To start downloading books

Please sign in or create an account.

Asmat Charwan 3 years ago 1,464
د شلو کلو مسافر خوندوره کيسه

د شلو کلو مسافر خوندوره کيسه

د شلو کلونو مسافر! ډیره خوندوره کیسه ده~* يوه ېوزله سړي له يوې پېغلې سره واده وکړ. د سړي لاس ډېر تنګ وو. په کلي کې يې خواري غريبي کوله مګر ګوزاره يې نه پرې کېده. هماغه وو چې د لومړي بچي له زېږېدو وروسته د خوارۍ، مزدورۍ په تکل په اوږدې مسافرۍ ووت. له مېرمنې سره يې په دې هوکړه وکړه چې شل کاله ور ته کښيني، او که يوه ورځ هم پرې واوښته، نو بيا ور ته اجازه ده چې خوښه يې ور ته کښيني که پريږدي يې. سړی په سفر ووت او يو مياشتينی زوی يې له خپلې مېرمنې سره يو ځای پرېښود. کوم لرې وطن کې له يوه ژرنده ګړي سره مزدور شو. د ژرندې څښتن هم ور سره خوښ وو. په دې کې څه کم شل کاله تېر شول. د ژرندې څښتن ته يې وويل چې دی بېرته خپل وطن ته ځي او غواړي چې پاتې ژوند له خپلې کورنۍ سره تېر کړي. مګر د ژرندې څښتن ور ته وويل چې نه يو کال نور هم را سره تېر کړه. ده خپله کيسه ور ته وکړه چې له مېرمنې سره مې شل کاله وخت ټاکلی، او که يوه ورځ هم وروسته شم، د دې وېره ده چې له هغې هم خلاص شم. د ژرندې څښتن ور ته وويل چې اوس خو ما سره ايله درې د سرو خښتې دي، دا در سره واخله. سړی د کور په لور روان شو. په لارې کې درې نور لارويان هم ور سره يو ځای شول چې دوه يې ځوانان او يو يې سپين ږيری وو. له هغوی سره يې چې خبرې پيل کړي، ګوري چې سپين ږيری يوه خبره نه کوي. چېرته چې مرغيو ته وګوري، خاندي. سړي له ځوانانو وپوښتل چې دا سپين ږيری څوک دی؟ هغوی ځواب ورکړ چې دا مو پلار دی. سړي بيا ور ته وويل چې دا نو ولې خاندي؟ يوه ځوان ور ته وويل چې دا خو د مرغانو په ژبه پوهيږي او د هغوی خپل-مينځي مرکې ته يې غوږ نيولی وي او چې هغوی کومه د خندا خبره وکړي، دی هم ور سره خاندي. سړي ور ته وويل چې دی نو ولې هېڅ خبره نه کوي؟ هغوی ور ته وويل چې دا خو وړيا خبرې نه کوي، بلکې هره خبره يې قيمت لري. سړي ترې وپوښتل چې خبره په څو کوي؟ هغوی ور ته وويل چې يوه خبره د سرو زرو په يوې خښتې کوي. سړي له ځان سره وويل چې غريب سړی يم، له دې نه به څه غريب شم. ته راځه يوه خبره خو يې واوره. هماغه وو چې يوه د سرو خښته يې له جېبه را اوېسته، او سپين ږيري ته يې وړاندې کړه. سپين ږيري ور ته وويل چې په څپاند سيند مه ګډېږه. نور غلی شو. لاره اوږده وه او څلور واړه يو ځای روان وو. سړي له ځان سره فکر وکړ چې دا خو ډېر بلا سړی دی چې د مرغانو په ژبه هم پوهيږي او د دوه، درې ټکو په بدل کې يوه د سرو خښته اخلي، ته راځه يوه بله خښته هم ورکړه چې څه وايي. سړي دوهمه خښته سپين ږيري ته وړاندې کړه. سپين ږيری لږ پښه-نيولی شو، او ويې ويل: چېرته دې چې ټپوسان وليدل چې ښکته پورته کېدل، ور شه وګوره چې څه شی دي. نور غلی شو او روان شو. سړي له ځان سره وويل چې ما خو ډېر وار ټپوسان ليدلي چې تاويږي راتاويږي، مګر يو وار مې هم سر نه دی پرې ګرولی. بيا يې له ځان سره وويل چې نو له غريب نه به څه غريب شې، ته راځه دا درېمه خښته هم ورکړه چې څه وايي. سړي درېيمه خښته هم له جېبه راواېسته او سپين ږيري ته يې ونيوله. سپين ږيري ور ته وويل: مخکې له دې چې کومه غټه پرېکړه کوې، په پټه خوله له ځان سره له يوه نه تر پنځه ويشتو پورې شمار وکړه. نور له سړي سره هم څه نه وو چې ورکړي يې وی او سپين ږيري هم څه نه ويل. لږه لاره يې چې ووهله، سره جلا شول. هغوی په خپله لاره لاړل او ده خپلې لارې ته ادامه ورکړه. سړی چې د کور په لاره يوازې روان وو، سيند ته ورسېد چې د فيل غوندې شڼيږي. د ونو منډان، سټکي، دګي او بنډي يې په مخه کړي او هره څپه يې د مرګ اخطارونه ورکوي. په دې وخت کې د سپين ږيري لومړۍ خبره ور ياده شوه. له ځان سره يې وويل چې يره په دې سيند خو نه ګډېږم. د سيند پر غاړې کښېناست او له څْوَري نه يې وچه پتيره را واېسته چې ويې خوري. په پتيرې لګيا وو چې دې وخت کې يې سترګې په يوه سړي ولګېدې چې پر سپين يرغه آس د ده پلو را روان دی. چې ده ته راورسېد، ور ته ويې ويل چې په سيند ولې نه اوړې؟ ده ور ته وويل چې په دې مست سيند نه شم اوښتی. اس والا ور ته وويل چې ما ته ګوره خلک دغسې پرې اوړي. داسې سيندونه خو ما ته لښتي هم نه ښکاري. اس والا له اس سره يو ځای په سيند ور ګډ شو. له ورګډېدو سره آس او سړی دواړه سيند په مخه کړل. سړي ډېر لاسونه واچول، مګر اوبو لاهو کړ، مګر اس بېرته ځان غاړې ته راواېست. سړی ورغی، اس يې راونيو، او پښه يې پرې واړوله چې چېرته پُل پيدا کړي. ښايسته ټوټه مزل يې چې وکړ، پُل يې وموند او له سيند نه پورې ووت. بيا يې د خپل کلي لور ته مخه کړه. په لارې کې چې له ګڼو ونو څخه تېرېده، ګوري چې ټپوسان ښکته پورته کيږي. سړي له ځان سره وويل چې ته راځه وګوره چې څه خبره ده. له اس نه کوز شو، اس يې له يوې ونې پورې وتاړه، او په خپله د ګڼو او ګورو ونو په مينځ، مينځ کې غلی، غلی ټپوسانو پلو ورغی. ګوري چې هلته درې مړي پراته دي چې ډډوزې ترې خيژي او ټپوسان پرې ښکته او پورته کيږي. چې لږ ور نږدې شو، ګوري چې د مړو څنګ ته يوه څرمنيزه توبره پرته ده. دی هم نېغ د توبرې لور ته ورغی، چې خلاصه يې کړه چې ګوري د سرو زرو له روپيو ډکه ده. دا مړي اصلاً د لارشکوونکو مړي وو چې کوم کاروان يې لوټ کړی وو او بيا د نو دغه ګڼ ټَلْ ته راغلي وو چې سره ويې ويشي. مګر هلته په وېش کې سره ويران شوي وو او يو بل يې په تفنګچو سره وژلي وو. سړي له پيسو ډکه توبره او د لارشکوونکو تفنګچې له ځان سره واخيستې، پر اس يې پښه واړوله او کور ته روان شو. تياره ماښام وو چې کور ته ورسېد. د انګړ په لوی وره چې ننوت، له ځان سره يې وويل چې ته راځه چې له کړکۍ نه يو وار وګورم چې ښځه مې کور کې ده که نه؟ ګوري چې د کوټې په مينځ کې يو غټ مېز ايښی، او ډول، ډول خوراکونه پرې ايښي. د مېز يوه اړخ ته يې ښځه ناسته ده، او بل اړخ ته يې يو نابلده سمندی ځوان ناست دی چې کړکۍ ته يې شا ده. سړی له ډېرې غوسې شين او سور شو، او له ځان سره يې وويل چې ته دې خاينې ښځې ته ګوره چې ژمنه يې ماته کړې او زما په کور کې له پردي سړي سره ناسته ده. ورو يې د تفنګچې لټ کش کړ، مرمۍ يې تېره کړه او په پټه خوله يې د سړي خوا ته ونيوله. مګر مخکې له دې چې ماشه زور کړي، د سپين ږيري هغه درېيمه خبره ور ياده شوه چې ور ته ويلي يې وو چې له هرې غټې پرېکړې مخکې تر پنځه ويشتو پورې حساب وکړه. هماغه وو چې له ځان سره يې يو، دوه، درې … پيل کړل. په دې کې هغه ځوان د ده ښځې ته وايي چې مورجانې! زه به مې سبا پلار پسې ووځم که پيدا يې کړم. بيا يې له مور نه پوښتنه وکړه چې د پلار مې څو کاله وشو چې مسافر دی؟ هغې ځواب ورکړ چې زويه شل کاله يې پوره شول. بيا يې زياته کړه: زويه، چې پلار دې له کوره ووت، ته يومياشتينی وې. سړي چې دا خبرې واورېدې، شکر يې واېست چې خدای خير کړ چې صبر مې وکړ کنه اوس به مې په لوی لاس ځان ميرات کړی وو. په سترګو کې يې اوښکې راغلې او له کړکۍ نه يې په خپلې ښځې او زوی غږ کړ چې راووځئ! هغه مېلمه راغلی چې تاسې ور ته کلونه، کلونه سترګې پر لار وئ. درس: سړی بايد له هرې غټې پرېکړې او غټ کار نه مخکې پوره فکر وکړي چې وروسته په داسې وخت کې پښېمانه نه شي چې اوبه له ورخه تېرې وي. په ځانګړې توګه بايد سړی د احساساتو په وخت کې پرېکړه ونه کړي، که هغه د ډېرې خوښۍ احساسات وي او که د ډېرې غوسی.

