اعصاب په کومو شيانو کمزوري کېږي؟! لیکوال: اکرام الله عادل د انسان په وجود کي اعصاب تر ټولو مهمه برخه ده، د انسان ټولې چارې او فعالیتونه د همدغې ناحیې څخه کنټرولېږي. لاندې ځینې مهم ټکي دي، چي په پام کې نیول یې د ذهن په سالم ساتلو کې مرسته کوي. - د سهار چای نه څښل: هغه خلک چې د سهار چای نه څښي، په بدن کې یې د شکرې اندازه راکښته کېږي، په نتیجه کې یې دماغو ته په کافي اندازه مواد نه ور رسېږي او دماغ کمزوري کېږي. - زیاته ډوډۍ خوړل: هغه کسان چې زیاته ډوډۍ خوري، د هغوی دماغي قوت ضعیفه کېږي. - د سګرېټو څکول: د سګرېټو او نورو نشه يي موادو استعمال دماغي قوت راکموي او د الزایمر یا هېرېدو ناروغي پیدا کوي. - د بورې څخه زیاته استفاده: د بورې زیاته استفاده د پروتینو او نورو غذايي موادو د استفادې مخنیوی کوي او په نتیجه کي یې دماغي رشد سوکه کېږي. - ککړه هوا: د انسان دماغ په وجود کې تر ټولو زیات اکسېجن مصرفوي او ککړه هوا د دې سبب کېږي، چي دماغ په کافي اندازه اکسېجن تر لاسه نه کړي، په همدغه دلیل د دماغ مؤثرتیا راکمېږي. - د خوب څخه محرومتیا او د خوب کموالی: خوب دماغ ته اجازه ورکوي، چي استراحت وکړي او د اوږدې مودې له پاره د خوب نه کول د دې باعث کېږي، چې د دماغ حجرې مړې شي. - د خوب پرمهال د سرپټول: کله چي د استراحت پرمهال د انسان سر پټ وي، نو په دماغ کې د اکسېجن کچه راکښته کېږي او د کاربن دای اکساید کچه لوړېږي، چي پر دماغ باندې سخت تاثیرات کوي. - د مریضۍ پرمهال د دماغ څخه کار اخیستل: د ناجوړۍ پرمهال د دماغ څخه کار اخیستل یعنې مطالعه کول او پر دماغ باندې فشار راوستل، د دماغ په مؤثروالي کې کموالی راولي. - د هڅوونکو فکرونو نشتوالی: انسان تل باید هڅوونکي فکرونه په ذهن کي ولري، ترڅو ذهن تربیه کړي. د دغو هڅوونکو فکرونو د نشتوالي په صورت کې ذهن کمزوری کېږي. – لږ خبري کول: ادبي او علمي محاورې د ذهن په انکشاف کي مرسته کوي.
Related Articles
د چين دېوال حيرانوونکې کيسه!
ژباړه ـ فاطمه اعظم پخواني چينایانو چې غوښتل د خپل هېواد ساتنه وکړي، د چين لوی ديوال يې جوړ کړ او داسې فکر يې کاوه چې ګواکې هېڅوک له دې دېوال څخه نه شي پورته کېدلای؛ خو له بده مرغه د دې دېوال له جوړولو وروسته په لومړیو سلو کلونو کې درې ځلې پر چين ير...
مديريت Management
دوهمه برخه قدرمنو مينوالو د مديريت د زده کړي په دوهمه برخه کي د مديريتي نقشونو او مديريتي مهارتونو سره به اشنا سو. لومړۍ موضوع:مديريتي نقشونه د مديريت دعلم د څېړونکي هنری منتسبرګ په نظر په يو سازمان کي د مدير لس ځانګړي نقشونه دي چي دا نقشونه په...
قضاوت کیسه مال!؟
قضاوت کیسه مال!؟ مصطفی عمرزی در هرج و مرجی که شاید به آخر رسیده باشد، شاهد انواع ستیزی بودیم/ استیم که بسیاری به حد هتاکی های بی پیشینه رسیده اند. چنین رویکرد در حالی که آشکار می سازد زمینه ی فرهنگی- رسانه یی افغانستان در دست چه کسانی افتاده، ب...
Recommended For You
وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه
وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...
د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه
هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...
که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ
ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...