په لڼډو ټکو کې د چین لوی دېوال په هکله جالب مالومات

S
Shamshad Zaheer
Author
Jul 24, 2020
5 years ago
2,731 views
په لڼډو ټکو کې د چین لوی دېوال په هکله جالب مالومات

د چين لوی دېوال د نړۍ ترټولو لوی دېوال او د تاريخ له پلوه ترټولو جالبه معماري ده چې د نړۍ د اوه ګونو عجايبو څخه هم شمېرل کېږي. د دې په هکله د چينايانو دا خبره ډېره جالبه او مشهوره ده، دوی وايي: کوم بهرنۍ ( غير چيني وګړی ) چې چين ته راشي او د چين د لوی دېوال څخه لیدنه ونکړي، نو داسې مانا ورکوي چې ګواکې بيخي چين ته نه دی راغلی.

اوس نو راځئ له مونږ سره پاتې شئ ترڅو په دې هکله نور جالب مالومات هم درسره شريک کړو:
د چين د لوی دېوال کره اوږدوالی ۲۱۱۶۶،۱۸ کيلومتره دی.
د دې دېوال تاريخي قدامت د ۲۳۰۰ کلونو څخه اوړي.
دغه لوی دېوال ( مېنګ ) د چين په ۹ ولايتونو لکه د ښامار په بڼه پروت دی: ليائونينګ، هبئي، تيانجن، پکن، داخلي مغولستان، شانسي، شا انسي، نينګ شيا او ګانسو.
باډلېنګ د دې دېوال هغه برخه ده چې ډېری مينه وال او سياحان ترې ليدنه کوي ( په۲۰۰۱ کال کې ۶۳ ميلونه خلکو له دې برخې څخه ليدنه کړې وه ).
د باډلېنګ په برخه کې د چين د دېوال متوسط لوړوالی ۷،۸۸ متره او تر ټولو لوړه برخه يې ۱۴ متره ده.
د چين د دېوال ۱/۳ برخه، په بشپړ ډول ورکه ده، پرته له دې چې کومه نښه ترې پاتې وي.
د ۱۶۴۴ کال راهيسې چې کله د دې دېوال لړۍ زيانمنه شوه، نو د هغه څخه وروسته د نظامي مقاصدو لپاره د دې دېوال په اړه هېڅ کوم ګام نه دی پورته شوی.
په کال ۱۹۸۷ کې د دې دېوال بيارغونه د باډلېنګ د برخې څخه پيل شوه.
د چين دېوال د ۱۹۸۷ کال د ډېسمبر په مياشت کې د يونسکو د فرهنګي ميراثونو په لېست کې ثبت شو.

د چين دېوال د ليکې ( خط ) پشان په پرلپسې ډول تړلی نه دی او په کومو ځايونو کې چې لوړ غرونه او د اوبو کانالونه دي، نو هلته دېوال نشته دی.
د کين پر وخت ( ۲۰۶ – ۲۲۱ د ميلاد څخه وړاندې ) د دې دېوال د خښتو د نښلولو لپاره د وريژو سريښ لرونکو وړو څخه کار اخېستل کېده.
د چين لوی دېوال د سرتېرو، کليوالو، مجرمينو او د جنګي زندانيانو پواسطه جوړ شوی دی.
د کين د سلسلې لومړني امپراطور، د چين دېوال نه دی جوړ کړی، هغه يوازې د هغو سيمو برخې چې فتحه کړې يې وې؛ سره ونښلولې.
د چين د دېوال په هکله مشهوره افسانه دا ده چې، د منګ په نامه يوه ښځه وه، د دې ښخې خاوند د همدې دېوال د جوړلو پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي، ښځه د دېوال څنګ ته راځې او دومره ژاړي چې د د ېوال يوه برخه نړېږي او د خاوند هډوکي يې راڅرګندېږي او هغه بيا د خپل خاوند هډوکي خښوي.
د فرهنګي انقلاب په موده کې ( ۱۹۶۶ – ۱۹۷۶ ) د دې دېوال ډېرې خښتې په کورونو، مزرعو او انبارونو کې کارول شوي دي.
د چين د دېوال شمال لوېديځه برخه ( چې نينګ شيا او ګانسو په ښارونو کې موقيعت لري ) په ډېر اټکل سره به د راتلونکو ۲۰ کلونو پورې د نفوس د زياتوالي له امله، د زمکې څخه د ګټې اخېستلو په موخه، له منځه ولاړه شي.
د چين د دېوال هغه انځور چې معمولا په کتابونو او انټرنېټي سايټونو کې ليدل کېږي، د چين د دېوال د جيانکو د برخې تصوير دی، چې د کوږوالي او د کونجونو د لرلو په دليل، ډېر انځورونه ترې اخېستل شوي دي.

د چين د دېوال د باډلېنګ د برخې ( چې د دې دېوال په زړه پورې برخه بلل کېږي ) څخه د نړۍ نوموتو او لويو ۳۰۰ سياستمدارانو ليدنه کړې ده، چې لومړنی يې کليمنټ د شوروي اتحاد سياستمدار و چې په کال ۱۹۵۷ کې یې ترې ليدنه وکړه.

 

Related Articles

Nov 05, 2023
1,397 views

پلسترکاری کې مهمې نقطې

په پلسترکاری کې مهمې نقطېليکنه: انجنير عبدالظهور الفت۱_  د پلستر کاری لپاره عمومي ډول۳۰۰ مارک مصالحه کارول کيږي چې نسبتونه يې ۱:۴ دي.۲_ هغه ريګ چې په پلستر کې کارول کيږي بايد په کافي اندازه ميده وي.۳_ د پلستر په ريګ کې بايد د خاورو سلنه له ۵ څخه کمه...

Jun 02, 2023
1,470 views

نوی انجینر صاحبانو لپاره

اووه_پوښتنې_دي هم د Experience اوFersher انجنیرصاحبانو لپاره انشاءالله چې ګټورې به تمامې شي؛ ‏۱: Flashing څه ته ویل کیږي واضح یې کړئ؟ ځواب: Flashing دهغه ساختمان څخه عبارت دئ چې په یو تعمیر باندې داوبو دخطراتو دکمولو يا دهغه دله منځه وړلو لپاره په...

Jul 08, 2021
3,860 views

ماشومان له مطالعې سره څنګه علاقه پیدا کوي؟

کتابتون ویبسايټ د خپلو ګټورو لیکنو په لړ کې دا ځل د "ماشومانو روزنه" تر سرلیک لاندې د لیکنو لړۍ پيلوي. ددې لړۍ په لومړۍ لیکنه کې به زده کړئ، چې ماشوم څنګه له مطالعې سره علاقه پیدا کړي.   له مطالعې سره د ماشومانو علاقه لومړی اړینه ده چې پوه شئ، ماش...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,230 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,278 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,418 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...