Related Articles

د شېبې ژوند

لیکنه ـ ریاض مقامزی وايي له یو کس څخه د خوښۍ (خوشحالۍ) د راز پوښتنه وشوه؛ هغه ځواب ورکړ: "خوښي هله موندلای شئ چې وږي شوئ ډوډۍ وخورئ او چې خوب درغی ویده شئ."   د حکایت درسونه شاید تاسو ته دا کيسه ګۍ ډېره عادي ښکاره شي او فکر به کوئ، چې کوم خاص پیغام یې نه درلود؛ خو داسې نه ده. دا حکایت موږ او تاسو ته خورا ښه پیغامونه راکوي، چې ځينې یې پدې ډول د...

نقش خانواده در تربیت کودک || Role of the family in raising child

نام نویسنده: محمدمصطفی محمدیار (کارشناس ارشد در رشته حقوق خصوصی) Writer’s name: Mohammad Mustafa Muhammadyar مقدمهکودکان یا همان انسان‏های کوچک که گویا چهره محسوس و مرئی از فرشته‏های معصوم آسمانی استند که خداوند ایشان را درین زمین، که دیگر نشانه‏ی از خوبی دیده نمی‏شود، فرستاده است تا به ما الگوی خوبی، پاکی، معصومیت و انسانیت باشند. ولی بزرگان یا...

اولویت های رسانه یی

اولویت های رسانه یی مصطفی عمرزی از یکی از بزرگان فرهنگی ما پرسیدم که استاد محترم! در این اواخر، کمتر می نویسید؟ با تبسم گفت: نه، چنین نیست! حالم خوب است. منتها در نوبت ایستاده ام. وقتی توضیح خواستم، گفت که نوشته هایش را سر وقت می فرستد، اما مسوولان رسانه ها، آن ها را در نوبت می گذارند تا بدون در نظر داشت ترجیحات این که آثار یک نخبه هستند، به تعقی...

Recommended Articles

بي دوه پنځوس" څه ډول الوتکې دي؟"

ژباړه ـ ریاض مقامزی په هېواد کې د جګړو له پراخوالي سره سم امریکايي ځواکونو اعلان وکړ، چې د بي.۵۲ الوتکو پر مټ به پر تالبانو هوايي بریدونه وکړي؛ همداسې وشول او په بېلابېلو سیمو کې یې د وسله والو تالبانو ډلې په نښه کړې. خو اوس پوښتنه دا ده، چې بي ـ ۵۲ څه ډول الوتکې دي او کومې ځانګړتیاوې لري؟  ددې لیکنې تر پايه به مو دواړه پوښتنې حل شي.    ځانګړتي...

کوټه سنګي ته ولې کوټه سنګي وايي؟

ځینې کسان په دې اند دي چې د کوټه سنګي نوم اصلا د هغې ډبرېنې کوټې څخه اخیستل شوی دی چې یو وخت په میرویس میدان کې جوړه شوې وه.ویل کیږي کله چې د دغه ځای د سړکونو کرښې وکښل شوې د سړکونو د تقاطع په نقطه کې یعنې په څلور لارې کې د ساتونکي لپاره د ډبرو یوه خونه جوړه شوه له همدې امله دا سیمه په کوټه سنګي یا د ډبرو د کوټې په نوم ونومول شوه.خو اصلا د دې  سیمې...

خېټه څنګه کوچنۍ کړو؟

د نارینه او نجونو لپاره تر ټولو بد مرض د خېټې د وازدو ډېرېدل او غټېدل دي چې نه یې یوازې ښکلا ته زیان رسوي، بلکې صحت ته یې هم ستونزې جوړوي. نن درته د خېټې د کوچني کولو داسې طریقې در ښیوو چې د ډېر ورزش ستړیا به هم نه ورسره ګالۍ او په تکلیف به هم ورسره نه شئ. د ورځې پیل د لیمو په جوسو وکړئ، نیم لیمو په یو ګیلاس اوبو کې زبېښل او څښل یې په حجراتو کې...