د شکر ناروغۍ نښې نښانې

R
Riaz Muqamzai
Author
Jun 07, 2021
4 years ago
4,396 views
د شکر ناروغۍ نښې نښانې

ژباړه ـ ریاض مقامزی

په ورستيو کلونو کې شکر يوه ډېره عامه ناروغي ګرځېدلي ده، چې له امله یې هر کال زرګونه کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي. ستاسو د پوهاوي لپاره باید یادونه وکړم، چې شکر دوه ډولونه لري. ددې لیکنې له علایمو موخه د شکر د دویم ډول ده. د شکر په دې ډول کې د خوږو کچه په وینه کې لوړه وي.

 

لومړی ـ پرله پسې تشې بولې/ ډېرې بولې

کله چې تاسو ژر ـ ژر تشناب ته ځئ، تر څو تشې بولې وکړئ، ددې معنا دا ده، چې پښتورګي مو له بدنه د اضافه خوږو د دفع کولو هڅه کوي. بډوډي دغه اضافي خواږه د تشو بولو له لارې له بدنه خارجوي.

 

دویم ـ ډېره تنده

په وینه کې د ګلوکوز د کچې لوړوالی، چې په پایله کې تاسو ژر ـ ژر تشو بولو ته هڅوي، ددې سبب کېږي، چې د بدن ډېر اوبه مو ضایع شي. له همدې کبله د شکر ناروغان همېشه تږي وي. روغتيا پالان وايي که دغه دوه نښې په ناڅاپي شکل تاسو تجربه کړ، نو ډېر ژر باید ډاکټر ته مراجعه وکړئ.

 

درېيم ـ له اندازې ډېره ستړيا

انساني وجود د حرکت او فعالیت لپاره انرژي له ګلوکوزو څخه لاسته راوړي. نو کله چې د بدن اوبه ضایع کېږي، د انرژۍ د ترلاسه کولو ټول سیستم له ګډوډۍ سره مخ کېږي. همدا ددې سبب کېږي، چې انسان ډېره ستړيا حس کړي. آن پرته له دې چې کوم کار یې کړی وي.

 

څلورم ـ د نه لیدلو ستونزه

په بدن کې د اوبو کمښت د سترګو په دید هم بد تأثیر لري. په ټول بدن کې د اوبو کمښت د سترګو د لینز د لمدونکې مایع د کمېدو سبب هم کېږي. له همدې کبله د سترګو دید او تمرکز کمېږي. کله چې ناروغي شديده وي، آن د سترګو د کوچينيو رګونو د شکېدلو سبب هم کېږي، چې انسان ړندوي.

 

پنځم ـ زخمونه مو ژر نه ښه کېږي

د وینې لوړ قند ددې سبب کېږي، چې د انسان د بدن دفاعي سیستم کمزوری شي. همدارنګه د سلولونو د بېرته رغاوي ځواک هم کمزوری کېږي. له همدې کبله پر دې ناروغۍ د اخته کسانو ټپونه ژر نه رغېږي.

 

شپږم ـ په غذايي رژيم کې له بدلون پرته د وزن کمښت

د سلولو له لارې د ګلوکوز د جذب پروسه، چې د شکرې ناروغۍ له کبله ګډوډ شوی وي، ددې سبب کېږي چې ناروغان دې دوامداره لوږه حس کړي. له بل پلوه، د اوبو او انرژۍ پرله پسې ضایع ددې سبب کېږي چې په بدن کې انرژي پاتې نه شي. نو وزن یې کمېږي.

 

اووم ـ د اندامونو بې حسي او مېږي کېدل 

دا چې په وینه کې د قندو ډېروالی راسا د وینې پر سیستم اغېز لري، ددې سبب کېږي چې د بدن عصبي سیستم ته هم تاوان ورسوي. په پایله کې د انسان ښپې او لاسونه بې حسه کېږي.

 

که تاسو هم پورتني نښې او علایم لرئ، نو هڅه وکړئ ژر تر ژره ډاکټر ته مراجعه وکړئ او د روغتياپالانو له لارښوونې سره سم خپل غذايي رژيم چمتو کړئ.

Related Articles

Feb 27, 2023
1,153 views

ټوغکے افسانه -- ليک محمد الياس طوطه کان ملاکنډ خيبرپښتونخوا

ټوغکے د اوړي سړۀ غرمه وه ـ د نمر تپ دومره زيات وۀ چې وجود يې سېزلو ـ  زه چې نن د ښکار نه واپس شوم نو څه ګورم چې خېبرۍ ترور پښې ابله پښې او سرتور سر په کوڅو کښې ګرځېدله او چې کله يې زۀ اوليدم نو رامنډه يې کړه او بيا يې راته اووې "يه بچيه! تۀ ورشه څوک...

Dec 17, 2021
4,215 views

په ماشومانو/کشرانو کې د جرأت روزنه

لیکنه ـ ریاض مقامزی   په افغانستان کې اکثره ماشومان له بې جرأتۍ ځورېږي. دوی د نورو په مخ کې له خبرو، ډوډۍ خوړلو، کار کولو او خپل احساس/نظر بیانولو څخه وېره لري. شاید فکر وکړئ، چې دا چاره طبیعي ده؛ خو داسې نه ده. اصلا له ماشومانو سره د کورنیو د مشران...

May 18, 2021
1,585 views

تاریخی‌گری، جواب تاریخی‌گری!

تاریخی‌گری، جواب تاریخی‌گری! سید مرتضی حسینی تاریخی‌گری به زبان ساده؛ عقب‌گرد به دوران‌های موهوم طلایی است. دوران‌های بسیار دور که سر بر دامن اساطیر شکوهمند و منزه می‌رسید. تاریخی‌گری، بازگشت یک گروه یا جامعه‌ی غرقه در مشکلات، معضلات و پتیاره گی‌ها...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,393 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,323 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,544 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...