To start downloading books

Please sign in or create an account.

په عامو او جاري لارو او سړکونو کې بمونه ښخوونکو!

په عامو او جاري لارو او سړکونو کې بمونه ښخوونکو!

د یو مومن وژل څومره ستره ګناه ده، له دې ایت کريمه څخه يې معلومه کړئ: 

وَمَن يَقْتُلْ مُؤْمِنًا مُّتَعَمِّدًا فَجَزَاؤُهُ جَهَنَّمُ خَالِدًا فِيهَا وَغَضِبَ اللَّـهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُ وَأَعَدَّ لَهُ عَذَابًا عَظِيمًا ( النساء 4: 93)

او هغه څوك چې يو مومن په قصد او ارادې سره قتل كړي، نو د هغه سزا جهنم دى، چې همېشه به په هغه كې وي او الله پر ده باندې غضب كړى دى او پر ده يې لعنت كړى دى او د ده لپاره يې بېخي لوى عذاب تیار كړى دى.

 

هغه خلک چې په هغو لارو کې بمونه ښخوي چې عامې لارې وي، ټول ولس پرې ځي راځي، د ولس، مسافرو او حکومت ټولو ګاډي پرې ځي راځي، نو په دغو لارو کې بمونه ښخول شرعاً حرام دي، ځکه دغه صراحتاً بې له شکه په قتل عمد کې راځي.

 

دا قتل عمد نه دی، نو څه دی؟!

په جاري لارو او سړکونو کې چې ټول خلک پرې تګ راتګ کوي، ولس ترې کار اخلي، په دغو کې د دښمن په نيت او خيال بمونه ښخول قتل عمد کې راځي که نه؟ نو اول قتل عمد پېژنو چی قتل عمد څه ته وايي؟

  يقول الحنفية:....

فالعمد: ما تعمد فيه القاتل ضرب غيره بسلاح، كالسيف والسكين والرمح والرصاص، أو ما أجري مجرى السلاح في تفريق أجزاء الجسد، كالمحدد من الخشب، والحجر، والنار، والإبرة في مقتل.

وذلك لأن العمد معناه القصد وهو أمر خفي لا يمكن الإطلاع عليه ولا معرفته، إلا بدليل يدل عليه، وهو استعمال الآلة القاتلة، فجعلت الآلة دليلاً على القصد، وأقيمت مقامه باعتبارها مظنة لوجوده، كما أن السفر مظنة المشقة.  تكملة فتح القدير: 244/8 وما بعدها، البدائع: 233/7، الدر المختار: 375/5، اللباب شرح الكتاب: 141/3. نقلاً عن الفقه الإسلامي و أدلته.

 

قتل عمد، يعنې قصدي او ارادي قتل هغه دی چې قاتل قصداً  و عمداً پر چا په وسلې سره ګوزار وکړي، لکه په تورې، چړې، نېزې، مرمۍ سره او يا په هر هغه څيز سره چې د‌ جسم د اجزاوو په بېلولو کې د‌ وسلې ځای نيسي او د وسلې کار کوي، لکه: تېره لرګی، کاڼی، اور او ستنه چې په داسې ځای کې ووهل شي چې انسان ترې مري.

دا ځکه چې د‌عمد معنا قصد او اراده ده، او قصد يو پټ شی دی چې اطلاع پرې نشي حاصلېدای او نه يې معرفت کېدای شي مګر په داسې دليل سره چې پر دغه قصد او عمد دلالت کوي او هغه د‌ دغه وژونکې آلې کارول دي، نو د وژونکې آلې کارول پر قصد او عمد باندې دليل وګرځول شول او د‌ دغې آلې کارول د قصد او عمد پر ځای ودرول شول، په دې اعتبار سره چې دغه آله د قصد لپاره مظنه ده، لکه څنګه چې سفر د‌ مشقت مظنه ده.

نو اوس تاسو ووايئ چې بم وژونکې آله ده که نه ده؟! 

هو، وژونکې، د جسم ټوټه کوونکې او تخريبوونکې آله ده، نو ته چې دغه آله په هغه سړک کې ښخه کړې چې ټول پرې تګ راتګ کوي، تا د دغو ټولو د وژلو قصد وکړ، ځکه نو په لارو کې د بمونو ښخول قتل عمد دی او قتلٍ ناحق له شرک او کفر څخه وروسته ستره ګناه ده. والعياذ بالله

دغه عمل په قتل خطا کې نه راځي. قتل خطا هم جرم دی او شريعت د هغه سزا مقرر کړې ده. 

