د لرغوني یونان خلکو پر کومو خدایانو باور درلود؟

R
Riaz Muqamzai
Author
May 13, 2021
4 years ago
2,612 views
د لرغوني یونان خلکو پر کومو خدایانو باور درلود؟

ژباړه ـ ریاض مقامزی

لرغونی یونان د تمدن او علومو زانګو ګڼل کېږي، د ګڼ شمېر علومو بنسټ په لرغوني يونان کې ايښودل شوی دی. د یونان پېژندنې د لړۍ په دې لیکنه کې به تاسو د لرغوني يونان د خدایانو په اړه پوه شئ.

 

د لرغوني يونان خدایان

تاريخي څېړنې ښيي، چې يونانیانو به خدایان د انسانانو په څېر تصور کول. هغوی ته به یې انساني صافت ټاکل او پياوړي به یې ګڼل. 

خپل لومړنی خدای یې ګائيا باله، چې د یونانیانو په باور هغه حيوانات، انسانان او نباتات خلق کول. خپل وروستي خدای ته یې د کرونوس نوم ورکړی. دی یې ډېر ظالم او بې رحم باله، دوی به ویل چې کرونوس خدای خپل اولادونه هم خوري. له ټولو اولادونو یې یوازې یو زوی د خپلې مور په مرسته ژغورل شوی دی، چې زېئوس نومېږي.

دوی د زېئوس څنګ ته پر ځينو نورو خدایګوټو هم باور درلود. ویل به یې، چې دا کوچني محلي خدایان دي او پخپله سيمه کې د بشپړې خپلواکۍ او قدرت خاوندان دي.

هومر دا خدایان د انسانانو په شان وښودل. د زېئوس مېرمنې (هرا) په اسمان کې ژوند کاوه. نوموړې د ودونو الهه بلل کېده. یونانیان پر دې باور وو، چې زېئوس خدای درې زامن لري، دا زامن یې هرمس، آرتمس او اپولون نومېږي.

یونانیانو دوی درېيو ته هم پر ځانګړي قدرت درلودلو قایل وو.

هرمس به یې د بارانونو خدایګوټی باله. ارتميس ته به یې د سپوږمۍ او اپولون ته د لمر، رڼا او موسیقي د خدایګوټي خطاب کاوه.

همدارنګه په دریاب کې یې هم خپل خدایان درلودل. ځينې یې د بحرونو، ځينې یې د ساحلونو او ځينې نور یې د سیندونو خدایګوټي بلل.

د ځمکې پر سر ته یې د بوټو، ګلانو، غرونو، مستیو او نورو څيزونو لپاره خپل خدایان مقرر کړي وو. 

ترځمکې لاندې یې هم ځینو خدایانو ته عقیدت درلود. د هغوی له جملې هادس د مړو خدای باله. مینوس د جنت واکدار او هفائیستوس یې د اور خدای باله. 

د کار، جنګ، مینې، ښکلا، هوش، هنر صنعت او په لنډ ډول ویلای شو، چې د ژوند هرې چارې ته یې پر ځانګړو خدایانو او خدایګوټو باور درلود.

یوه بله ډېره جالبه موضوع دا ده، چې دوی پر دې عقیده درلوده، چې زئوس د اولمپيا د غرونو په لوړه څوکه کې اوسېږي. هلته ددوی ریاست و. مشهور خدایان به هلته مېشت وو. دوی به د مشاورت دنده پر مخ وړله. تاریخي څېړنو ددې خدایانو شمېر "دولس" تنه ښودلی. نومونه یې په دې ډول راغلي. 

ـ زئوس ژوپيتر

ـ هرا ژونون

ـ آتنه مينرو

ـ آرتميس دبآن

ـ آفروديت ونوس

ـ دمتر سرس

ـ آپولون قبوسـ

ـ هرمس مركور

ـ آرس مارس

ـ هفائيستوس و ولكن

ـ پوزئيدون نپتون

ـ هستيا وستا

 

په لنډ ډول ویلای شو، د لرغوني يونان خلکو نږدې د ژوند هرې برخې ته ځانګړي خدایان درلودل. که تاسو په دې اړه لا مفصل معلومات غواړئ، خپل نظر په کمینټ کې پرېږدئ ترڅو په راتلونکي کې یې په اړه نور معلومات هم خپاره کړو.

Related Articles

Mar 16, 2022
1,950 views

د عطرو په څېر شئ!

ليکنه ـ ریاض مقامزی عطرو ته یې وویل: "ته یو عیب لرې. له هر چا سره چې کېنې خپل ښه بوی ورته ورکوې." ځواب یې ورکړ: "زه دې ته نه ګورم، چې له چا سره یم؛ بلکې دې ته ګورم چې زه څوک یم."  درسونه • ومنئ، چې تاسو یوازې د خپلو کړنو مسول یئ. دلته او په بله...

Oct 11, 2021
2,808 views

د معدې روغتيا مو داسې وساتئ!

ژباړه ـ ریاض مقامزی معده د هاضمي سیسټم تر ټولو مهم غړی بلل کېږي. خواړه چې له ستوني تېر شي معدې ته رسېږي او هملته یې د هضم نور مراحل طی کېږي. د معدې روغتيا ځکه مهمه ده، چې د ناروغۍ په صورت کې یې انسان ګڼې نورې ستونزې پیدا کوي. راځئ، چې ددې مهم غړي د...

May 10, 2023
1,436 views

پراېم کوټ اندازه د يو متر مربع ساحې

په يو متر مربع ساحه کې بايد څو ليټره پراېم کوټ (prime coat) واچول شي.د پراېم کوټ اندازه د يو متر مربع ساحې لپاره د انکشاف دهات د وزارت د تخنيکي مشخصاتو لمخې (0,8-1,4) ليتره ښودل شوى. خو په ساحه کې بايد په يو متر مربع کې (1,2-1,8)ليتره پراېم کوټ واجول...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,240 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,280 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,423 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...