د ځمکني توت لس روغتيايي ګټې

R
Riaz Muqamzai
Author
May 29, 2021
4 years ago
3,597 views
د ځمکني توت لس روغتيايي ګټې

 

ځمکنی توت چې په فارسي کې یې توت زميني بولي، یو له ډېرو خوندورو مېوو څخه دی، چې په نړۍ کې ګڼ شمېر مینه وال لري. په اوس وخت کې افغانان یې هم کرنې ته خاصه پاملرنه کوي. په دې لیکنه کې ددې مېوې پر ګټو پوه شئ.

 

د ځمکني توت روغتيايي ګتې

ددې مېوې له زیاتو ګټو به یې پر ځينو په دې لیکنه کې بحث وشي. د لیکنې تر پایه به یې په اړه لا ډېر پوه شئ.

 

لومړی ـ په بدن کې ذخیره شوي غوړ له منځه وړي

دغه سور رنګه مېوه، چې د آنتوسیانسين ښه منبع ده، په بدن کې د ذخیره شوو غوړو په لمنځه وړلو کې چټکتيا رامنځته کوي. نو که تاسو له دې ستونزې سره مخ یئ، کولای شئ دې مېوې ته په غذايي رژيم کې ځای ورکړئ.

 

دویم ـ د لنډ مهاله حافظې په پياوړتيا کې مرسته کوي

همدا آنتوسیانين کولای شی، چې د اتو ورځو په موده کې لنډمهالې حافظې ته ۱۰۰ سلنه پياوړتیا وروبخښي. که تاسو هم خبره ژر نه شئ درک/حفظ کولای نو له ځمکني توت حتما ګټه پورته کوئ.

 

درېيم ـ مناسبه کالوري او فایبر لري

توت زمینې شاوخوا ۵۴ کالوري انرژي لري؛ همدارنګه په لوړه کچه فایبر لري، چې د بدن د اړتیا وړ ډېره برخه فایبر پوره کولای شي.

 

څلورم ـ د سي. آر. پي ټيټوالی

ځمکنی توت کولای شي، چې د سي. آر. پي کچه ټيټه کوي. سي. آر. پي په بدن کې د التهاب نښه ده. په یوه څېړنه کې څرګنده شوه، هغو مېرمنو چې په اونۍ کې یې شاوخوا ۱۶ او یا له هغه ډېر ځمکني توت خوړل د هغوی په نسبت چې نه یې خوړل د سي. آر. پي د ډېروالي احتمال ۱۴ سلنه کم و.

 

پنځم ـ د زړه ناروغۍ په کمولو کې مرسته کوي

په دغه خوندوره مېوه کې شته فلانوئيدونه د زړه پر ناروغيو د اخته کېدو ګواښ په ډېره کچه راټيټوي.

 

شپږم ـ د هډوکو په پياوړتيا کې ګټور ثابتېږي

په توت زمیني کې شته مواد (پوتاشیم، ويټامين کا او مګنیزیم) ددې سبب کېږي، چې هډوکي پياوړې کړي.

 

اووم ـ د ستوني د سرطان مخنيوی کوي

ترسره شوي څېړنې ښيي، چې د توت زمیني منجمد شوي پودر کولای شي، له خلکو سره د ستوني د سرطان په مخنيوي کې مرسته وکړي.

 

اتم ـ د زړښت ضد خاصیت لري

په ځمکني توت کې شته مواد غذايي مواد د ويښتانو او نوکانو په سلامت پاتې کېدو کې مرسته کوي. ددې ترڅنګ الاژيک اسید انتی اکسیدان هم کولای شي چې ستاسو د بدن پوستکی سالم او تر ډېره له ټولېدو وساتي.

 

نهم ـ د وزن د کموالي لپاره ډېر ښه دي

نیتراني ترکیب چې په دې مېوه کې پيدا کېږي، کولای شي په بدن کې  د ویني او اکسیجن جریان  ښه کړي، همدا د وزن په برابر ساتلو کې ګټور ثابتېږۍ.

 

لسم ـ د سترګو روغتيا تضمینوي

د ورځې درې او یا ډېر توت زمیني خوړل کولای شي، پر دژنراسیون ماکولا د اخته کېدو ګواښ کم کړي. په دې حالت کې دید له لاسه ځي.

 

ژباړه

Related Articles

Nov 17, 2021
2,187 views

ذهني ستړیا څنګه له منځه یوسو؟

په انسان کې یو له سختو ناروغیو څخه هم ذهني ستړیا ده ځکه چې انسان په دې حالت کې د فکر کولو وړتیا له لاسه ورکوي او خپل احساسات له نورو سره نشي شریکولی. چې دغه حالت انسان په فزیکي ستړیا او په ځینو نورو ناروغیو اخته کولی شي.ذهني ستړیا ډیر لاملونه لري چې...

Feb 09, 2021
4,208 views

د لباس او شخصيت اړيکه

ډېر لږ پېښېږي چې د لباس انتخاب دې بې ګټې وي. لباس کولی شي وجود کې پټ رازونه مو نورو ته وښيي. ښه اوس فکر وکړئ څه څه شيان مو لباس ښکاره کولی شي؟ د لباس اغوستلو د پټو معناوو پيدا کولو لپاره لاندې پوښتنې ځواب کړئ.  په تاسې ناوخته ده او بيړه لرئ. د کاليو...

Jan 17, 2022
2,845 views

هغه ناروغۍ چې علایم یې په سترګو کې پیدا کېږي

ژباړه ـ ریاض مقامزی   د ناروغیو په تشخیص کې د ناروغ پر بدن څرګندې شوي نښې نښانې خورا مهم نقش لوبوي. روغتیاپالان اکثراً د همدې علايمو پر مټ ناروغي تشخیصوي او د درملنې چارې پیلوي. دا علايم د بدن په بېلابېلو برخو کې تر سترګو کېږي. په لاسونو، پښو، سترګو...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,230 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,278 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,419 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...