی مصنوعی ځیرکتیا څخه ډار

هغه پروژه چې د فيسبوک کمپنۍ د ډار او وهم لامله يو دم بنده کړه...😳په 2017 کې د فيسبوک کمپنۍ يو پروژه پيل کړه د FAIR په نوم په کومې کې چې دوي دوه د مصنوعي ځيرکتيا (AI) د خبرو ربوټونه جوړ کړه کومو چې ښه سمې خبرې او د هر پوښتنې ځواب ويلو مګر دوي غوښتل ي...

Apr 20, 2022
2,938 views

زکات، خيرات او سرسايه چاته او څرنګه باید ورکړل شي؟

لیکنه: مِهر تاج   د زکات حکم زکات په قرانکریم کې له لمانځه سره جوخت ۳۲ ځله ياد شوی او د هجرت په دويم کال کې فرض شوی. د زکات د وجوب شرائط او د لزوم اسباب یې اته ۸ دي: څلور یې د زکات ورکوونکي په نفس پورې اړه لري چې په دې ډول دي: ۱_ اسلام؛ يعني زکات...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,141 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,258 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,338 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...