 

ای د الله بنده ګانو! له الله څخه وډار شئ، په پکتيکا کې، تخار کې او داسې نورو ښارونو کې د يوې ورځې تلفات لسګونو ته رسېږي او قربانيان يې زياتره خالص عوام دي. 

نو ايا ستاسو د قيامت پر ورځ يقين نشته؟! حساب کتاب نه منئ؟!

فإنا لله و إنا إليه راجعون

 

مفتی عبدالولي

Related Articles

د اقتصاد له‌منځه تلنه، علتونه او بېلگې

لیکنه ـ عبدالوافي نایبزی   وړاندې له‌دې چې پر دې بحث وکړو، چې د یو هېواد اقتصاد ولې له‌منځه ځي، یا ولې دېوالي کېږي، ښه ده، چې د کورني ناخالصو عوایدو یا Gross Domestic Product-GDP په اصطلاح سره پوه شو، ځکه راتلونکي لنډ بحث کې به له‌دې اصطلاح سره څو ځلې مخ شئ.    کورني ناخالص عواید یا GDP يانې څه؟ په لنډ ډول ویلی شو، چې د یو هېواد دننه په یو کال ک...

د ډينګي ناروغي

ژباړه ـ ریاض مقامزی نړۍ له بېلابېلو رواني، جنسي او جسمي ناروغيو ډکه ده. پخوا به آن ډېرو عادي ناروغيو هم خلک وژل، ځکه چې په طبابت کې د پام وړ پرمختګ نه و شوی؛ خو له نېکه مرغه اوسنی عصر د نورو برخو ترڅنګ په طب کې هم د پرمختګ او ودې زمانه بلل کېږي، چې ډېرې خطرناکې ناروغۍ پکې د درملنې او وقایې وړ ګرځي. په هر حال؛ په دې ورځو کې د "ډینګي" په نوم د یوې...

خروار بند لوګر

   د خروار بند - لوګر: دا بند د خروار ولسوالۍ په یوه تنګي کې پر چرخ سیند جوړ شوی. ۳۰ متره لوړ دی. اوږدوالی یې په لاندینی برخه کې ۲۰ متره او پورتنی برخه کې ۱۴۰ متره دی. د اوبو د زېرمې حجم یې ۱۹ میلیون مترمکعبه اټکل شوی. بند د کرنې لپاره د اوبو زېرمه کولو په هدف پلان شوی. دا بند د تېږو له انبار جوړ شوی خو د اوبو خوا یې په ۲.۵ متره ژوروالي د مصالې څخ...

Recommended Articles

بي دوه پنځوس" څه ډول الوتکې دي؟"

ژباړه ـ ریاض مقامزی په هېواد کې د جګړو له پراخوالي سره سم امریکايي ځواکونو اعلان وکړ، چې د بي.۵۲ الوتکو پر مټ به پر تالبانو هوايي بریدونه وکړي؛ همداسې وشول او په بېلابېلو سیمو کې یې د وسله والو تالبانو ډلې په نښه کړې. خو اوس پوښتنه دا ده، چې بي ـ ۵۲ څه ډول الوتکې دي او کومې ځانګړتیاوې لري؟  ددې لیکنې تر پايه به مو دواړه پوښتنې حل شي.    ځانګړتي...

که مو ویښتان تویږي دا درې خواړه وخورئ

مهمه نه ده چې ويښتان مو اوږده، لنډ، صاف یا ګالګووتي او یا په هر شکل چې وي خو د ویښتانو تویدل یو داسې افت دی چې په ټولو راتللی شي. یوازېنۍ د خلاصون لاره ترې همدا ده چې اندیښنه کمه او کار ډیر وکړو. د ویښتانو تویدلو تر ټولو ستر او عام لاملونه اندیښنه، په بدن کې د ویښتانو پورې اړوند ویټامینونو کمښت، هورمونيکي ستونزې، بې کیفیته شامپو او نورو تولیداتو ک...

کوټه سنګي ته ولې کوټه سنګي وايي؟

ځینې کسان په دې اند دي چې د کوټه سنګي نوم اصلا د هغې ډبرېنې کوټې څخه اخیستل شوی دی چې یو وخت په میرویس میدان کې جوړه شوې وه.ویل کیږي کله چې د دغه ځای د سړکونو کرښې وکښل شوې د سړکونو د تقاطع په نقطه کې یعنې په څلور لارې کې د ساتونکي لپاره د ډبرو یوه خونه جوړه شوه له همدې امله دا سیمه په کوټه سنګي یا د ډبرو د کوټې په نوم ونومول شوه.خو اصلا د دې  سیمې...